کوټه: ځانمرګي برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي
د بلوچستان مرکز کوټه کې امنیتي چارواکي وايي، د سبو او مېوې منډيي کې د ځانمرګي برید له امله ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ټپیان دي. برید د جمعې پر ورځ 'اپرېل ۱۲ ' هزار ګنجي سیمه کې شوی چې تر ډېره هزاره لږکي پکې اوسي او په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر ضیاالله لانګو وايي، وژل شویو کې اته هزاره کسان، د امنیتي ځواکونو یو کس او یو ماشوم شامل دي. له دې مخکې د کوټې پولیسو ډي ای جي افسر عبدالرزاق چیمه رسنیو ته وویل، چاودنه د سابه یوه زېرمتون کې شوې.
چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې د کوټې ښار تر لرې لرې سیمو اورېدل شوی دی.
د پېښې مړي او ټپیان عامه روغتون، بولان میډیکل کمپلېکس هسپتال او شیخ زاهد روغتون ته لېږدول شوي دي. د کوټې عامه روغتون ویاند وسیم بېګ ویلي چې دوی ته ۱۱ مړي ور وړل شوي چې یو ماشوم هم پکې دی.
د شالکوټ پولیس وايي، د برید د هزاره قبیلې کسان وو چې هزار ګنجي مارکېټ ته د مېوې او سبو د پېرلو ته تللي وو.
له دې مخکې هم دې سیمه کې د هزاره قبیلې سابه او مېوه پلوري په نښه شوي دي. هزاره قبیله شیعه مذهبه ده.
د پخواني ولسمشر پروېز مشرف حکومت پر مهال بلوچستان کې د حالاتو خرابېدو پسې دا قبیله په نښه کېږي، چې معمولاً یې مسوولیت هم توندلارې مذهبي ډلې پر غاړه اخلي.
د دې بریدونو غبرګون کې د هزاره قبیلې سیمو کې امنیتي تدابیر سخت شوي او چارواکي وايي دې تدبیرونو سره تر پخوا پر دوی بریدونه کم شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته