دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دویمه ناسته؛ نړۍ څه غواړي او د طالبانو تمې څه دي؟
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹مه جوړېږي. دا د خپلې بڼې دویمه ناسته ده چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ په دوحه کې جوړېدونکې ده او خپله د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په کې برخه اخلي.
لومړۍ غونده د تېر ۲۰۲۳ کال د مۍ په لومړیو کې جوړه شوې وه.
ټاکل شوې دې کې هم لکه د تېر په څېر د شاوخوا شلو هېوادونو استازي پر افغانستان بحثونه وکړي، خو دا غونډه هم د تېرې هغې په څېر د بندو دروازو تر شاه د خبریالانو له کمرو لېرې ساتل کېږي.
د لومړنیو مالوماتو له مخې، د امریکا، روسیې، د افغانستان د ګاونډیو او د سیمې د مهمو هېوادونو استازې دغې ناستې ته وربلل شوي دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د خپل پلاوي په مشرۍ دوحې ته رسېدلی دی.
بحثونه به پر څه ورټول وي؟
د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه او په ځانګړي ډول امریکايي ديپلوماتان هڅه کوي چې په افغانستان د طالبانو له حکومت سره د نړۍ چلن له "یوه دریځه وي." د دوحې په تېره غونډه کې هم یوه سلا پر دې شوې وه چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د کابو کولو لپاره دې نړیواله ټولنه د طالبانو له حکومت سره ښکېله پاتې شي.
که څه هم د طالبانو ځینې مخالفان په افغانستان د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو ښکېلتیا سره مخالف دي او په دې اړه یې غونډې هم کړې دي، خو د سیمې هېوادونه، امریکا او ملګري ملتونو په دې باور دي چې د طالبانو له حکومت سره له ښکېلتیا پرته بله لار نه لري، خو هممهاله دا ټینګار هم کوي چې دا ښکېلتیا د طالبانوحکومت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده.
د دوحې په دوه ورځنیو ناستو کې به د ملګرو ملتونود عمومي منشي له لوري د ارزونکي فریدون سینیور اوغلو خپلواکو اروزونو باندې هم بحث کېږي چې امنیت شورا د رایو په اکثریت د ۲۰۲۳کال په ډسمبر کې تائید کړې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې له عمومي منشي غوښتنه کړې وه چې د افغانستان په اړه خپلواکې ارزونې ورته وړاندې کړي. د همدې لپاره ښاغلي اوغلو د افغانستان به بېلابیلو ولایتونو کې له خلکو، طالب چارواکو او بهرنیانو سره خبرې کړې وې او پر بنسټ یې خپلې ارزونې لیکلې وې.
د هغه په ارزونو کې یوه مهم وړاندیز دا و چې نړیواله ټولنه او مرسته کوونکي دې له افغانستان سره ښکېلتیا ته دوام ورکړي. د هغه په وړاندیزونو کې دا هم ویل شوي و چې د نړیوالې ټولنې په اقتصاد او سیاست کې د افغانستان د بېرته ورګډېدو لپاره یوې تګلارې ته اړتیا شته.
اوس اټکل دا دی چې ښايي د دوحې په مجللو هوټلونو کې د دوه ورځینو ناستو پر مهال پر همدغسې یوې تګلارې او بهیر هم بحث وشي- هاغسې چې په ارزونو کې یې وړاندیز شوی او امنیت شورا یې هم ملاتړ کړی دی.
طالبان د څه په تمه دي؟
د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان د طالبانو د حکومت استازي د دوحې تېرې غونډې ته نه وو بلل شوي. که څه هم د طالبانو حکومت په کې د ګډون بیا بیا غوښتنه کوله. دا ځل بلنه ورکول شوې، خو د طالبانو حکومت په دې ناسته کې د ګډون لپاره دا ځل خپل شرطونه وړاندې کړي دي.
ځینو طالب سرچینو بيبيسي ته ویلي، د ملګرو ملتونو له چارواکو سره پر همدې شرطونو د ټینګار لپاره طالب پلاوی لا هم د ګډون لپاره نه دی ټاکل شوی. طالبان غواړي په دې ناسته کې "د افغانستان د رسمي حکومتي استازو په ډول برخه واخلي" او غواړي ځان ډاډه کړي چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره هم وګوري.
د طالبانو حکومت یو بل اعتراض دا دی چې ملګري ملتونه دې د فریدون سینیور اوغلو د وړاندیز له مخې د افغانستان لپاره بل ځانګړی استازی نه ګوماري. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د یوناما دفتر په افغانستان کې پرانیستی او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم په کې فعالیت کوي، نو "دویم استازي ته اړتیا نه ویني."
د ښاغلي اوغلو په وړاندیزو کې ویل شوي چې دغه استازی به له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان د اړیکو او ښکېلتیا لپاره کار کوي.
د طالبانو بله اندېښنه دغې ناستې ته د نورو افغانانو، ښځو او مدني فعالانو ور بلل هم یادېږي. که څه هم ملګرو ملتونو تر اوسه په دغه غونډه کې د نورو افغان برخه والو لیست نه دی په ډاګه کړی خو اټکل دا دی چې ګڼ شمېر ښځې او مدني فعالان هم وربلل شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته