د اټومي بریدونو ضد د "قیامت ورځې" الوتکه
د عکس سرچینه، Getty Images
د "قیامت د ورځې" الوتکه د بوېنګ (Boeing E- 4B) ماډل یوه الوتکه ده، چې د سختو بېړنیو حالاتو لکه اټومي بریدونو او نورو ویجاړونکو ناورینونو پر مهال د قوماندې د مرکز په توګه سمبال شوې چې د امریکا مشرتابه وکولی شي د کړکېچ د مدیریت او د هېواد د چارو د سمبالولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.
دغه الوتکه چې په ۱۹۷۴ کال کې د سړې جګړې په اوج کې چمتو شوه، موخه یې د یوه داسې هوایي یا الوتونکي د قوماندې مرکز برابرول وو، چې که په امریکا کې وضعیت له کنټروله ووځي او پر ځمکه د امریکا د قوماندې او کنټرول مرکزونه له کاره ولوېږي، د کار وړ وي.
دا الوتکه، چې د جګړې د حالاتو لپاره تیاره شوې، د یو هوایي مرکز په توګه کارول کېږي چې د امریکا ولسمشر، د دفاع وزیر، او د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشران یې د کړکېچونو او سختو بېړنیو حالاتو پر مهال کاروي، چې د وضعیت کنټرول وساتي او د دولت له نورو برخو سره اړیکه ټینګه کړي.
د "قیامت د ورځې" الوتکه کولی شي د اوو ورځو لپاره په پرلهپسې توګه پرته له ځنډه الوتنه وکړي. همدارنګه دغه الوتکه د جنګي الوتکو له یوې ټولګې (اسکادرن) هم د زیاتې وړتیا لرونکې ده.
د الوتکې جوړښت
د عکس سرچینه، Getty Images
متحده ایالات د E-4B ماډل د څلورو الوتکو یوه ټولګه لري چې د کال په اوږدو کې دوراني الوتنې کوي چې خپل پوځي چمتووالی خوندي وساتي. د امریکا هوايي ځواک دا مهال د بوېنګ 8-747 ماډل د پنځو الوتکو پر بیا جوړولو او جوړښت کار کوي، چې وړاندې د سویلي کوریا هوايي شرکت (Korean Air) کارولې، د دې لپاره چې د اوسنیو E-4B الوتکو پر ځای وکارول شي. دا الوتکې به د وړانګو او الکټرومقناطیسي ضربو ضد زغرو، مخابراتي انتنونو، کمپیوټرونو او ماموریتي سیسټمونو سمبال وي، چې ورسره به پرمختللی داخلي ډیزاین او په هوا کې د تېلو اخیستلو وړتیا هم ولري. د دې پنځو الوتکو لګښت نږدې ۱۳ میلیارده ډالره دی.
د قیامت ورځې الوتکه داسې ځانګړتیاوې لري چې د اټومي ناورینونو او نورو کړکېچونو پر مهال د الوتنې لپاره غوره انتخاب دی، ځکه دا الوتکه د اټومي بریدونو، سایبري بریدونو او الکترومقناطیسي اغېزو پر وړاندې د مقاومت داسې وړتیاوې لري چې په نورو الوتکو کې نشته، سربېره پر دې د توغندیو توغولو وړتیا هم لري.
دا الوتکه په هوا کې د څلورو انجنونو په وسیله مخکې ځي، په مایل ډوله وزرونو سمبال ده او په هوا کې د تېلو اخیستلو امکان هم لري.
متحده ایالاتو د قیامت ورځې الوتکه له Boeing E-4A ماډل (چې د ۱۹۷۴ تر وروستیو پورې چلښت کې وه) E-4B ماډل ته لوړه کړه. امریکایي هوايي ځواک خپله لومړۍ B ماډل الوتکه په ۱۹۸۰ کې تیاره کړه او تر ۱۹۸۵ کال پورې د قیامت ورځې ټولګه په بشپړه توګه B ماډل ته بدل شو. د امریکایي هوايي ځواک په وینا، دا الوتکه د ملي بېړنیو حالاتو یا د ځمکنیو قوماندې مرکزونو د ویجاړېدو پر مهال کارول کېږي، چې د امریکا مشرتابه ته د قوماندې، کنټرول او مخابراتو یو داسې مرکز برابر کړي چې د امریکایي ځواکونو د لارښوونې او امرونو لپاره لوړه وړتیا ولري. دا الوتکه د طبیعي پېښو لکه توپانونو او زلزلو وروسته هم د بېلابېلو برخو له قوماندې مرکزونو سره اړیکه ټینګوي. دا الوتکه په اصل کې د بوېنګ ۷۴۷-۲۰۰ ملکي الوتکې پوځي نسخه ده. دا مرکز د جګړې پر مهال د بېړنیو امرونو د ورکړې او تر نورمال حالت پورې د ملکي واکمنۍ د چارو د همغږۍ لپاره هم کارول کېږي.
ځانګړنې یې څه دي؟
پرلهپسې الوتنه: "د قیامت ورځې الوتکه" کولی شي پرته له ځنډه تر اوو ورځو پورې الوتنه وکړي.
نړیواله اړیکه : د الوتکې عمله او په هغې کې ناست کسان د الوتنې پر مهال د نړۍ له هر ګوټ سره اړیکه نیولی شي.
پوځي ځواک: د دې الوتکې ځواک د امریکا د هوايي دفاعي ځواک له ټول الوتکو زیات دی.
خوندیتوب: دا الوتکه د اټومي برید، شهابي ډبرو او هر ډول بل هوايي ځواک پر وړاندې د خوندیتوب لپاره ډیزاین شوې.
پرلپسې کار: د دې الوتکې انجڼونه په ورځ کې ۲۴ ساعته او په کال کې ۳۶۵ ورځې کار کوي؛ یعنې کار یې نه درېږي او په هر ډول بېړني حالت کې سم لاسي الوتنې ته چمتو وي.
بیه: د یوې الوتکې بیه ۲۲۳ میلیونه امریکایي ډالره ده.
نړیوال کې نورې بېلګې: له متحده ایالاتو وروسته یوازې روسیه یوازینی هېواد دی چې داسې الوتکه لري.
سم لاسي الوتنه: د وړانګو ضد وسایلو په لرلو سره، دا الوتکه د برید له پیلېدو یوازې څو دقیقې وروسته الوتنه کولی شي.
جوړښت: دا الوتکه درې پوړه لري او خورا پرمختللي وسایل پکې لګول شوي دي چې د الکټرومقناطیسي ضربو پر وړاندې یې مقاومت ډېروي.
څارنه: د الوتکې قوماندان د ننه پر سکرینونو باندې د ولسمشر، مرستیال ولسمشر، دفاع وزیر، بهرنیو چارو وزیر او لوی څارنوال د ځایونو د معلومولو وړتیا لري.
د اوبتلونو کنټرول: د سمندر په تل کې پټ اوبتلونه د سمندر له هرې برخې له دې الوتکې پوځي امرونه ترلاسه کولی شي.
له ایر فورس ون سره توپیر: دا الوتکه له "ایرفورس ون" (Air Force One) سره توپیر لري، چې یوازې د ولسمشر د عادي سفرونو لپاره ځانګړې شوې وي.
د "قیامت ورځ" الوتنې
د عکس سرچینه، Getty Images
د قیامت ورځې الوتکه، یا په بل نوم د قیامت ورځې بېړۍ، دوراني او منظمې الوتنې کوي ترڅو خپل عملیاتي او پوځي چمتووالی ډاډمن کړي او وګوري چې ټولې وړتیاوې یې په سمه توګه کار کوي. پر دې ځانګړې الوتکې د رسنیو پام هغه مهال زیات شو چې ډونلډ ټرمپ په لومړي ځل ولسمشر شو او د هغه او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ لفظي جګړه توده شوه.
دواړو مشرانو د ۲۰۱۸ جنورۍ کې پر یوه بل سخت لفظي وارونه وکړل. کیم جونګ اون ویلي وو چې "د اټومي بم تڼۍ یې تل پر مېز پرته ده چې امریکا جګړه پیل نه کړي." له هغې وروسته، دا لویه الوتکه تېر کال د جون په میاشت کې واشنګټن ته د سفر پر مهال ولیدل شوه، او سږ کال په جنورۍ کې هم بیا څرګنده شوه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته