رویټرز د یوې
باخبره سرچینې په حواله وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو او ایران له جګړې د لاس
اخیستلو په تړاو له پاکستانه یوه طرحه ترلاسه کړې ده.
دې سرچینې ویلي، چې تېره شپه د دې طرحې په تړاو له تهران
او واشنګټن سره نظر تبادله شوی.
ویل کېږي د دې طرحې له مخې په دوو پړاو کې لومړی د سملاسي
اوربند او ورپسې د یوې جامع هوکړې وړاندیز شوی دی.
دې سرچینې ویلي "نن باید پر ټولو عناصور هوکړه
وشي."
ویل شوي چې په لومړي سر کې به یو هوکړهلیک تنظم شي، چې
د پاکستان لخوا له بریښنايي لارې وروستی کېږي.
دې سرچینې رویټرز ته ویلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاسم
منیر "ټوله شپه" د امریکا له مرستیال ولسمشر جیډي وېنس، منځني ختیځ
لپاره د ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس
عراقچي سره په اړیکه کې و.
تهران او واشنګټن لا رسمآ په دې تړاو څه نه دي ویلي.
تېره روځ اکیسوس رسنۍ د امریکایي، اسرائيلي او سیمهییزو
سرچینو په حواله رپوټ ورکړی و، چې ایران، امریکا او سیمهییز منځګړي د جګړې پای ته
رسولو هوکړې د یوې برخې په توګه د ۴۵ ورځني اوربند په تړاو پر خبرو بوخت دي.
اکسیوس ویلي وو چې دا هوکړه به په دوو پړاو کې پلې شي.