پاکستاني طالبان وايي مسلم لیګ ن او پيپلز ګوندونه به یې له بریدونو خوندي نه وي
د عکس سرچینه، AFP
پاکستاني طالبانو په خپله وینا پاڼه کې مسلم لیګ ن او پيپلز ګوندونو ته ګواښ کړی چې له دې وروسته به یې له بریدونو خوندي نه وي او پر وړاندې به یې" ځانګړي ګامونه" اخلي.
طالبانو له خلکو غوښتي چې د دغو ګوندونو له مشرانو لرې و اوسي، چې د "دوی په بریدونو کې ورته زیان ونه رسیږي."
د پاکستاني طالبانو تحریک وایې له ډېره وخته یې د هېڅ سیاسي ګوند پر وړاندې کوم ګام نه دی پورته کړی، خو وایې نه پوهېږي چې له "بده مرغه امریکا" د دوی په مشرانو څه ډول جادو کړې ده.
د دوی اشاره ظاهرا د پیپلز ګوند د مشر او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری څرګندونو ته ده ،چې نوموړی په ښکاره د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی.
دارنګه په وینا پاڼه کې د پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف خبرو ته هم ګوته نیولې چې ګواکي د امریکا د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره یې ټول ګوند د پاکستاني طالبانو پر وړاندې جګړیزو تبلغاتو ته هڅولی دی.
پاکستاني طالبان وایې، اوس په هغه ځانګړو ګامونو او کارونو فکر کوي، څو هغه خنډونه چې د دولت له خوا په دوی تحمیل شوي له مخې لرې کړي.
د عکس سرچینه، AFP
دوی خبردار ورکړی، که د یادو ګوندونو مشران په خپلو دریځونو ټينګار وکړي، د مشرانو پر ضد به یې غچ اخېستونکي ګامونه واخلي.
په پاکستان کې دا مهال حکومتي چارې تر ډېره د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ن او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پيپلز یا خلکو ګوند په غاړه لري او دوی په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد جدي دریځ غوره کړی دی.
په همدې حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وایې پاکستان او خلکو یې له ترهګرۍ ډير زیان لیدلی او په وینا یې"دا د دوي حق دی" چې له "ترهګرو" د ځان ساتنه وکړي.
د امریکا غبرګون
نیډ پرایس په واشنګټن کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، دوی د پاکستان د ملی امنیت کمېټې له وینا پاڼې خبر دي.
د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د وروستۍ ناستې په اعلامیه کې ویل شوي"پاکستان د خپل او خلکو امنیت" ساتنې په برخه کې له خپله حقه برخمن دی.
د عکس سرچینه، State Department
په اعلامیه کې دارنګه راغلي"له ترهګرۍ سره په خپل ټول توان مبارزه کوي او د پاکستان د ملي امنیت په برخه کې هېڅ ډول خبرو اترو یا مصالحې ته اړتیا نه ويني."
پاکستان ادعا کوي چې "ترهګر" د افغانستان له خاورې د دوی پر وړاندې بریدونه کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند هم له په افغانستان کې له طالب واکمنو غوښتي چې په خپلو ژمنو ودریږي او چاته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکاریږي.
حنا رباني کر وايي "د هېواد امنیت یې سره کرښه ده"
پاکستانۍ رسنیو بیا په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کر هغه خبرې خپرې کړې چې د هغه هېواد د ملي امنیت کمېټې په ناسته کې یې کړې دي.
مېرمن کر ویلي افغانستان ته یې د سفر پر مهال افغان واکمنو ته ښکار پیغام دا و چې "د پاکستان امنیت زموږ سره کرښه" ده
د عکس سرچینه، Foreign Office, Pakistan
نوموړې همدارنګه ویلي، پاکستان له خپلو ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي او زیاتوي: "پاکستان باید د ټي ټي پي د ترهګریزو بریدونو قرباني نه شي."
اغلې کر د تېر کال ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۹ نېټه کابل ته سفر کړی و. نوموړې وایې هغه مهال طالب چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې خاوره به یې د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي.
خو په افغانستان کې طالب واکمن بیا دا تورونه نه مني او له پاکستانه څخه یې غوښتي چې له پارونکو خبرو ډډه وکړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته