چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ناستې کوربتوب کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین اورومچي ښار، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني ترمنځ د خبرو کوربه دی
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت کې سرچینو بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې د افغانستان، پاکستان او چین لوړپوړي چارواکي نن چارشنبه (اپرېل لومړۍ) د چین اورومچي ښار کې سره جرګه کېږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي‌بي‌سي وویل، چې په (چارشنبه) به دا پلاوی چین ته واستول شي.

پلاوي کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د بېلابېلو ادارو غړي ګډون لري، خو د طالبانو حکومت لا تر اوسه د پلاوي د جوړښت او غړو په اړه رسما څه نه دي ویلي.

پلاوي ته نژدې سرچینو وویل، دوی یوازې پر امنیتي مسلې خبرې نه کوي، بلکې غواړي له پاکستان سره د کډوالو، اقتصادي راکړې ورکړې او ټرانزیټ په ګډون پر ټولو مسلو خبرې وشي،‌ ځکه چې په وینا یې یوازې امنیتي او د اوربند موضوع د دواړو ترمنځ‌ شته ستونزه نه شي حلولی.

د سرچینې په وینا، له درېمګړي (چین) او له پاکستاني پلاوي سره مخامخ خبرې هم پلان کې دي.

سرچینو ترمخه د افغانستان د طالبانو حکومت پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق اوعبدالحی قانت، د استخباراتو ریاست استازی یحیی تکل، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونوعارف‌الله او روح‌الله عمر شامل دي.

پاکستاني خبري رسنیو هم د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له خولې دا کېدونکې ناسته تایید کړې ده.

یو بل پاکستاني چارواکي هم رسنیو ته ویلي دي چې "د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې د سه شنبې په ورځ د چین پر سفر و، د چین حکومت ترې ددې غونډې غوښتنه کړې ده".

د عکس سرچینه، @SpoxCHN_LinJian

د عکس تشریح، د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران وانګ يي او اسحق ډار بېجینګ کې

دې چارواکي ادعا کړې ده چې له چین څخه کابل ددې غونډې جوړولو غوښتنه کړې وه، خو په خپلواکه توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ په قطر، سعودي او ترکیه کې ناستې شوې وې، خو بې له کومې مشخصې پایلې پای ته رسېدلې وې او د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ دوام وکړ.

په ورته وخت کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار چین ته رسېدلی او له خپل چینايي سیال وانګ يي سره یې بېجینګ کې لیدلي دي.