هند د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيواله اتلولي وګټله
د عکس سرچینه، MARTY MELVILLE
د ای سي سی له خوا د ۱۹ کلنو نړيوال جام سيالیو پايلوبه کې د هند لوبډلې استراليا ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۱۸ کال د اتلولۍ جام يې خپل کړ.
د لوبې پچه استراليا وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. د استراليا ټول لوبغاړي په ۴۷ اوورونو کې د ۲۱۶ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او هند ته يې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.
د هند لوبډلې وکولی شوی ټاکلی هدف په ۳۸ اوورونو کې يوزاې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د استراليا لپاره جانتن مېرلو په ۱۰۲ توپونو ۷۶ منډې جوړې کړې، پر ده سربېره پرام اوپال په ۵۸ توپونو ۳۴ او جک اېډورډ په ۲۹ توپونو ۲۸ منډې وکړې.
د هند انکول رای، کلمېشن نګارکوټي، شېوا سېنګ او ېشان پورل دوې دوې وېکټې واخيستي.
د عکس سرچینه، Getty Images
بله خوا د هند توپ وهونکي ښه وځېدل، منجوت کلرا په ۱۰۲ توپونو ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د ده ترڅنګ هاروېک دېسايي د ۴۷ او شوبمن ګېل د ۳۱ منډو په جوړلو وتوانېدل.
دغه سيالي د نيوزيلنډ د تورانګا په بې اول لوبغالي کې ترسره شوې.
دا څلورم ځل دی چې هند د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوالې اتلولۍ ګټي.
د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام سياليو کې افغانستان په لومړي ځل نيمه پايلوبې ته لاره ومونده او د لويو ټيمونو پر وړاندې يې ښه لوبه وکړه خو په نيمه پايلوبه کې يې استراليا ته وبايلله.
د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ هره دوه کاله وروسته کېږي، ټاکل شوې را تلونکې سيالي په ۲۰۲۰ کال کې په جنوبي افريقا کې ترسره شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته