د یمن حکومت چې په نړیواله کچه پېژندل شوی، ایران تورن کړ، چې هېواد یې په شخړو کې ښکېلوي
په نړیواله کچه یمن کې په رسمیت پېژندل شوي حکومت هغه څه غندلي دي چې دوی یې د ایران "پرلپسې هڅې" بولي چې غواړي یمن او د منځني ختیځ نور هېوادونه د خپلو "ترهګریزو ملېشو له لارې" جګړې ته راکاږي.
د یادونې ده، چې یمن له اوږدې مودې راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی، چې په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال لا پسې سخته شوه، چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د هېواد شمال لوېدیځې سیمې په نړیواله کچه له پېژندل شوي حکومته ونیولې او وروسته د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف (چې د امریکا ملاتړ هم ورسره و) پکې مداخله وکړه.
په یوه اعلامیه کې، د ولسمشرۍ مشرتابه شورا چې له سویلي بندري ښار عدنه اداري چارې پرمخ بیايي، خو ډېری مهال له ریاض (سعودي عرب) فعالیت کوي، وویل، د ایران د رژیم په دفاع کې "د حوثي ملېشو ښکېلتیا " ښيي چې ایران "خپل جاسوسان هڅوي، چې نورې جبهې هم پرانیزي" چې پر ځان سیاسي فشار کم کړي.
یادې شورا خبرداری ورکړی چې دا چاره به په هغه هېواد کې چې له وړاندې د نړۍ له تر ټولو ناوړه بشري ناورینونو یو تجربه کوي، لا پسې "بشري او د ژوند شرایط خراب" کړي.
حوثي یاغیان ځانونه د ایران په مشرۍ د "مقاومت محور" برخه ګڼي، چې د اسرائیل، امریکا او لوېدیځ پر وړاندې ولاړ دي او د حماس او لبنان کې د حزب الله په څېر وسله والې ډلې هم شاملې دي.