کابل کې د کریکټ"شپږیزه"شل اوریزې سیالۍ پیل شوې

د عکس سرچینه، b
د افغانستان په کچه د پنځو زونونو ترمنځ د کریکټ شل اوریزه سیالۍ پیل شوې .
دغه سیالۍ چې شاوخوا یوه اونۍ دوام کوي هر کال یو ځل د شپږیزې په نامه ترسره کیږي.
د کرکټ بورد چارواکي د دغو سیالیو موخه کورني کریکټ ته وده ورکول بولي.
په دغو سیالیو کې به هره ورځ څلور زونونه سره لوبه کوي.
زمزمه نیازۍ په دې اړه رپوټ کې لیکي:
د شپږیزې په نامه د پنځو زونونو شل اوریزه سیالۍ چې د کریکټ بورډ په نوښت جوړې شوې د افغانستان د کورني کریکټ تر ټولوسترې سیالۍ ګڼل کیږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي هم ګډون لري، چې د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي د پنځو زونونو لوبډلو مشري په غاړه لري.
د افغانستان د کریکټ بورډ مشر شهزاده مسعود وایي، د دغو سیالیو جوړولو نه یې موخه کورني کریکټ ته وده ورکول دي.
د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ لومړۍ سیالۍ د بند امیر او سپین غر زونونو ترمنځ او دویمه سیالۍ د بُست او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
دا د شپږیزې سیالۍ دویم ځل دی، په لومړي ځل د پنځو زونونو په کچه د دغو سیالیو اتلولي د سپین غر زون ترلاسه کړې وه چې دا ځل به د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
دغه سیالۍ چې یوه اونۍ به دوام وکړي هره ورځ به د څلور زونونو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي چې لومړۍ سیالۍ له غرمې وړاندې او بله یې له غرمې وروسته کیږي.



















