هغه افغان چې په ټېک ټاک یې د "ځانمرګي برید" ګواښ کړی و، په امریکا کې په رسمي ډول تورن شو
د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
امریکايي چارواکو ويلي چې په ټېکساس کې يو افغان وګړی د "بمونو جوړولو او ځانمرګي بريد ګواښونو" له کبله تورن پېژندل شوی دی.
د امریکا عدليې وزارت د سې شنبې په ورځ (۲ ډسمبر) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ټېکساس د فورټ ورت سيمې اوسېدونکی ۳۰ کلن محمد داود الکوزي د نومبر پر ۲۳ پر ټېک ټاک، اېکس او فېسبوک خپره شوې ويډيو کې ګواښونه کړي دي.
د امریکا عدليې وزارت ويلي په ویډیو کې الکوزی د "طالبانو" ستاينه کوي او پر امریکايانو د "ځانمرګي بريد" کولو ګواښ کوي.
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي ای) ډلاس مشر جوزف روتراک ويلي، "د يوې ګواښوونکې انلاين ويډيو د راپورونو پر اساس د اېف بي ای د ترهګرۍ ضد ګډ کاري ځواک دا کس د تاوتریخوالي له ترسره کولو وړاندې نيولی دی".
لويې څارنوالې پامېلا بونډي ويلي، چې الکوزی "د بايډن د ادارې پر مهال امریکا ته لېږدول شوی او لکه څنګه چې ادعا کېږي دا یې روښانه کړې چې هغه دلته د امریکايي وګړو د وژلو لپاره راغلی دی."
که چېرې نوموړی په ايالتي کچه د ګواښوونکي پيغام ورکولو په تور پړ وپېژندل شي، هغه ته تر پنځو کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدلی شي.
الکوزی یوه اوونۍ وروسته له هغه ونيول شو چې د ملي ګارډ دوه سرتېري په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ته څېرمه په ډزو ووژل شول.
يو ۲۹ کلن افغان رحمان الله لکڼوال په دې پېښه کې رسماً د قصدي قتل لومړۍ درجې تور ولګول شو.
امریکايي چارواکو منلې چې رحمان الله لکڼوال یو وخت په افغانستان کې له سيایاې سره کار کاوه.
د ملي ګارډ پر غړو بريد پراخ غبرګونونه راوپارول او د ټرمپ ادارې د کډوالۍ په پاليسو کې پراخ بدلونونه راوستل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډزو هغه پېښه د امریکا ملي امنیت ته یو لوی ګواښ وباله او متحدو ایالتونو د ټولو افغانانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې بهیر وځنډاوه او ویې ویل چې دا پرېکړه د "امنیت او د تفتیش پروټوکولونو" بیاکتنې ته انتظار باسي.
له هغه وروسته د امریکا متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د ټولو پناه غوښتنو په اړه یې پرېکړې درولې دي.
د نومبر پر ۲۸مه بیا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د "درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحدو ایالتونو ته کډوالي "دایمي بنده کړي."
ټرمپ د خواله رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي و، چې دا پرېکړه به امریکا د کډوالۍ له هغو پالیسیو په بشپړه توګه رغېدو ته پرېږدي، چې د ده په وینا د ډېرو امریکایانو "ګټې او د ژوند شرایط" یې له منځه وړي دي.
څلور ورځې وړاندې د امریکا د کورني امنيت وزارت د څو نورو افغان وګړو نومونه او عکسونه خپاره کړل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مختلفو تورونو له کبله نيول شوي وو. ياد وزارت وايي دا وګړي به له امریکا وايستل شي.
د کورني امنيت وزارت پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلی چې دا وګړي د لسګونو زرو افغانانو په ډله کې راغلي وو چې د جو بايډن ادارې له خوا له "چاڼ" پرته امریکا ته لېږدول شوی وو.
دغه وزارت د جو بايډن د ولسمشرۍ پر مهال د دوی د تېر يا بګرونډ او د قضيې ارزونې پروسې په ترسره کولو نیوکه کړې او وايي، دغو وګړو "د امریکا سخاوت ته په تاوتريخوالي سره ځواب ورکړ."
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته