بنګله دېش کې د روهېنګیا پر سفر محدويت لگېدلی
د عکس سرچینه، AFP
بنګله دېشي چارواکو د دغه هېواد نورو برخو ته د هغو نژدې ۴۰۰ زره روهېنګیا کډوالو پر تګ راتګ یو لړ بندیزونه لګولي دي، چې اګست کې د میانمار له تاوتریخوالي ورتښتېدلي دي.
ځايي پولیسو ویلي روهېنګیا کډوال به یوازې هغو ځایونو کې اوسي، چې حکومت ورته ځانګړي کړي دي او د هېواد نورو سیمو ته سفر نه شي کولای.
بنګله دېش دغه راز له میانماره دغه هېواد ته د کډوال شویو نژدې ۴۰۰ زره روهېنګیا لپاره د مېشتېدا یو هر اړخیز پلان اعلان کړی دی.
چارواکي وايي، خیریه کارکوونکي به د بنګله دېشي پوځ په مرسته یو نوی کمپ جوړ کړي، چې ۱۴ زره موقت مېشت ځایونه به لري.
دغه کمپ به د هغه بل تر څنګ جوړ شي، چې اوس په کې روهېنګیا کډوال مېشت دي.
چارواکي وايي، د مېشت ځایونو په هر واحد کې به شپږ کورنۍ اوسېږي.
تېره میاشت د میانمار په رخاین ایالت کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته ګڼ شمېر روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي دي.
بل لور ته د بنګله دېش چارواکو پر میانمار تور پورې کړ چې د دوی پر هوايي حریم یې تېری کړی او دوی یې له امله سخت احتجاج کړی دی.
ډاکه کې چارواکو ویلي د میانمار پوځي چورلکې او ډرون الوتکې له تېرو درېیو ورځو راهیسې څو ځله د دوی هوايي حریم ته ننوتې دي.
بنګله دېش چارواکو پلازمېنه ډاکه کې د میانمار استازی وربللی او په وینا یې په دې اړه یې ورته سخت احتجاج کړی دی. دوی دا یو پاروونکی اقدام بللی.
ملګرو ملتونو میانمار کې د روهېنګیا لږکۍ پر ضد تاوتریخوالی توکمیزه وژنه بللې.
د بشري حقونو فعالان وايي د میانمار پوځ د روهېنګیا توکمو کورونو ته اور ورته کړی دی، خو پوځ دا ردوي او وايي، دوی یوازې د سخت دریځو پر ضد فعالیت کوي او پر ملکي خلکو یې هېڅ برید نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو په وینا میانمار کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته نژدې ۴۰۰ زره روهېنګیا مسلمانان بنګله دېش ته کډوال شوي دي.
دغه هېواد کې له مخکې ګڼ شمېر روهېنګیا توکمه کسان مېشت دي.
بنګله دېش چارواکو د ځمکې یوه پراخه ټوټه د روهېنګیا کډوالو لپاره ځانګړې کړې ده.
ویل کېږي دغه سیمه کې به د ۸۰ زره کورنیو لپاره د اوسېدو زمینه برابره شي.
د بنګله دېش یوې ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه کمپ به پر اته کیلومټره ساحه خپور وي او پخواني کمپ ته څېرمه به جوړ شي.
د ورځپاڼې په خبره کمپ کې به ۸۵۰۰ موقت تشنابونه او کورونه ورغول شي.
بنګله دېش چارواکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د کمپ جوړولو چارې به ۱۰ ورځو کې بشپړې شي او نژدې ۴۰۰ زره کسان به وکولای شي په کې ژوند وکړي.
چارواکي وايي، د شنبې له ورځې روهېنګیا ماشومانو ته د پولیو او روبیلا واکسینو ورکول پیل شوي دي.
د عکس سرچینه، EPA
د میانمار ډېری اوسېدونکي بودايي مذهب دي او نژدې یو میلیون روهېنګیا مسلمانان په دغه هېواد کې ژوند کوي.
د دوی په اړه میانمار کې داسې فکر کېږي، چې له اره بنګله دېشي کډوال دي.
حکومت دوی ته د میانمار تابعیت له ورکولو انکار کړی دی، خو د روهېنګیا مسلمانانو څو نسلونو دغه هېواد کې ژوند کړی دی.
رخاین ایالت کې له ۲۰۱۲ راهیسې تاوتریخوالی روان دی او ګڼ کسان په کې وژل شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته