وروستی, نتنیاهو: د قدس ځواک د ۸۴۰مې قطعې قوماندان مو هم وژلی دی
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي د سپاه پاسداران د استخباراتو پر مشر مجید خادمي سربېره یې د قدس ځواک د ۸۴۰مې قطعې قوماندان 'اصغر باقري' هم وژلی دی.
نتنیاهو پر ایکس پاڼه لیکلي، چې باقري د ایران د حکومت د جګپوړو پوځيانو له ډلې و او دا چې د اسرائیلیانو په وژلو کې یې لاس درلود.
د اسرائيل ټایمز رسنۍ د پوځي سرچینو په حواله لیکلي چې د نوموړي اصلي نوم "یزدان میر" او په "سردار باقري" مشهور و.
نتنیاهو ټینګار کړی چې "موږ ځواکمن او په کلک هوډ عمل کوو او هر هغه کس به تعقیب کړو چې غواړي موږ ته زیان ورسوي."
۲۰۲۵ کال کې اروپايي شورا د محمد انصاري په نوم کس د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې یا قدس ځواک د ۸۴۰مې قطعې مشر بللی او پر هغه یې بندیزونه لګولي وو.
دې شورا ویلي چې نوموړي د هغو بهر مېشتو ژورنالیستانو د ترور امر صادر کړی چې د ایران پر حکومت نیوکې کوي.