تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, ټرمپ وايي که ایران ۴۸ ساعتو کې "جوړجاړي" ته غاړه کېنږدي، "دوزخ به پرې جوړ" کړي، ایران هم د تاوتریخوالي د زياتېدو په صورت کې د ورته ګواښ ګوتڅنډنه کړې

ولسمشر ټرمپ دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې ایران کې د امریکا د راغورځول شوې جنګي جیټ الوتکې د وسلو د سیسټم افسر د موندلو د لټون عملیات لا هم روان دي. د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د دې الوتکې د عملې د نیولو لپاره انعام ټاکل شوی دی. امریکايي چارواکو ویلي چې د فارس خلیج پر فضا یې یوه بله جنګي الوتکه هم ولېدلې ده.

ژوندی پوښښ

  1. ایران ګواښ کړی چې که تاوتریخوالی دوام وکړي، سیمه به د امریکا او اسرائیلو لپاره "دوزخ" وګرځي

    د ایران د وسله والو ځواکونو د همغږۍ د تر ټولو لوړې عملياتي قوماندې یوه ویاند امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالی زيات شي، ټوله سيمه به د هغوی لپاره په "دوزخ بدله" شي.

    ابراهيم ذوالفقاري د خاتم الانبيا مرکزي قرارګاه ویاند ويلي، "که تاوتریخوالی زيات شي، ټوله سيمه به ستاسو لپاره په دوزخ بدله شي د ایران د اسلامي جمهوريت د ماتولو سراب به داسې شي چې تاسو به په کې ډوب شي".

    همدا ډول د خاتم الانبيا قرارګاه قومندان علي عبداللهي هم ګواښ کړی چې د "دوزخ دروازې" به د امریکا او اسرائیلو پر مخ پرانيستل شي.

    دوی دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو ایران ۴۸ ساعته وخت لري چې یا تړون وکړي او یا د هرمز تنګی پرانيزي، "که نه دوزخ به پرې جوړ کړي."

    عبداللهي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو "یرغلګر او جګړه غوښتونکی" ولسمشر بللی او د هېواد پر زېربناوو د برید ګواښ يې "نامتوازن او احمقانه" ګام یاد کړی دی.

    نوموړی ويلي، که امریکا د ایران پر زيربناوو برید وکړي نو تهران به د امریکا د پوځ او اسرائیلو له لوري کارېدونکې زېربناوې "له کوم محدوديت پرته" په نښه کړي.

  2. د کویت دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې مو ۱۹ ډرونونه او اته توغندي شنډ کړي

    د کویت دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د هېواد په هوايي حریم کې اته توغندي او ۱۹ډرونونه شنډ کړي دي.

    یاد وزارت زياته کړې چې د دې بریدونو له امله د انساني مرګژوبلې یا مادي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

    ایران د جګړې له پیل راهیسې په مکرر ډول د خلیج پر هېوادونو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي.

  3. حوثي ډله وايي پر اسرائیلو یې توغنديز برید کړی

    په يمن کې د ایران له ملاتړه برخمنه حوثي ډله وايي د اسرائیلو پر لور یې توغندي توغولي دي.

    وړاندې د اسرائیلو د دفاع وزارت ويلي وو چې له يمن څخه د دوی پر لور توغول شوي توغندي یې شنډ کړي دي.

    په تېرو څو اونیو کې حوثيانو د اسرائیلو پر لور څو ځله توغندي توغولي دي.

  4. وروستی, د امریکا بهرنیو چارو وزارت:‌ د قاسم سلیماني خورزه او د خور لمسۍ نیول شوې دي

    د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې - قدس ځواک - د مخکیني مشر قاسم سلیماني یوه خورزه او د خور لسمۍ د جمعې پر ورځ د امریکا د فدرال مامورینو لخوا نیول شوې دي.

    دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په امریکا کې د حمیده سلیماني افشار او د هغې د لور د اوسېدو اسناد (ګرین کارډ) د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په امر باطل شوي.

    په اعلامیه کې زیاته شوې چې امریکا ته د اغلې فشار د خاوند پر ورتګ هم بندیز لګول شوی دی.

    قاسم سلیماني شاوخوا شپږ کاله مخکې د بغداد له هوايي ډګره د وتلو پر مهال د امریکا د ډرون الوتکو په برید کې ووژل شو.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې بله برخه کې راغلي، چې ښاغلي روبیو د روانې میاشتې لومړیو کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د مخکیني مشر علي لاریجاني د لور فاطمې اردشېر لاریجاني او د هغې د خاوند سید کلانتر معتمدي د اوسېدو اسناد هم لغوه کړي.

  5. بحرین: د جګړې له پیل راهیسې مو ۴۵۳ ډرونونه او ۱۸۸ توغندي شنډ کړي

    بحرین د هغو توغندیو او ډرونونو ټولیز شمېر اعلان کړی د دوی دفاعي سیستمونو له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې شنډ کړي دي.‌

    د دغه هېواد چارواکو پر خواله رسنیو یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې دفاعي سیستمونو یې د دې جګړې له پیل راهیسې د ایران د ۴۵۳ ډرونونه او ۱۸۸ توغنديو مخه نیولې ده.

    د یادونې ده چې ایراني ځواکونه پر اسرائيل سربېره د خلیج پر هغو هېوادونو هم بریدونه کوي چې امریکايي ځواکونه پکې پوځي اډې لري.

  6. وروستی, له ایران سره د امریکا او اسرائيل جګړه: تهران کې د "فاطمیون" له بیرغ سره د موټرو کاروان

    د ایران تسنیم خبري اژانس له تهرانه د "فاطمیون" له بیرغ سره د موټرونو د کاروان یوه ویډیو خپره کړې ده.‌

    فاطمیون لښکر چې له افغان شیعه وګړو جوړ دی، اصلآ د ایران د قدس ځواک لخوا په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت ملاتړ لپاره رامنځ ته شوی و.

    پخوا ویل کېدل چې د دغه لښکر غړي "د ایران د تابعیت ورکول کېدو" د ژمنې بدل کې له دې ملېشې سره یو ځای کېږي.

    مخکې ځینې ایرانیانو ویلي وو چې په تهران کې د پلټنې چک پواینټونو کې د فاطمیون وسله‌وال غړي لیدل شوي دي.‌

    تېرو ورځو کې له عراقه هم د حشد شعبي ملېشې د موټرو څو کاروانونه هم ایران ته ننوتي دي.

    د ایران حکومتي سرچینو ویل چې دغو کاروانونو د ایران خلکو ته "بشري مرستې" ور وړې دي.

    د تسنیم لخوا خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې د فاطمیون ځینو غړو د حزب‌الله بیرغ هم پورته کړی دی.

  7. ټرمپ: که ایران ۴۸ ساعتونو کې "جوړجاړي" ته غاړه کېنږدي، "دوزخ به پرې جوړ کړو"

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ایران " جوړجاړي" یا د هرمز تنګي پرانستلو لپاره ۴۸ ساعته وخت لري. ده خبرداری ورکړ که داسې ونه کړي نو "دوزخ به پرې جوړ کړي".

    په ټروت سوشل ډونالډ ټرمپ لیکلي" په یاد ولرئ ما ایران ته جوړجاړي یا هم د هرمز تنګي پرانستلو په غرض ۱۰ ورځې مهلت ورکړی و، وخت په تېرېدو دی".

    ولسمشر ټرمپ دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی دی چې ایران کې د ولېدلې امریکايي الوتکې د یو کارکوونکي لټون روان دی.

  8. وروستی, هند له اوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره ایراني تېل اخلي

    د هند د تېلو وزارت د شنبې په ورځ ویلي چې د دغه هېواد تصفیه‌خونو د منځني ختیځ د روان کړکېچ له امله، چې د هرمز تنګي له لارې یې د اکمالاتو بهیر ګډوډ کړی، ایراني نفت اخیستی دی. دا خبره د رویټرز خبري اژانس راپور کړې ده.

    هند چې د نړۍ درېیم لوی د نفتو واردوونکی او مصرفوونکی هېواد دی، د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې راهیسې یې له تهرانه هېڅ بار نه و ترلاسه کړی. دا وروسته له هغې وه چې امریکا فشار راوړی و له ایرانه خام نفت وانه‌خلي. خو پر ایران د امریکا او اسرائیل د روانې جګړې له امله د اکمالاتو ګډوډۍ دا جنوبي اسیايي هېواد سخت اغېز کړی دی.

    د هند د نفتو وزارت په اېکس کې په یوه بیان کې ویلي: "د منځني ختیځ د اکمالاتو د ګډوډۍ په حالت کې، هندي تصفیه‌خونو خپلې د خامو نفتو اړتیاوې برابرې کړې دي، چې پکې د ایران څخه هم شامل دي، او د ایراني نفتو د وارداتو د تادیې لپاره هېڅ خنډ نشته."

    همدارنګه هند د ایران ۴۴ زره ټنه مایع پټرولي ګاز (LPG) هم اخیستی، چې په یوې داسې کښتۍ کې بار و چې تر بندیزونو لاندې ده. وزارت ویلي چې دغه کښتۍ، چې د هېواد لوېدیځ کې د منګلور بندر ته د چهارشنبې په ورځ رسېدلې، اوس د سون توکي ښکته کوي.

  9. وروستی, د ایران اټومي بټۍ ته نژدې برید، اټومي څارونکو د 'لوړ پوځي زغم' غوښتنه کړې

    د اټومي انرژۍ نړیواله اداره - چې د نړۍ د اټومي چارو څارونکې اداره ده - وایي چې د بوشهر اټومي بټۍ ته نژدې د برید په اړه خبر ورکړل شوی او خپله "ژوره اندېښنه" یې څرګنده کړې ده.

    دې ادارې پر اېکس لیکلي: "د وړانګو په کچه کې هېڅ زیاتوالی نه دی راپور شوی".

    اداره زیاتوي چې د اټومي برېښنا بټیو ځایونه او شاوخوا سیمې "هېڅکله باید په نښه نه کړل شي" او د اټومي پېښې د مخنیوي لپاره د "اعظمي پوځي زغم" غوښتنه کوي.

  10. وېډیو: بیروت کې د شپې چاودنې ښودل کېږي

    دا وېدیو ښيي چې د لبنان په بیروت کې د شپې بریدونه شوي. نارنجي رڼاګانې او چاودنې لیدل کېږي او په پلازمېنه کې لوګي ښکاري چې هوا ته پورته کېږي.

    د اسرائیل پوځ (IDF) ویلي چې د شپې یې د "حزب‌الله زېربناوې" په نښه کړې دي.

  11. وروستی, د الوتکې د عملې د یوه ورک شوی غړي د موندنې لټون دوام لري

    امریکا ځواکونو پرون په جنوبي ایران کې د یوې F-15 جنګي الوتکې له غورځول کېدو وروسته، د الوتکې د عملې د یوه غړي د موندلو لپاره لټون روان ساتلی دی.

    تر اوسه تازه او مهم ټکي دا دي:

    • د الوتکې بل پیلوټ چې په الوتکه کې و، ژغورل شوی دی.
    • دولتي رسنۍ وايي، د ایران چارواکوخ خپلو وګړو ته د الوتکې د ورک شوي افسر د موندلو په بدل کې شاوخوا ۵۰,۰۰۰ پونډه (۶۶,۱۰۰ ډالر) جایزه اعلان کړې.
    • ایران ادعا کوي چې د لومړنۍ غورځېدلې الوتکې د ژغورنې ماموریت پر مهال یوه امریکايي A-10 وارهوګ یې هم وویشته.
    • سي بي اس وايي، د وارهوګ پیلوټ د خلیج له سرحده ایجیکټ شو او وروسته ژغورل شوی.
    • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اېن بي سي ته وویل: "موږ په جګړه کې یو" او ویې ویل چې پر جنګي الوتکې برید به له ایران سره پر خبرو اغېز ونه لري.
    • بله خوا، امریکا وایي له ایران سره د امریکا-اسرائیل جګړې له پیل راهیسې ۳۶۵ پوځيان په عملیاتو کې ټپیان شوي دي.
  12. وروستی, د اسرائیلو پر بني براق/براک ښار د ایران له توغندیز برید وروسته حالت

    یوازې څو شېبې وړاندې له دې چې توغندی د تل ابیب ختیځ کې د بني براق/براک پر ښار ولګي، د هوايي برید له کبله د خطر زنګونه واورېدل شول.

    وېډیو کې لیدل کېږي چې له ویشتل شوي ځایه لوګي پورته کیږي او بېړني ټیمونه په سیمه کې د بېړنیو ګاډو رڼاګانو کې هلته ځانونه رسوي

  13. وروستی, امریکا او اسرائیلو د ایران ماهشهر پر ځانګړې پتروشیمي سیمې برید کړی

    د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، د ماهشهر د ځانګړي پتروشیمي سیمې ځینې برخې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

    د خوزستان د والي امنیتي مرستیال ویلي چې په دې سیمه کې درې مرمۍ لګېدنې او زورورې چاودنې شوې دي، خو "لا هم د زیان کچه نه ده معلومه."

    ویل شوي چې په دې برید کې د فجر ۱ او ۲، رجال او امیرکبیر پتروشیمي شرکتونه هم په نښه شوي دي.

    ایراني خبري اژانسونه وایي چې په دې برید کې د انساني تلفاتو احتمال "ډېر لوړ" دی.

    په دغو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د خرمشهر په شلمچه کې سرحدي سوداګریز ترمینل هم هدف ګرځېدلی او "درانه زیانونه ورته اوښتي دي."

    د پتروشیمی ماهشهر ځانګړې اقتصادي سیمې ادارې اعلان کړی چې په سیمه کې د ټولو فعالو صنعتي واحدونو کارکوونکي ایستل شوي دي.

    دې ادارې همدارنګه ویلي چې اوس مهال احتمالي ککړونکي مواد د ګاونډيو ښارونو لپاره کوم خطر نه دی رامنځته کړی.

  14. وروستی, د امریکا دوه جنګي الوتکې چې ویل کېږي ایران ویشتلې دي

    د جمعې په ورځ F-15E جنګي جیټ د ایران په جنوب کې وغورځېده، چې له امله یې امریکا او ایران دواړه د ورکې شوې امریکايي عملې د موندلو هڅې کوي.

    د دې الوتکې پیلوټ ژغورل شوی، خو د وسلو د سیسټم مسؤل افسر لا هم ورک دی.

    په همدې حال کې، ایران ادعا کوي چې د خلیج په فضا کې یې د امریکا یوه بله جنګي الوتکه هم راغورځولې ده.

    د امریکا رسنۍ وایي چې د A-10 Warthog الوتکه د لومړۍ غورځېدلې الوتکې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال تر برید لاندې راغلې.

    د دې الوتکې پیلوټ د خلیج پر سر ځان وغورځاوه (ایجکټ شو) او وروسته وژغورل شو، لکه څنګه چې د بي‌بي‌سي امریکايي ملګرې خبري شبکې CBS راپور ورکړی دی.

  15. د ایران جګړه: وروستي معلومات څه دي؟

    • ایران ادعا کوي چې دوه امریکایي جنګي الوتکې یې ویشتلې دي، یوه ایف-۱۵ چې د هېواد په سویل لویدیځ کې یې الوتنه کوله او دوهمه الوتکه چې د ایف-۱۵ عملې د ژغورنې په ماموریت کې ښکېله وه.
    • د امریکا دفاع وزارت وروستي معلومات ښيي، چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې ټولټال۳۶۵ امریکایي پوځيان په جګړه کې ټپیان شوي دي.
    • په ایران کې د نسکورې شوې ایف-۱۵جنګي الوتکې د تسلیحاتو افسر د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.
    • د کوهګیلویه او بویر احمد ولایت چارواکو هم ویلي،چې د پیلوټ د نیولو لپاره اقدامات روان دي.
    • امریکایي چارواکو د فارس خلیج پرسر د اې-۱۰وارتهاګ جنګي الوتکې د نسکورېدواعلان کړی او په وینا یې پیلوټ ژغورل شوی دی.
    • ورته مهال راپورونه وايي، پر هغه چورلکه چې د نسکورې شوې ایف-۱۵ ژغورل شوی پیلوټ یې لېږداوه د سپکووسلو ډزې شوې، خو بالاخره د عملې له څو غړو سره په خوندیتوب سره کېناسته.
    • د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دا پیښه به له ایران سره د جګړې پایته رسولو په خبرو اغېز ونه کړي.
    • د تهران په وخت له نیمې شپې څو دقیقې مخکې، د ایران پلازمېنې البرز په لمنو کې د توچل، جماران، اباک، جمشیدیه او کلاکچل کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
  16. د ایران په جګړه کې د ټپي شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۳۶۵ته ورسېد،۱۳وژل شوي

    له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې ټولټال۳۶۵ امریکایي پوځيان په جګړه کې ټپیان شوي دي. دا شمېر د امریکا د دفاع وزارت لخوا چمتو شوي وروستيو معلوماتو کې څرګند شوی.

    سملاسي روښانه نه ده چې ایا دې شمېر کې په ایران کې د امریکا د جنګي الوتکې غورځېدو پېښه کې د عملیاتو په ترڅ کې ټپیان شوي کسان هم شامل دي او که نه.

    د جمعې پرورځ خپاره شوي معلومات ښيي، چې د مړو شمېر ۱۳تنه دي.

    د وسله والو ځواکونو د بېلابلو څانګو ټپیان:

    ځمکنی پوځ - ۲۴۷

    سمندريځواکونه - ۶۳

    مرین ځواکونه - ۱۹

    هوايي ځواک - ۳۶

  17. وروستی, پر هغو امریکايي چورلکو ډزې شوې، چې د نسکورې شوې الوتکې پیلوټ یې لېږداوه

    په ایران کې د نسکورې شوې ایف-۱۵ جنګي الوتکې د پیلوټ موندلو د عملیاتو په ترڅ کې د امریکایي چورلکو پر لور د سپکو وسلو د ډزو انځورونه ثبت شوي دي، چې پکې د امنیتي کسانو او لږ تر لږه د یوه ملکي وګړي لخوا د ښکار ټوپک کارېدل ښکاري.

    امریکایي چارواکو د این بي سي شبکې ته ویلي چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال دوې پوځې چورلکې د سپکو وسلو تر ډزو لاندې راغلې دي.

    سي بي اېس چې په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ ده، خپل راپور کې وايي، هغه چورلکه چې د نسکورې شوې ایف-۱۵ ژغورل شوی پیلوټ یې لېږداوه، د لاسي وسلو تر برید لاندې راغله، څو تنه عمله ټپیان شول، خو چورلکه په خوندي توګه کېناسته.

    د عملې دویم غړي چې د وسلو سیسټم افسر دی، لټون لا هم له دواړو لوریو روان دی.

    د کهګیلویه او بویراحمد ولایت مرستیال والي ویلي: ''د نادرکه شوي پیلوټ د پېژندنې او نیولو لپاره د امنیتي، انتظامي او ولسي ځواکونو هڅې دوام لري.''

    امریکایي سرچینې وایي چې ټولوټپیانولومړنۍ درملنه ترلاسه کړې او د لا نورو طبي مرستو لپاره به ولېږدول شي.

    د ژغورنې د عملیاتو انځورونه، چې په خوزستان او کهګیلویه او بویراحمد کې د نوروز د رخصتیو په وروستیو ورځو کې ثبت شوي، خورا ډېر لاس پر لاس شوي او پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

    ډېرو خلکو داپوښتنه راپورته کړې چې څنګه د امریکا هوايي ځواک داسې ښکاري چې پرته له جدي خنډه خپل عملیات ترسره کوي، او د ایران د هوايي دفاع وضعیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

  18. این بي سي خبري شبکه: ټرمپ وايي، د جنګي الوتکې غورځېدو پېښه به له ایران سره پر خبرو اغېز و نه کړي

    د این بي سي نیوز خبري شبکې رپوټ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له قوله وايي، د جنګي الوتکې غورځېدو پېښه به له ایران سره د جګړې ختمولو پر خبرو هېڅ اغېز و نه کړي.

    په رپوټ کې ویل شوي، په یوه لنډه ټیلیفوني مرکه کې له ولسمشر وپوښتل شول، چې د نن پېښې به کوم اغېز ولري؟ د نوموړي ځواب و،: ''نه، بالکل نه. نه، دا جګړه ده. موږ په جګړه کې یو.''

  19. وروستی, سرچینې وايي، په تهران کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي, غونچه حبیبي ازاد-بي بي سي فارسي څانګه

    دوو سرچینو راته وویل، چې د ایران پلازمېنې تهران په ختیځه برخه کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. درې نور وايي، په هوا کې یې د جنګي الوتکو غږونه اورېدلي دي.

    ایراني چارواکي وايي، په ښار کې د هوايي دفاع سیسټمونه فعال شوي دي.

  20. وروستی, د ایران دولتي رسنۍ د ایراني پوځ له قوله وايي، یوه امریکایۍ جنګي الوتکه یې ویشتلې ده, غونچه حبیبي ازاد- بي بي سي فارسي څانګه

    د ایران دولتي تلویزیون راپور کې د ایراني پوځ په حواله ویل شوي،"یوه امریکایی اې-۱۰ ډوله الوتکه د ایران د پوځ هوايي دفاعي ځواک سیسټمونو لخوا ویشتل شوې او د ایران په سویل فارس خلیج کې نسکوره شوې.

    رپوټ زیاتوي، چې دا څو ساعته مخکې د هرمز تنګي شاوخوا ویشتل شوې وه.

    دا معلومه نه ده چې ایا دا هماغه اې-۱۰ وارتهاګ ډوله الوتکه ده، چې په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ په رپوټ کې یې په هکله ویل شوي، چې د ایف-۱۵ ډوله الوتکې لټون هڅو په ترڅ کې ویشتل شوې او که نه.