یوه افغانه مېرمن او کوچنی یې تورخم ته پر لاره مړه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عنایت الحق یاسیني
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
رپوټونه وايي، یوه میندواره مور او دهغې پر "نس" ماشوم پاکستان کې له کډوالۍ، افغانستان ته د ستنېدو پرمهال د پښتونخوا جمرود سره څېرمه د بېګاړي امنیتي کمربند سره نزدې مړه شوې ده. ویل شوي دغه مېرمن د نوم ثبتولو بهیر لپاره د اوږد انتظار له امله ژوند بایللی.
د دغه مېرمنې په اړه ډېر معلومات نه دي رسنیز شوي خو دا د خپل ډول لومړۍ پېښه نه ده چې پر دغه لاره، کورته ستنېدونکي افغانې کورنۍ له مرګونو پېښو سره مخامخېږي. له دې وړاندې بي بي سي په خیبر دره کې له یوې داسې افغانې کورنۍ سره خبرې کړې وې چې په لویه لاره د انتظار موده کې یې ماشوم زېږېدلی و.
پاکستاني چارواکي، له دې امله تر سختو نیوکو لاندې دي چې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو د کډوالو د ستنولو او هغوی سره د ناوړه چلند له رپوټونو ور هاخوا د تورخم لار وخت ناوخت تړل کېږي او د نوم لیکنې په مرکزونو کې "بیروکراسي" د دې لامل شوې چې ستنېدونکې کورنۍ له لا ډېرو کړاونو سره مخ شي.
د پاکستان له مختلفو سیمو ستنېدونکي افغان کډوال لومړی جمرود کې دې سیمې ته استول کېږي، او بیا د خیبر درې لنډیکوټل د کډوالو ساتلو لپاره جوړ شوي لنډ مهالي مرکز ته استول کېږي. خو کډوال وايي، په دې مرکز کې د ځای د کمي له امله د بیګاړي پوستې سیمه کې د کډوالو د ثبت پروسه ډېره ځنډ سره ترسره کېږي چې له امله یې کډوال د "زیاتو ستونزو" سره مخامخ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خپله دغه مرکز کې له څو ورځو سخت باران له امله هلته ستنېدونکي کسان له ډېرو سسخت کړاو سره مخامخ دي. پر ټولنیزو شبکو، دې مرکز کې د باران پر مهال ثبت شوې ویدوګانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ځايي خبریال مهراب اپریدي بي بي سي ته وویل چې" ددې ویډو له خپرېدو وروسته د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په امر مرکز ته خېمې راستول شوي دي، خو دا چې د ستنېدونکو کډوال شمېر ډېر زیات دی دا ورته بسنه نه کوي".
د کډوالو مرکز ته له رسېدلو افغانانو سربېره لوی شمېر لارۍ د جمرود او تورخم ترمنځ لاره کې ستنېدو ته انتظار کوي.
په ځايی کچه ځینو کسانو د کډوالو پرمخ خپلې حجرې پرانیستي خو دا چې د کډوالو شمېر ډېر دی ټولو ته یې رسېدا اسانه نه برېښي.
د رپوټونو له مخې دغلته بیګاه شپه هم سخت باران ورېدلی دی.
د امکاناتو د کمي ترڅنګ د کډوالو د ستنولو دې مرکز کې یو شمېر افغانان ادعا کوي چې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله له ستنېدونکو (د نوبت مخکې کولو لپاره پیسې هم اخیستل کېږي). ځايي چارواکي دا ادعا ردوی خو وايي" په دغه مرکز کې په سم ډول د خپلو مسؤولیتونو نه ترسره کولو له امله د ۱۵پولیسو دندې یې ځندولی دي".
یوشمېر کډوال بیا وايي د دې پولیسو دنده له افغانانو " د رشوت اخیستو له امله ځنډول شوې ده".
د راپورونو له مخې پولیسو پنځه کسان چې له خلکو" د پېسو په بدل کې د نوبت مخکې کولو کې ښکېل وو نیولي دی".
دې نیول شوو کې یو افغان و چې د ځايی چارواکو په وینا "افغانستان ته شړل شوی دی".
له دې لارې تېرو څو ورځو کې د کډوالو په ستنېدو کې زیاتوالی راغلی دی او د چارواکو په وینا هره ورځ په منځني ډول د ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستنیږي.



















