د اوکرایین جګړه؛ مسکو کې د ډرون تازه برید شوی
د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین ويلي، په دغه ښار کې بیا د ډرون بریدونه شوي دي.
د ښاغلي سوبیانین په وینا یو ځل بیا چاودېدونکی ډرون له هغه اسمانڅکي سره جنګول شوی چې د یکشنبې پر ورځ هم په ورته برید کې په نښه شوی و.
د مسکو ښاروال وايي دغه برید کې د 'موسکوا سېټي کمپلکس' د دې اسمانڅکې ودانۍ یوویشتم پوړ ته یو څه زیان اوښتی، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې.
هغه زیاته کړې چې څو نور ډرونونه راغورځول شوي دي.
له دې سره د روسیې دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د مسکو سیمه کې دوه اوکراییني ډرونونه د هوايي دفاع سیستمونو په وسیله ویشتل شوي دي.
د دغه وزارت اعلامیه کې راغلي چې دریم ډرون د بریښنايي جګړې تجهیزاتو په وسیله له ځپل کېدو وروسته موسکوا سیټي کمپلکس کې پر یوه غیر استوګنیزه ودانۍ راپرېوتی.
په دې وروستیو کې د روسیې پر پلازمېنې د ډرون بریدونه ډېر شوي او کرېملین یې پړه پر اوکرایین اچوي.
خو کیېف عموما په زغرده پر دغو بریدونو تبصره نه کوي.
د زېلېنسکي پر پلرني ټاټوبي خونړی برید
د عکس سرچینه، Getty Images
مسکو کې د ډرون تر دغو تازه بریدونو څو ساعته مخکې د اکرایین کریفيېریه ښار کې د روسیې په راکټي بریدونو کې د یوه ۱۰ کلن ماشوم او د هغه د مور په ګډون ۶ کسان وژل شوي وو.
د اوکرایین کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې نږدې ۷۰ کسان ټپي شوي هم دي.
د ځايي چارواکو په وینا د روسي ځواکونو توغندي د ملکیانو د استوګنې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ او یوه پوهنتون لګېدلي دي.
سیمه ییز والي سېرهي لیاڅک د دغه برید د قربانیانو په یاد یو ورځنی ماتم اعلان کړی.
کریفیېریه د اوکرایین د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي پلرنی ټاټوبی دی.
روسي ځواکونه پر دغه ښار پرله پسې بریدونه کوي.
همدا تېره جون میاشت هم دغه ښار کې د روسیې په پراخو راکټي بریدونو کې په یوه ورځ ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپي شوي وو.
کریفیېریه شاوخوا ۶۰۰ زره اوسیدونکي لري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته