د کورونا پېژندلو لپاره سپي کارېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سپیو د دې اونۍ لومړیو کې په هوايي ډګر کې کار پیل کړ.

هوايي ډګر کې پوله ساتي ځواکونه د نشه يي توکو او بې قانونه موادو د پېژندلو لپاره سپي کاروي.

خو اوس دا ډول سپي د بل هدف یانې کورونا پېژندلو لپاره خپلې پوزې کاروي.

د فنلډ هیلسنګي-ونټا هوايي ډګر کې دا اونۍ پر هغو سپیو د مساپرو د بویولو تجربه کېږي چې د کوويډنولس رنځ د پېژندلو لپاره په ځانګړي ډول روزل شوي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له راتلونکو مساپرو غوښتل کېږي چې غاړې په ټوټه پاکې کړي.

دواطلبانو د دې څېړنیز پروګرام لپاره پنځلس سپي او لس څارونکي روزلي دي.

د هیلسنګي پوهنتون پوهانده او د دې څېړنډلې مشره انا هیلیم بجورکمن له رویټرز سره خبرو کې وايي:

"په انسان کې د کورونا د نښو له څرګندېدو پنځه ورځې مخکې سپي دا وېروس پېژندلی شي."

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ډبي کې نمونې د سپي مخ ته اېښودل کېږي چې بوی یې کړي.

د نوموړې په خبره، دا روزل شوي سپي د کورونا وېروس پېژندلو کې ډېر ښه دي:

"موږ حساسیت ته سل سلنه نږدې شوي یو."

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کانین د کورونا وېروس ازموینه څو مینټه وخت اخلي.

هوايي ډګر ته له بهر رسېدلي مساپر خپله غاړه په ټوټه پاکوي، بیا دا ټوټه ډبي کې د سپي مخ ته اېښودل کېږي، چې د کورونا وېروس منفي یا مثبته نتیجه وباسي.

سپی د کورونا وېروس لرلو یا نه لرلو نتیجه په څو منټو کې ښيي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغو دوو سپیو ته له دریو اونیو ډېر وخت راهیسې روزنه پیل شوې ده.

خو په داسې حال کې چې دا ازمویښتي پروګرام له وړاندې لا مثبته پایله درلوده، نوره څېړنه هم پکار ده چې د دغې تجربې اغېز ثابت کړي

دا مهال له هغو مساپرو چې دا ډول ازموینه یې شوې غوښتنه کېږي چې د سپیو د دا ډول د ازموینې تر کره والي پورې د کورونا دودیزه معاینه هم وکړي.