تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیویارک کې پر یوې فلسطینۍ فعالې د برید پر هڅه تورن نیول شوی
امریکایي چارواکي وايي، په نیویارک کې د مېشتې یوې فلسطیني فعالې پر وړاندې د "تاوتریخوالي برید" د پلانولو په تور یو ۲۶ کلن ځوان نیول شوی دی.
د فلسطین د حقونو فعالې نردین کسواني پر خواله رسنۍ "اېکس" یوه پیغام کې لیکلي چې فدرالي چارواکو ورته د پنجشنبې پر ورځ خبر ورکړی چې د هغې د "وژلو پلان" روان و.
چارواکي وايي، د الیګزانډر هیفلر په نوم یو کس په نیو جرسي کې نیول شوی دی. پر هیفلر په ناقانونه ډول د ویجاړونکو وسایلو جوړولو او ساتلو تور لګول شوی دی. د محکمې د اسنادو له مخې، چارواکو د هغه په کور کې اته "مولوټوف کاکټیل" (لاسي پټرولي بمونه) موندلي دي.
خو په قضايي اسنادو کې دا نه دي ویل شوي چې هغه ولې د دغه برید پلان جوړ کړی و.
په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ، "سي بي ایس نیوز" وايي چې هیفلر یو امریکایی وګړی دی. د دغه راپور له مخې، پولیس وايي هغه یو "افراطي" تندلاری دی چې د نیویارک پولیسو سره یې پخوا کوم جرمي اسناد نه درلوده. پولیس پر دې باور دي چې هیفلر په یوازې ځان کار کاوه او د کومې بهرنۍ ترهګرې ډلې یا بهرني حکومت غړی نه و.
د نیویارک د پولیسو کمېشنرې جیسیکا ټیش په یوه وینا کې وویل: "د نیویارک پولیسو د څېړنو پر مهال د نردین کسواني پر وړاندې د الیګزانډر هیفلر له خوا له تاوتریخوالي ډک برید طرحه افشا شوې ده."
چارواکي وايي دا پلان د تېرې میاشتې په لومړیو کې هغه وخت پیل شو چې هیفلر د فبرورۍ پر ۱۰مه د "ځان ساتنې" له یوې ډلې سره په ویډیويي اړیکه کې ولیدل شو. په دې اړیکه کې د قانون پلي کوونکو ادارو یو تن (پټ) افسر هم شامل و.
د محکمې د اسنادو له مخې، په دغه ډله ییزه اړیکه کې هیفلر پوښتنه کړې وه چې ایا په دې ډلګۍ کې څوک داسې ځای په نښه کولی شي چې هلته "لاسي بم" ور وغورځوي؟ وروسته هغه د کسواني د کور د ویجاړولو پر پلانونو خبرې وکړې. له هغې وروسته هیفلر له پټ ایجنټ سره ولیدل او ورته یې وویل چې د کسواني د کور درک یې موندلې دی. د مارچ پر ۴مه دوی دواړو د کسواني د کور څارنه هم وکړه.
هیفلر ادعا کړې وه چې د لاسي پټرولي بمونو جوړول ستونزمن کار نه دی او هغه له هېواده د تېښتې پلان هم جوړ کړی و. د مارچ پر ۲۶مه، هیفلر د پلان له مخې د کسواني کور ته نږدې له پټ ایجنټ سره ولیدل. په تورلیک کې راغلي چې هیفلر له ځان سره د شرابو یو لوی بوتل او نور توکي لرل چې د څو بمونو په جوړولو کې یې ترې کار اخیست. هغه نیت درلود چې دا بمونه د کسواني پر کور او موټرو ور وغورځوي.
تر دې لیدنې وروسته امنیتي ځواکونو د هیفلر کور وپلټه او اته جوړ شوي پټرولي بمونه یې ترې ترلاسه کړل.
د نیویارک پولیسو ویلي چې کسواني، چې په نیویارک کې د فلسطین پلوې یوې ټولنې بنسټګره ده، د هیفلر تر نیول کېدو وروسته د خپل ژوند په اړه له شته خطره خبره شوې ده.
د نیویارک ښاروال ظهران ممداني ویلي چې هیفلر د "یهودي دفاعي لیګ" (JDL) غړی و؛ هغه ډله چې ایف بي ای (FBI) د یوې افراطي ډلې په توګه پېژندلې ده. ممداني وویل چې هغه د "سیاسي تاوتریخوالي او مرګونو جوړجاړیو له مخې د نردین کسواني د کور د الوځولو هڅه کړې وه."
کسواني د فلسطین پر ځمکو د اسرائیل د نیواک سرسخته مخالفه ده. هغې تور لګولی چې ښي اړخې افراطي ډلې د هغې او نورو فلسطین پلوو فعالانو د ډارولو، ځورولو او مدني حقونو د تر پښو لاندې کولو لپاره "پرله پسې هڅې" کوي.