محمد باقر قالیباف: هغه پوځي- سیاستوال چې ښايي له امریکا سره د سولې خبرو مشري وکړي

    • Author, پوریا مهرویان
    • دنده, بي بي سي - فارسي څانګه
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ورځ تر بلې مهم رول لوبوي او راپورونه وایي چې د روانې جګړې په ترڅ کې ور ته له امریکا سره د خبرو دنده سپارل شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د یوې پاکستانۍ سرچینې له قوله راپور ورکړی چې قالیباف د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یو ځای د اسرائیلو د هدفونو له لیسته ایستل شوی دی.

سرچینې ویلي:

"اسرائیلیانو د هغوی موقعیتونه معلوم کړي وو او غوښتل یې له منځه یې یوسي. موږ امریکا ته وویل که هغوی هم ووژل شي، نو بیا به د خبرو لپاره څوک پاتې نه شي. له همدې امله امریکا له اسرائیلو وغوښتل چې شا ته شي."

پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ له منځګړو هېوادونو یو دی.

که څه هم ۶۴ کلن قالیباف خپلو دښمنانو ته خبرداری ورکړی چې د "خپلې خاورې د دفاع هوډ" مه ازمايئ او پر اېکس (پخواني ټویټر) یې د "بې ‌وقفې بریدونو" ګواښ کړی، خو د امریکاۍ رسنۍ پولیتیکو د راپور له مخې ځینې امریکايي چارواکي هغه د خبرو لپاره مناسب شریک بولي.

قالیباف مخکې هم څو ځله د ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو ناکامې هڅې کړې دي، خو اوس چې ډېر لوړ پوړي مشران د امریکا-اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي، له سپاه پاسداران انقلاب ځواک سره د هغه نږدې اړیکي، د حکومت په بېلابېلو برخو کې تجربه او د یو عملي سخت دریځي په توګه یې اغېز ښايي د واک یوې لوړې کچې ته ورسوي.

"د کوتک په کارولو ویاړو"

قالیباف د ایران شمال ختیځ ښار تورغبه کې په یوه مذهبي او کارګرې کورنۍ کې زېږېدلی دی. دا ښار مشهد ته نږدې دی، چې د اسلامي انقلاب ځینې مهم شخصیتونه پکې اوسېدلي دي.

ده په ۱۶ کلنۍ کې د انقلابي روحانیونو په درسونو کې ګډون پیل کړ، چې په هغوی کې د راتلونکي مذهبي مشر علي خامنه‌ يي هم شامل و.

د ۱۹۷۹ له اسلامي انقلابه وروسته قالیباف له عراق سره په جګړه کې برخه واخیسته او په ۲۰ کلنۍ کې له سپاه پاسداران سره یوځای شو. دوه کاله وروسته د یوې جګړه ‌ییزې قطعې قوماندان شو او تر ۱۹۸۸ پورې، چې جګړه پای ته ورسېده، پر همدې دنده پاتې شو.

قالیباف هماغه کال کې واده وکړ او د واده مراسمو کې یې د هغه مهال مذهبي مشر روح ‌الله خمیني هم ګډون کړی و. دوی درې ماشومان لري.

ده وروسته هم پرمختګ وکړ او په ۱۹۹۷ کې د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان شو.

په ۱۹۹۹ کال کې د محصلینو اعتراضونو ایران ولړزاوه. دا اعتراضونه د یوې اصلاح ‌طلبه ورځپاڼې د تړلو له امله پیل شوي وو او په زور وځپل شول، ګڼ کسان پکې ووژل شول، او باور کېږي چې قالیباف پخپله هم په دې تاوتریخوالي کې ښکېل و.

په یوه افشا شوي غږیز فایل کې دی وايي:

"زما یو عکس شته چې په ۱۰۰۰ سي سي موټرسایکل ناست یم او کوتک مې په لاس کې دی... هر کله چې سړک ته د راوتلو او کوتکو کارولو اړتیا وي، موږ هماغه کسان یو او موږ پرې ویاړو."

له هغه وروسته ۲۴ قوماندانانو د هغه مهال ولسمشر محمد خاتمي ته یو سخت لیک ولیکه او د سپاه پاسداران د مداخلې ګواښ یې وکړ. قالیباف ویلي و، چې دی د هغه لیک له لیکونکو یو و.

هغه لیک د سیاست په ډګر کې د سپاه پاسداران د نفوذ څرګندونه ګڼل کېږي.

له پولیسو تر تهران ښاروالۍ

له اعتراضونو یو کال وروسته، قالیباف د ۳۹ کلنۍ په عمر د پولیسو مشر وټاکل شو.

په خپل پنځه کلن ماموریت کې یې د بېړنیو پېښو ملي ټیلیفون سیستم جوړ کړ او د شکایتونو بهیر یې اسانه کړ. نوموړي د پولیسو لپاره د بهرنیو موټرو برابرول خپله لاسته راوړنه ګڼله، خو منتقدین یې وايي لګښت یې ډېر لوړ و.

په ۲۰۰۵ کې یې استعفا وکړه او د ولسمشرۍ لپاره یې ځان کاندید کړ. تر ماتې وروسته د تهران ښاروال شو او ۱۲ کاله یې دا دنده ترسره کړه، چې تر ټولو اوږده موده ګڼل کېږي.

قالیباف د مټرو پراختیا او د صدر لویې لارې په څېر ترافیکي پروژو پراختیا کې مهم رول درلود.

خو په ۲۰۱۶ کې د "نجومي املاکو" رسوايي کې د هغه شهرت زیانمن شو، چې په کې چارواکو ته په نیمه بیه ملکیتونه ورکړل شوي وو.

دغه راز د پلاسکو ۱۷ پوړیزې ودانۍ نړېدل، چې لږ تر لږه ۲۰ اور وژونکي پکې ووژل شول، د ښاروالۍ کمزورۍ یې په ډاګه کړې.

خو له دې هر څه سره سره دی نه له دندې لیرې شو او نه هم استیضاح شو. په ۲۰۲۰ کې یې پارلمان کې یوه څوکۍ وګټله او وروسته د پارلمان مشر وټاکل شو.

د ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو ناکامې هڅې او د پارلمان مشري

قالیباف تل ولسمشر کېدل غوښتل، خو د ۲۰۰۵، ۲۰۱۳، ۲۰۱۷ او ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ناکام پاتې شو.

لومړی ځل یې خپله پوځي سابقه مهمه وبلله، خو وروسته یې ځان د لوړو زدکړو لرونکی او پیلوټ معرفي کړ.

هغه ځان "جهادي مدیر" هم بولي، چې پوځي نظم او ژمنتیا لري.

که څه هم هغه د اصلاح ‌طلبانو مخالف ګڼل کېږي، خو وروستیو کلونو کې یې له محافظه ‌کارو سره اختلافات هم ښکاره شوي.

د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې ډېرو سخت دریځو د هغه مخالفت وکړ او غوښتل یې چې له ټاکنو ووځي.

نوې رسوایي او سیاسي راتلونکی

په ۲۰۲۲ کې یو ځل بیا هغه مهال د فساد په تور کې ښکېل شو، چې د کورنۍ داسې عکسونه یې خپاره شول چې ترکیې ته له یوه سفر وروسته یې د ماشومانو یوې ګرځنده ځانګو په ګډون ډېر توکي راوړل.

منتقدینو هغه په "ریاکارۍ او دوه مخۍ" تورن کړ، خو ده خپلو پلویانو ته ویل، چې دا سیاسي دسیسه ده.

له دې سره بیا هم په ۲۰۲۴ کې د پارلمان مشر وټاکل شو.

اوس چې ایران په حساس پړاو کې دی، د جګړې مدیریت او د پوځي او حکومتي مشرانو ترمنځ همغږي ښايي د هغه سیاسي ځواک نور هم زیات کړي.