پاکستان پر پښتو 'مشال' راډیو بندیز لګولی
د عکس سرچینه، MASHAALRADIO/RFE/RL
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د مشال نومې راډیو پر دفترونو او فعالیتونو بندیز لګولی. دغه راډیو د چیک جمهوریت له پلازمېنې پراګ څخه د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو پښتون مېشتو سیمو او په ځانګړې توګه د پاکستان مېشتو پښتنو لپاره خپرونې کوي.
پاکستاني چارواکو تور پورې کړی، چې دغه راډیو د دوی په وینا د پاکستان مخالفو څارګرو ادارو له اجنډا سره سمې خپرونې کوي.
پاکستان چارواکو د یادې راډیو له مسوولینو غوښتي، چې پلازمېنه اسلام اباد کې خپل دفتر وتړي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا کار یې د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په سپارښتنه کړی دی.
په دې تړاو یوه خپره شوې اعلامیه کې د پاکستاني استخباراتي ادارې ای ایس ای له قوله ویل شوي، چې یاده راډیو د پاکستان ملي ګټو خلاف او د (یوې) مخالفې څارګرې ادارې له اجنډا سره سمې خپرونې کوي.
د مشال راډیو مسوولینو ویلي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکي دفتر ته د دې لپاره ورغلي وو، چې د دوی دفترونو پر تړلو ورسره خبرې وکړي.
د پاکستان چارواکي وايي چې دغه راډیو په خپلو خپرونو کې د پاکستان په اړه داسې انځور ورکوي، چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ځالي شته او حکومت یې د خپلو خلکو په خوندي کولو کې پاتې دولت دی.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې پر دغه راډیو تور پورې شوی، چې ګواکې پاکستان مېشت پښتانه د دولت مخالفو په توګه وړاندې کوي.
د ازادۍ راډیو مشر تهوماس کینټ د پاکستان حکومت له لوري د دوی اړوند مشال راډیو دفتر پر تړلو خواشیني څرګنده کړې:
''مشال نا دولتي خبري اداره ده، چې د امریکا کانګریس یې ملاتړ کوي او د هېڅ یوه هېواد له هېڅ څارګرې ادارې سره اړیکه نه لري. ''
ښاغلي کینټ هیله مندي ښوولې، چې دغه موضوع به له ځنډ پرته حل شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته