تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: د اېف۱۵ جټ د عملې دویم غړی هم ژغورل شوی؛ ایران وايي درې نورې امریکایۍ الوتکې یې راغورځولې دي

ډونلډ ترمپ ویلي په ایران کې د غورځېدلي اېف۱۵ جټ د عملې دویم غړی هم ژغورل شوی او دا چې د هغه د ژغورنې په ماموریت کې یوه امریکايي ته هم مرګژوبله نه ده اوښتې. ایراني ځواکونه بیا وايي، د دغه پیلوټ ژغورنې لپاره یې د امریکا د عملیاتو پر مهال په اصفهان کې دوه امریکایۍ چورلکې او یوه ترانسپورتي الوتکه راغورځولې دي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د اسرائيل پوځ: تېره ورځ او شپه مو د ایران ۱۲۰ دفاعي سیستمونه هدف ګرځولي دي

    اسرائيلي ځواکونه وايي چې په تېره یوه ورځ او شپه کې یې د ایران له ۱۲۰ ډېر دفاعي او توغوونکي سیستمونه په نښه کړي دي.‌

    د اسرائیل پوځ پر خپله ایکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې پر دفاعي سیستمونو سربېره د سپاه پاسداران اړوند د بالېستیک توغندیو او ډرون الوتکو د ساتل کېدو بېلابېل مرکزونه او تاسیسات هم هدف ګرځېدلي دي.

    اسرائیلي ځواکونو ویلي، په دغو بریدونو کې لمنځه تللو دفاعي سیستمونه د دوی د هوايي ځواک الوتکو لپاره مستقم ګواښ ګڼل کېده.

  2. وروستی, په ایران کې د غورځېدلو امریکايي الوتکو تصویرونه

    ایراني رسنیو د امریکايي ځواکونو لخوا په دغه هېواد کې د غورځېدلي اېف۱۵ جنګي جټ د عملې دویم غړي ژغورلو لپاره د ترسره شویو عملیاتو پر مهال د نسکورو شویو امریکايي الوتکو تصویرونه خپاره کړي دي.

    ورمخکې امریکايي رسنیو د دغو عملیاتو پر مهال د امریکا د دوو ترانسپورتي الوتکو د لمنځه تللو خبر ورکړی و.

    نیویارک ټایمز د یوه پوځي چارواکي په حواله ویلي، دوو ترانسپورتي الوتکو ته چې د عملیاتو پر مهال له کاره لوېدلې وې چاودنه ورکړ شوې چې د ایرانيانو لاس ته کېنوځي.

    خو د ایران خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د اصفهان سویل کې د امریکا د دوو بلک‌هاک چورلکو او یوې سي۱۳۰ ترانسپورتي الوتکې د ویشتلو ادعا کړې ده.‌

  3. وروستی, نیویارک ټایمز: د اېف۱۵ جټ د عملې د دویم غړي ژغورنې لپاره د عملیاتو پر مهال د امریکا دوه ترانسپورتي الوتکې لمنځه تلل

    په ایران کې د امریکا د غورځول شوي اېف۱۵ جنګي جټ د عملې د دویم غړي موندلو لپاره تېره شپه د ترسره شویو عملیاتو جزییات، چې ظاهرآ نښتې هم پکې شوې، ورو ورو په راوتلو دي.

    نیویارک ټایمز وايي په دغو عملیاتو کې "سلګونو ځانګړو ځواکونو" برخه اخیستې،‌ او د امریکا دوه ترانسپورتي الوتکې چې داسې ښکاري په ایران کې کښته شوې وې، نسکورې شوې دي.

    دې ورځپاڼې د امریکا د یوه پوځي چارواکي په حواله لیکلي "یو وروستی خنډ پاتې وو چې د ژغورنې عملیات یې وځنډول."

    د دغه چارواکي په وینا دوه ترانسپورتي الوتکې چې ټاکلې وه کومانډو ځواکونه او ژغورل شوی پیلوټ یې خوندي ځای ته لېږدولي وای، د ایران په یوه لېرې پراته هوايي ډګر کې ایسارې شوې.

    نوموړي زیاته کړې چې وروسته درې نورې الوتکې واستول شوې چې امریکايي ځواکونه راوباسي او له کاره لوېدلو الوتکو ته چاودنه ورکړي چې د ایرانیانو لاس ته ور نه شي.‌

    تر دې ورمخکې فراجا ویلي وو چې د اصفهان سویل کې یوه سي‌۱۳۰ امریکایۍ الوتکه راغورځول شوې ده.

    سپاه پاسداران هم په اصفهان کې د یوې امریکایۍ الوتکې د ویشتل کېدو خبر ورکړی و، خو د دې الوتکې د نوعیت په اړه یې څه نه وو ویلي.

    خو د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ویلي، چې د غورځېدلي اېف۱۵ جټ د عملې د دویم غړي ژغورنې لپاره د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د اصفهان په سویل کې د "دښمن" دوه بلک‌هاک چورلکې او یوه سي۱۳۰ ترانسپورتي الوتکه ویشتل شوې دي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ اعلان کړی چې د غورځېدلي جټ د عملې د دویم غړي د لټون او ژغورنې په ماموریت کې ان یوه امریکايي ته هم مرګژوبله نه ده اوښتې.

  4. وروستی, سپاه پاسداران: د اصفهان سویل کې د "دښمن" یوه الوتکه نسکوره شوې ده

    د ایران سپاه پاسداران ویلي د اصفهان سویل کې یې د امریکا یوه الوتکه چې د ویشتل شوي اېف۱۵ جنګي جټ د عملې د دویم غړي په لټون بوخته وه، راغورځولې ده.

    دغو ځواکونو د دې الوتکې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.‌

    هممهاله فراجا چې د مالوماتو ورکولو مرکز دی، ویلي د اصفهان په سویل کې یوه سي‌۱۳۰ امریکایۍ الوتکه چې د ژغورنې د عملیاتو په ملاتړ بوخته وه، غورځول شوې ده.

    د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې په ایران کې د وېشتل شوي اېف۱۵ جنګي جټ د عملې دویم غړی هم ژغورل شوی او دا چې د هغه د لټون او ژغورنې په ماموریت کې ان یوه امریکايي ته هم مرګژوبله نه ده اوښتې.

  5. وروستی, ایران بحرین کې د باپکو انرژیز شرکت پر تاسیساتو برید کړی

    په بحرین کې باپکو انرژیز په نوم د تېلو شرکت نن (یکشنبه) اعلان کړی چې د ایران تر یوه برید وروسته یې د زېرمتون تاسیساتو په یوه مخزن کې اور لګېدلی دی.‌

    دغه شرکت په دې پېښه کې د ځان زیان په اړه څه نه دي‌ ویلي.‌

    باپکو انرژیز په بحرین کې د تېلو له سترو شرکتونو ګڼل کېږي.‌

    دغه شرکت په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، اور وژل شوی او د ور اوښتي زیان پر ارزونه بوخت دي.‌

  6. ډونلډ ټرمپ: د اېف ۱۵ الوتکې د عملې دویم غړی ژغورل شوی او خوندي دی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په ایران کې د راپرځېدلې اېف ۱۵ جنګي الوتکې د عملې د دویم غړي د لټون او ژغورنې عمليات پايته رسېدلي او هغه "خوندي او روغ" ژغورل شوی دی.

    ښاغلي ټرمپ ويلي د پرځېدلې الوتکې دغه عمله "ټپي" شوی دی.

    ښاغلي ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ يوه پوسټ کې لیکلي، "زما ملګرو امریکایانو په تېرو څو ساعتونو کې زموږ د درناوی وړ یوه ډګروال لپاره د امریکا پوځ د هېواد په تاریخ کې د لټون او ژغورنې تر ټولو زړور عمليات ترسره کړل زه په ویاړ سره تاسو ته ويلی شم چې هغه اوس خوندي او روغ دی".

    ټرمپ زیاته کړې، "زما په لارښوونه د هغه د ژغورنې لپاره د امریکا لسګونه الوتکې واستول شوې چې په نړۍ کې تر تولو وژونکې وسلې لري. هغه ټپي دي او بېرته به روغ شي".

    ښاغلي ټرمپ لیکلي، "دا حقیقت چې موږ وکولای شول دا دواړه عملیات پرته له دې چې یو امریکایی هم ووژل یا حتی ټپي شي ترسره کړو، یو ځل بیا دا ثابتوي چې موږ د ایران په اسمان کې د پام وړ هوايي تسلط او برتري ترلاسه کړې ده."

    د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې راغلې چې د "تور غره" (کهګیلویه) په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو پرمهال د امریکایي او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه خپاره شوي.

  7. وروستی, رسنۍ وايي په ایران کې د راپرځول شوې امریکايۍ الوتکې دویم پيلوټ ژغورل شوی دی

    امریکایي چارواکو د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس ته ويلي چې په ایران کې د راپرځول شوې اېف ۱۵ جنګي الوتکې د عملې دويم غړی د يکشنبې په سهار د امریکايي ځواکونو له خوا موندل شوی دی.

    دا لا نه ده روښانه چې دغه کس خوندي ځای ته لېږدول شوی که څنګه.

    د لټون او ژغورنې د عملياتو په اړه هم ډېر معلومات نه دي خپاره شوي خو یو کس چې د دغو عملياتو په اړه معلومات لري دا یې د لټون "ستر" جنګي ماموريت بللی دی.

    بي بي سي ته معلومه شوې چې د لټون او ژغورنې د عملياتو پر مهال د امریکايي او ایراني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

  8. په کویت کې د انرژۍ پر مرکز، د تېلو وزارت پر ودانۍ او د اوبو تصفيې پر مرکز برید شوی

    د کویت حکومت تائید کړې چې د ایران لخوا د ډرون بریدونو له امله د انرژۍ دوه مرکزونه، د تېلو وزارت ودانۍ او د اوبو پاکولو فابریکه زیانمنه شوې ده.

    تر دې مخکې، د ایران بریدونو له کبله د دولتي دفترونو کمپلیکس زیانمن شوی او د کویت د تېلو وزارت دفتر هم اور اخیستی و.

    اسرائیلو هم تائید کړې چې له ایرانه د دوی پر لور توغندي توغول شوي، خو په وینا یې پوځ یې مخه نیولې ده.

  9. ټرمپ ادعا کړې چې پر تهران برید کې 'ګڼ' ایراني پوځي قومندانان وژل شوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشل یوه ویډیو شریکه کړې چې د هغه په ​​وینا د ایران په پلازمینه تهران کې یې 'لوی برید' کړی دی.

    ولسمشر ټرمپ ادعا کړي چې د برید په پایله کې "د ایران ډېری پوځي مشران چې د هېواد د کمزوري او غیر عقلاني مشرتابه مسؤل دي، له منځه وړل شوي."

    د ټرمپ لخوا شریکه شوې ویډیو د شپې لویې چاودنې ښیې. په هرصورت، دا روښانه نه ده چې ویډیو چېرته یا کله ثبت شوې ده.

    امریکایی چارواکو په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي، او تهران تر اوسه د ټرمپ ادعاوو ته ځواب نه دی ورکړی.

  10. ایران ګواښ کړی چې که تاوتریخوالی دوام وکړي، سیمه به د امریکا او اسرائیلو لپاره "دوزخ" وګرځي

    د ایران د وسله والو ځواکونو د همغږۍ د تر ټولو لوړې عملياتي قوماندې یوه ویاند امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالی زيات شي، ټوله سيمه به د هغوی لپاره په "دوزخ بدله" شي.

    ابراهيم ذوالفقاري د خاتم الانبيا مرکزي قرارګاه ویاند ويلي، "که تاوتریخوالی زيات شي، ټوله سيمه به ستاسو لپاره په دوزخ بدله شي د ایران د اسلامي جمهوريت د ماتولو سراب به داسې شي چې تاسو به په کې ډوب شي".

    همدا ډول د خاتم الانبيا قرارګاه قومندان علي عبداللهي هم ګواښ کړی چې د "دوزخ دروازې" به د امریکا او اسرائیلو پر مخ پرانيستل شي.

    دوی دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو ایران ۴۸ ساعته وخت لري چې یا تړون وکړي او یا د هرمز تنګی پرانيزي، "که نه دوزخ به پرې جوړ کړي."

    عبداللهي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو "یرغلګر او جګړه غوښتونکی" ولسمشر بللی او د هېواد پر زېربناوو د برید ګواښ يې "نامتوازن او احمقانه" ګام یاد کړی دی.

    نوموړی ويلي، که امریکا د ایران پر زيربناوو برید وکړي نو تهران به د امریکا د پوځ او اسرائیلو له لوري کارېدونکې زېربناوې "له کوم محدوديت پرته" په نښه کړي.

  11. د کویت دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې مو ۱۹ ډرونونه او اته توغندي شنډ کړي

    د کویت دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د هېواد په هوايي حریم کې اته توغندي او ۱۹ډرونونه شنډ کړي دي.

    یاد وزارت زياته کړې چې د دې بریدونو له امله د انساني مرګژوبلې یا مادي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

    ایران د جګړې له پیل راهیسې په مکرر ډول د خلیج پر هېوادونو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي.

  12. حوثي ډله وايي پر اسرائیلو یې توغنديز برید کړی

    په يمن کې د ایران له ملاتړه برخمنه حوثي ډله وايي د اسرائیلو پر لور یې توغندي توغولي دي.

    وړاندې د اسرائیلو د دفاع وزارت ويلي وو چې له يمن څخه د دوی پر لور توغول شوي توغندي یې شنډ کړي دي.

    په تېرو څو اونیو کې حوثيانو د اسرائیلو پر لور څو ځله توغندي توغولي دي.

  13. وروستی, د امریکا بهرنیو چارو وزارت:‌ د قاسم سلیماني خورزه او د خور لمسۍ نیول شوې دي

    د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې - قدس ځواک - د مخکیني مشر قاسم سلیماني یوه خورزه او د خور لسمۍ د جمعې پر ورځ د امریکا د فدرال مامورینو لخوا نیول شوې دي.

    دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په امریکا کې د حمیده سلیماني افشار او د هغې د لور د اوسېدو اسناد (ګرین کارډ) د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په امر باطل شوي.

    په اعلامیه کې زیاته شوې چې امریکا ته د اغلې فشار د خاوند پر ورتګ هم بندیز لګول شوی دی.

    قاسم سلیماني شاوخوا شپږ کاله مخکې د بغداد له هوايي ډګره د وتلو پر مهال د امریکا د ډرون الوتکو په برید کې ووژل شو.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې بله برخه کې راغلي، چې ښاغلي روبیو د روانې میاشتې لومړیو کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د مخکیني مشر علي لاریجاني د لور فاطمې اردشېر لاریجاني او د هغې د خاوند سید کلانتر معتمدي د اوسېدو اسناد هم لغوه کړي.

  14. بحرین: د جګړې له پیل راهیسې مو ۴۵۳ ډرونونه او ۱۸۸ توغندي شنډ کړي

    بحرین د هغو توغندیو او ډرونونو ټولیز شمېر اعلان کړی د دوی دفاعي سیستمونو له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې شنډ کړي دي.‌

    د دغه هېواد چارواکو پر خواله رسنیو یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې دفاعي سیستمونو یې د دې جګړې له پیل راهیسې د ایران د ۴۵۳ ډرونونه او ۱۸۸ توغنديو مخه نیولې ده.

    د یادونې ده چې ایراني ځواکونه پر اسرائيل سربېره د خلیج پر هغو هېوادونو هم بریدونه کوي چې امریکايي ځواکونه پکې پوځي اډې لري.

  15. وروستی, له ایران سره د امریکا او اسرائيل جګړه: تهران کې د "فاطمیون" له بیرغ سره د موټرو کاروان

    د ایران تسنیم خبري اژانس له تهرانه د "فاطمیون" له بیرغ سره د موټرونو د کاروان یوه ویډیو خپره کړې ده.‌

    فاطمیون لښکر چې له افغان شیعه وګړو جوړ دی، اصلآ د ایران د قدس ځواک لخوا په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت ملاتړ لپاره رامنځ ته شوی و.

    پخوا ویل کېدل چې د دغه لښکر غړي "د ایران د تابعیت ورکول کېدو" د ژمنې بدل کې له دې ملېشې سره یو ځای کېږي.

    مخکې ځینې ایرانیانو ویلي وو چې په تهران کې د پلټنې چک پواینټونو کې د فاطمیون وسله‌وال غړي لیدل شوي دي.‌

    تېرو ورځو کې له عراقه هم د حشد شعبي ملېشې د موټرو څو کاروانونه هم ایران ته ننوتي دي.

    د ایران حکومتي سرچینو ویل چې دغو کاروانونو د ایران خلکو ته "بشري مرستې" ور وړې دي.

    د تسنیم لخوا خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې د فاطمیون ځینو غړو د حزب‌الله بیرغ هم پورته کړی دی.

  16. ټرمپ: که ایران ۴۸ ساعتونو کې "جوړجاړي" ته غاړه کېنږدي، "دوزخ به پرې جوړ کړو"

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ایران " جوړجاړي" یا د هرمز تنګي پرانستلو لپاره ۴۸ ساعته وخت لري. ده خبرداری ورکړ که داسې ونه کړي نو "دوزخ به پرې جوړ کړي".

    په ټروت سوشل ډونالډ ټرمپ لیکلي" په یاد ولرئ ما ایران ته جوړجاړي یا هم د هرمز تنګي پرانستلو په غرض ۱۰ ورځې مهلت ورکړی و، وخت په تېرېدو دی".

    ولسمشر ټرمپ دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی دی چې ایران کې د ولېدلې امریکايي الوتکې د یو کارکوونکي لټون روان دی.

  17. وروستی, هند له اوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره ایراني تېل اخلي

    د هند د تېلو وزارت د شنبې په ورځ ویلي چې د دغه هېواد تصفیه‌خونو د منځني ختیځ د روان کړکېچ له امله، چې د هرمز تنګي له لارې یې د اکمالاتو بهیر ګډوډ کړی، ایراني نفت اخیستی دی. دا خبره د رویټرز خبري اژانس راپور کړې ده.

    هند چې د نړۍ درېیم لوی د نفتو واردوونکی او مصرفوونکی هېواد دی، د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې راهیسې یې له تهرانه هېڅ بار نه و ترلاسه کړی. دا وروسته له هغې وه چې امریکا فشار راوړی و له ایرانه خام نفت وانه‌خلي. خو پر ایران د امریکا او اسرائیل د روانې جګړې له امله د اکمالاتو ګډوډۍ دا جنوبي اسیايي هېواد سخت اغېز کړی دی.

    د هند د نفتو وزارت په اېکس کې په یوه بیان کې ویلي: "د منځني ختیځ د اکمالاتو د ګډوډۍ په حالت کې، هندي تصفیه‌خونو خپلې د خامو نفتو اړتیاوې برابرې کړې دي، چې پکې د ایران څخه هم شامل دي، او د ایراني نفتو د وارداتو د تادیې لپاره هېڅ خنډ نشته."

    همدارنګه هند د ایران ۴۴ زره ټنه مایع پټرولي ګاز (LPG) هم اخیستی، چې په یوې داسې کښتۍ کې بار و چې تر بندیزونو لاندې ده. وزارت ویلي چې دغه کښتۍ، چې د هېواد لوېدیځ کې د منګلور بندر ته د چهارشنبې په ورځ رسېدلې، اوس د سون توکي ښکته کوي.

  18. وروستی, د ایران اټومي بټۍ ته نژدې برید، اټومي څارونکو د 'لوړ پوځي زغم' غوښتنه کړې

    د اټومي انرژۍ نړیواله اداره - چې د نړۍ د اټومي چارو څارونکې اداره ده - وایي چې د بوشهر اټومي بټۍ ته نژدې د برید په اړه خبر ورکړل شوی او خپله "ژوره اندېښنه" یې څرګنده کړې ده.

    دې ادارې پر اېکس لیکلي: "د وړانګو په کچه کې هېڅ زیاتوالی نه دی راپور شوی".

    اداره زیاتوي چې د اټومي برېښنا بټیو ځایونه او شاوخوا سیمې "هېڅکله باید په نښه نه کړل شي" او د اټومي پېښې د مخنیوي لپاره د "اعظمي پوځي زغم" غوښتنه کوي.

  19. وېډیو: بیروت کې د شپې چاودنې ښودل کېږي

    دا وېدیو ښيي چې د لبنان په بیروت کې د شپې بریدونه شوي. نارنجي رڼاګانې او چاودنې لیدل کېږي او په پلازمېنه کې لوګي ښکاري چې هوا ته پورته کېږي.

    د اسرائیل پوځ (IDF) ویلي چې د شپې یې د "حزب‌الله زېربناوې" په نښه کړې دي.

  20. وروستی, د الوتکې د عملې د یوه ورک شوی غړي د موندنې لټون دوام لري

    امریکا ځواکونو پرون په جنوبي ایران کې د یوې F-15 جنګي الوتکې له غورځول کېدو وروسته، د الوتکې د عملې د یوه غړي د موندلو لپاره لټون روان ساتلی دی.

    تر اوسه تازه او مهم ټکي دا دي:

    • د الوتکې بل پیلوټ چې په الوتکه کې و، ژغورل شوی دی.
    • دولتي رسنۍ وايي، د ایران چارواکوخ خپلو وګړو ته د الوتکې د ورک شوي افسر د موندلو په بدل کې شاوخوا ۵۰,۰۰۰ پونډه (۶۶,۱۰۰ ډالر) جایزه اعلان کړې.
    • ایران ادعا کوي چې د لومړنۍ غورځېدلې الوتکې د ژغورنې ماموریت پر مهال یوه امریکايي A-10 وارهوګ یې هم وویشته.
    • سي بي اس وايي، د وارهوګ پیلوټ د خلیج له سرحده ایجیکټ شو او وروسته ژغورل شوی.
    • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اېن بي سي ته وویل: "موږ په جګړه کې یو" او ویې ویل چې پر جنګي الوتکې برید به له ایران سره پر خبرو اغېز ونه لري.
    • بله خوا، امریکا وایي له ایران سره د امریکا-اسرائیل جګړې له پیل راهیسې ۳۶۵ پوځيان په عملیاتو کې ټپیان شوي دي.