تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, افغانستان کې د تعلیمي کال پیل؛ څلور کاله کېږي افغان نجونې له زدکړو محرومې دي

په افغانستان کې نوی ښوونیز او تحصیلي کال د نجونو له ګډون پرته پیل شو، خو دا څلورم پرله‌پسې کال دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بېرته ښوونځیو ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي او د زدکړو دروازې لا هم د دوی پر مخ تړلې پاتې دي. وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو رسمي زدکړې، د لوړو زدکړو مرکزونه او پوهنتونونه بند شول.

لنډیز

  • ✍🏻 📖 نن په افغانستان کې نوی تعلیمي (ښوونیز) او تحصیلي کال پیل شو.
  • ✍🏻 📖 بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د نجونو پر زدکړو بندیز پای ته ورسوي
  • ✍🏻 📖 دا پنځم پرله‌پسې کال دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.
  • ✍🏻 📖 د طالبانو حکومت، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېد، د یوې مودې لپاره د نجونو پوهنتونونه او مکتبونه پرانیستي وساتل، خو وروسته یې اعلان وکړ چې تر بل ثاني امر پورې تړلي دي.
  • ✍🏻 📖 هم‌مهاله، د نجونو او هلکانو لپاره زرګونه دیني مدرسې روانې دي او ورځ تر بلې پراخېږي.
  • ✍🏻 📖 سره له دې چې کورني او نړیوال فشارونه موجود دي، طالبانو تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره کوم مشخص وخت نه دی اعلان کړی.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, "د خونې په کونج کې چې خپل کتابونه ګورم ډېره خپه کېږم"

    طالبان وايي، افغان ولس دې د منځني ښوونځیو بېرته پرانیستو لپاره تر دویم امره (امر ثاني) صبر وکړي.

    خو له ښوونځي منع کړل شوې نجونې له څه باندې څلورو کالو راهیسې د دغه ثاني امر راتلو ته انتظار دي.

    له کابله د نهم ټولګي زدکوونکې بي‌بی‌سي ته په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي‌ خپل برخلیک ته اندېښمنه ده او په وینا یې"د خونې په کونج کې چې خپل کتابونه ګورم ډېره خپه کېږم."

  2. وروستی, "زړه ته مې نه لوېده چې د ښوونځي د بندېدو موده به دومره اوږده وي"

    افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځي نجونې وايي، لیک او لوست یې لومړنی بشري حق دی.

    له کونړه د اتم ټولګي یوه زدکوونکې چې د خوندیتوب لپاره یې له نوم اخیستو ډډه کوو، بي‌بي‌سي ته په یوه استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي "زړه ته مې نه لوېده چې د ښوونځيو د بندېدو موده به دومره اوږدېږي."

  3. وروستی, "غوښتل مې انجنیره شم او خپل هېواد ته خدمت وکړم"

    افغانستان کې د پرلپسې څلورم کال لپاره ښوونیز کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو له ګډون پرته پیل شو.

    بي‌بي‌سي د دې ورځې لپاره له ښوونځیو محرومو ځینو نجونو سره خبرې کړي دي.

    له دې ډلې یوه یې رڼا ده چې شپږم ټولګي پورې یې زدکړې کړي او څه باندې څلور کاله کېږي چې په کور ناسته ده.

    هغه وايي، ترې کشران وروڼه یې اوس پوهنتون کې زدکړې کوي، خو دا لا هم په کور کېنول شوې او د ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.

  4. وروستی, د نجونو د زدکړو په اړه د ځینو افغان مېرمنو غوښتنه

    د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو ځینو مېرمنو له بي بي سي سره‌ په خبرو کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوی د لوڼو او خویندو پر مخ دې د ښوونځي دروازې خلاصې کړي.

    دوی وایي، که نجونې تعلیم و نه کړي نو افغانستان کې به هېڅ وخت ثبات رانه شي.

  5. وروستی, "څلور کاله کېږي چې قلم او کتابونه مې زما په څېر خاموشه شوي"

    طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته له رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د ښوونځي نجونې له زدکړو راوګرځولې او بیا یې نجونې پوهنتون ته له تګ هم محرومې کړې.

    سږ د ۱۴۰۵ هجري شمسي ښوونیز کال له پیلېدو سره به ګڼ هلکان ښوونځيو ته روان وي، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم په کور ناستې دي او د درس د دوام حق نه لري.

    له کونړه د ښوونځي یوه زدکوونکې چې څلور کاله کېږي له زدکړو بې برخې شوې وايي، له دې ټولو ناکراریو سره لا هم هیله لري چې د ښوونځي دروازې به یې پر مخ پرانیستل شي.

  6. وروستی, "د ښوونځيو له بندېدو وروسته مې نجونو ته د دیني زدکړو تدریس پیل کړی"

    افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځي نجونې وايي، لیک او لوست یې لومړنی بشري حق دی.

    له کونړه د اتم ټولګي یوه زدکوونکې چې د خوندیتوب لپاره یې له نوم اخیستو ډډه کوو، بي‌بي‌سي ته په یوه استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي "زړه ته مې نه لوېده چې د ښوونځيو د بندېدو موده به دومره اوږده شي."

  7. وروستی, د طالبانو له حکومته د افغان نجونو غوښتنه

    په افغانستان کې څلور کاله کېږي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ حق نه لري.

    اوس تعلیمي کال پیل شوی خو بیا هم د طالبانو حکومت خپل دا بندیز ایسته کړی نه دی.

    له افغانستانه په ځلونو خلکو د دې غوښتنه کړې چې باید نجونو او ښځو ته د تعلیم د دوام حق ورکړل شي.

    یوه ماشومه بي بي سي سره غږېدلې او وایي، غواړي له شپږم ټولګي پورته هم ښوونځي ته لاړه شي. موږ یې د خوندیتوب لپاره مخ پټ کړی.

  8. وروستی, "درې کاله کېږي انلاین ښوونځي کې درس وایم او انلاین کتابتون کې ژباړې کوم"

    سره له دې چې د شپږم ټولګي پورته ښوونځيو بندښت ګڼې نجونې خپه او ناهیلې کړي، خو یو شمېر نورو بیا په کور کې له دغه فرصته ګټه اخیستې او لاسته راوړنې یې لرلې دي.

    کابل کې د اتم ټولګي یوې زدکوونکې بي‌بي‌سي ته په یوه ویډیويي پیغام کې چې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پېلېدو په تړاو ده، ویلي، څه باندې څلورو کالو کې د خیاطۍ او کمپیوټر بېلابېلو‌ پروګرامونو تر څنګ څلور ژبې زده کړي او دې برخه کې یې هڅې لا روانې دي.

    هغه وايي،‌ درې کاله کېږي چې د کاناډا په یوه انلاین ښوونځي کې زدکړې کوي او تر څنګ یې په یوه انلاین کتابتون کې د ژباړنې په توګه کار کوي.

    له ښوونځي منع کړل شوې دا زدکوونکې وايي، سره له دې چې درس وايي، خو د ښوونځي ټلۍ په خوږ اوازا پسې خپه ده.

  9. وروستی, بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د نجونو پر زدکړو بندیز پای ته ورسوي

    د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي نجونې په خوندي ډول بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته ستنېدای شي.

    بخښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو د زد‌کړو د دوامداره محرومیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره له شپږم ټولګي پورته نجونې او د پوهنتون محصلانې لا هم له ښوونځیو او لوړو زد‌کړو بې‌ برخې دي.

    د دې سازمان د جنوبي اسیا څانګې ټینګار کړی چې افغان نجونې له څلورو کلونو ډېر وخت راهیسې له رسمي زدکړو بې‌ برخې ساتل شوې دي، چې دې کار د یوه بشپړه ځوان نسل لپاره مهم تعلیمي فرصتونه له منځه وړي دي.

    په اعلامیه کې یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره په خوندي توګه زمینه برابره کړي.

    بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زد‌کړو دوامداره محدودیتونه به د هېواد پر پرمختګ او د ځوان نسل پر راتلونکې جدي او اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.

  10. وروستی, 'د تړلو ښوونځیو تیارو او وېره کې د هیلو یو څرک'

    نرګس (مستعار نوم) څوارلس کلنه ده. هغه وايي، له څو کلونو راهیسې یوه وېرونکي خوب پسې اخیستې وه، د ۱۴۰۴ کال په پسرلي کې د ښوونځي دروازو تړل کېدل، هغه وخت چې د لومړني ښوونځي زده کونکي ښوونځیو ته تلل، خو دا نه شوه تللی.

    دا مهال افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي وروسته د زده کړو اجازه نه لري.

    نرګس وايي، "هغه ورځ چې ښوونځي پیلېدل، زه په یوه کوټه کې ناسته وم، له خپلې کورنۍ مې پټ او غلي ژړل، ځکه نه مې غوښتل هغوی خپه کړم. خور مې راغله ... هغه هم له څو کلونو راهیسې له دې رنځه ځورېږي، ځکه خو پوهېده چې زه احساس لرم. هغې زه په غېږ کې ونیولم او راته ویې ویل، 'موږ باید هیله مند اوسو او خپلو هڅو ته دوام ورکړو."

  11. وروستی, "څلور کاله کېږي چې قلم او کتابونه مې زما په څېر خاموشه شوي"

    افغانستان کې له شپږم پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو نړیوالو بنسټونو اندېښنې څرګندې کړي،‌ خو افغانې نجونې په دې برخه کې د یوه عملي ګام غوښتنه کوي.

    له کابله د اتم ټولګي یوه زدکوونکې وايي،‌ "څلور کاله کېږي چې قلم او کتابونه مې زما په څېر خاموشه شوي"

    هغه وايي‌، څلور کاله مخکې به هر سهار په شوق پاڅېدم او ښوونځي ته به تلم،‌ خو اوس احساسوم چې یو چا پورته کړې یم او په یوه کنده کې یې اچولې یم چې و وتلو هیڅ لاره یې نشته."

    له زدکړو محرومې دا زدکوونکې له طالبانو غواړي چې ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي.

  12. ملګري ملتونه: له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان له سخت کړکېچ سره مخامخوي

    ملګرو ملتونو او د حقونو نورو ملاتړو ټولنو د زدکړې نړیوالې ورځې (۲۴ جنوري) په مناسبت ویلي و، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز افغانستان د هرې ورځې په تېرېدو سره له لویېدونکي ټولنیز او اقتصادي کړکېچ سره مخامخوي.

    د بشري حقونو نړیوالې ټولنې وايي، دغه بندیز افغانې نجونې او مېرمنې له لوی رواني کړاو سره هم مخامخ کړې دي.

    د ملګرو ملتونو په خبره د دغه بندیز له کبله په میلیونونه نجونې له زدکړو بې برخې کړل شوې دي.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرلپسې ویلي چې دا محدودیتونه لنډمهالي او تر امر ثاني پورې دي.

    تفصیل په دې رپوټ کې لوستلای شئ، چې لومړی ځل د جنورۍ پر ۲۴مه خپور شوی.

  13. افغانستان کې د نوي ښونیز کال پیل: د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستې څه هیله نشته

    پلازمېنه کابل د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو د افغانستان سړو سیمو کې د نوي ښونیز کال رسمي پیل اعلان کړ. د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال تیار شوی خو له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستل کېدا څه هیله یې ونه ښوده.

    شیراحمد حقاني دغو مراسمو کې وویل"اسلامي امارت په هېواد کې د ښوونې او روزنې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی." د طالبانو حکومت د ناسازه چاپېریال په پلمه ټول هېواد کې د نجونو له شپږمو ټولګیو پورته زده کړې تر "امرثاني" ځنډولې دي.

    د طالبانو حکومت د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، حکومت یې د پوهنې په برخه کې " د درسي کتابونو او د اړتیا وړ امکاناتو تیارولو لپاره پراخې هلې ځلې کوي. ښاغلي حنفي هم د تړلو ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدا اړوند څه ونه ویل.

    تفصیل په دې رپوټ کې لوستلای شئ.