غني د پښتون ژغورنې غورځنګ پر "ځپلو" اندېښنه وښوده
د عکس سرچینه، .
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو پر ضد تشدد مخ په زیاتېدو دی.
د اشرف غني دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې تېره شنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی لولاريي کې ووژل شو او دا غورځنګ یې مسوولیت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو اچوي.
افغان ولسمشر خپل فیسبوک کې زیاتوي، د انساني حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او ان د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ په زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښيي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر خپله ټوېټر پاڼه د ولسمشر غني دا څرګندونې غندلې دي. نوموړي لیکلي، دا ډول نامسسوله وینا (د پاکستان په کورنیو چارکې) لاسوهنه ده.
ښاغلي قریشي لیکلي، افغان مشران باید د افغان ولس کړاو ته شکایت ته پام وکړي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د اشرف غني په خبره، سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده:
"د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلن کېږي".
د نوموړي په خبره، په داسې وخت کې د سوله ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي.
که څه هم نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ نوم نه اخلي، خو پر پښتونخوا او بلوچستان سربېره پنجاب او سیند صوبو کې هم د دې غورځنګ د مظاهرو پر مهال ځینې غړي نیول شوي دي.
د عکس سرچینه، COURTESY KHURSHEED KHAN
تېره شنبه( د پرورۍ ۲) د دې غورځنګ یو مخکښ مشر او د مرکزي کمېټی غړی ارمان لوڼی ووژل شو.
د غورځنګ یوه ځايي فعال جلیل افغان بي بي سي ته وویل، لورلايي کې د پولیسو پر مرکز د برید پېښې خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ له څلور ورځني پرلت وروسته ارمان لوڼی په یوه ځايي پارک کې له ملګرو سره ناست و، چې پولیس هلته د ځینې کسانو نیولو لپاره ورغلل.
د ښاغلي افغان په خبره ارمان لوڼي پولیسو ته وویل، د دوی د هغو ملګرو نومونه دې ورکړي، چې غواړي ویې نیسي، هغوی به خپله د پولیسو مرکز ته ورشي، خو په وینا یې پولیسو پر نوموړي تشدد وکړ او ویې واژه.
د ارمان لوڼي تر وژلو وروسته پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په ورځ له ژوب او نورو سیمو د هغو خلکو د تګ مخه نیوله چې کلاسیف الله ته د ارمان لوڼي جنازې ته تلل.
که څه هم صوبايي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان دوه غړي محسن دوړ او علي وزیر تر ۹۰ ورځو په بلوچستان بند کړي دي.
خو دغه درې واړو مشرانو د امنیتي ځواکونو له خنډونو سره سره په خامو لارو ځان تر کلاسیف الله ورساوه.
د عکس سرچینه، Getty Images
صوبايي چارواکو د ارمان تر وژنې وروسته ژوب کې د پنځلسو ورځو لپاره هر ډول وسلې ګرځولو، جلسو، غونډو، پرلتونو، مظاهرو او د څلورو یا څلورو ډېرو کسانو پر ناسته بندیز لګولی دی.
خو د لوڼي د وژنې په دویمه ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه او نورو پښتني سیمو کې کاربندیز و.
د غورځنګ مشر منظور پښتین ټولو سیمو کې د لاریونونو خبره هم وکړه.
د سې شنبې په ورځ دوی اسلام اباد کې لاریون درلود، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو د دې غورځنګ یوه ملاتړې او ټولنیزه فعاله ګلالۍ اسماعیل او نور کسان ونیول.
ګلالۍ اسماعیل بي بي سي ته وویل، چې تېره شپه خوشې شوې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته