امریکا: طالبانو د رسمیت پېژندنې شرطونه نه دي پوره کړي؛ مولوي کبیر وايي نړیوال"له تعامل پرته بله لار نه لري"
د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په داسې حال کې چې راتلونکي اوونۍ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د قطر دوحه کې یوه مهمه ناسته جوړېږي، امریکا یو ځل بیا د طالبانو ځینو تګلارو ته د انتقاد ګوته نیولې.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته ویلي "که طالبان غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي، باید په خپلو ژمنو عمل وکړي."
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "د طالبانو په اړه یې سیاست نه دی بدل شوی" او په وینا یې دوی باید د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي.
امریکا او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې نجونو ته د زدکړو حق ورکړي، ټولګډونه ځواب ویونکی حکومت جوړ کړي او د افغانستان له خاورې د هر ډول ګواښ مخه ونیسي.
امریکا یو ځل بیا په خپل پخواني نظر داسې مهال ټينګار کړی چې دوحه به راتلونکي اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې مهمې نړیوالې ناستې کوربه وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ویاند سټېفن دوجاریک په وینا، د افغانستان لپاره به د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازه دویمه غونډه د فبرورۍ ۱۸مه او ۱۹مه د قطر مرکز دوحه کې جوړېږي.
ټاکل شوې دې غونډه کې د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې لا زیاتې همغږۍ او منسجمې تګلارې ارزونه وشي.
د دوحې غونډه او د طالبانو دریځ
د عکس سرچینه، Getty Images
له بلنې سره سره طالبانو په دې ناسته کې په مشروط ډول د خپل ګډون ویلي او لا هم نه ده معلومه چې په کومه کچه به یې کوم استازي په کې ګډون وکړي.
امریکا بیا نن اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د دوحې په ناستې ته دوه استازي لېږي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر رسنیو ته ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغانستان بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري به د امریکا په استازولی د دوحې ناسته کې ګډون وکړي.
په ورته مهال طالبان ټينګار کوي چې دوی د سیاست په انزوا کې نه دي او له ډېرو هېوادونو سره ښه تعامل لري.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون لغمان کې یوې غونډې ته وویل "نړۍ له دې پرته چې د اسلامي امارت سره تعامل ونه کړي بله لار نه لري."
د هغه په ټکو "له مونږ پرته بل څوک دا ضمانت نړۍ ته نشي ورکولی چې د افغانستان خاوره به د چا په ضد نه کارېږي."
د هغه اشاره په ښکاره د نړۍ هغو اندېښنو ته وه چې د افغانستان په خاوره کې لا هم ځینې اورپکي شته.
طالبانو تازه یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعدې او داعش په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ هم رد کړی او په وینا یې القاعده افغانستان کې نشته او داعش وسله وال یې مهار کړي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته