"څو شپې مې خوب نه دی کړی" ايرانيان د جګړې له امله د زياتېدونکې نهیلۍ کيسې کوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ایران پر پلازمېنه تهران کې له هوايي برید وروسته لوګی اسمان ته پورته کېږي (۱ اپریل ۲۰۲۶)
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

خبر داری: په دې لیکنه کې داسې خبرې شته چې کېدی شي ځينو لوستونکو ته ځورونکي وي.

تر هغه وخته چې جګړه د تهران په نورو سیمو کې روانه وه، نو د "ستارې" او د هغې د همکارانو پر ژوند یې اغیز کم و. خو کله چې هغې يو خطرناک غږ واورېد، چې د هغې دفتر ودانۍ یې ولړزوله، نو یې همکارانو ته وويل: " فکر کوم د بم غږو."

له دې سره هغوی له خپلې کاري خونې ووتل او د ودانۍ بام ته وختل.

نوموړې وايي:

"موږ ولیدل چې لوګی اسمان ته پورته کېږي، نه پوهېدو چې کوم ځای په نښه شوی و، خو مونږ ټول یې وارخطا کړو. خلکو چیغې کړې او منډې یې وهلې. شاوخوا یو یا دوه ساعتو پورې حالت په بشپړ ډول ګډوډ و."

په همدې ورځ د هغې مشرد شرکت دفتر وتړلو او ټول کارکوونکي یې رخصت کړل.

له دې سره سره چې حکومت خلک سخت سانسور وي، خو بي‌بي‌سي وتوانېده چې د باوري سرچینو له لارې د ایران له بېلا، بېلو سیمو له خلکو سره وغږیږي.

موږ د خوندیتوب لپاره د ستارې اصلي نوم او د هغې د کار ډول نشو بیانولای، ځکه دا به هغه د ایراني حکومت د استخباراتو لخوا خطر سره مخ کړي.

خو دا ویلی شو چې هغه په تهران کې یوه ځوانه ښځه ده، چې له خپل کار سره مینه وه او هلته به یې له ملګرو سره لیدل، خبرې به یې کولې او هره اونۍ به یې تنخوا اخیستله. اوس د شپې بمباریو د هغې خوب تښتولی او د اوسني حالت او راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.

هغه زیاتوي:

"څو شپې او ورځې کېږي چې سم خوب مې نه دی کړی. د خوب لپاره قوي درمل خورم ، اندېښنې دومره ډېري دي چې ان زما پر بدن یې هم اغېز کړی. کله چې د راتلونکي په اړه فکر کوم، نو په رښتیا نه پوهېږم چې څه وکړم."

جګړې ستاره بې روزګاره کړې او اوس یې پیسې هم پر خلاصېدو دي. د هغې په شان میلیونونه ایرانیان له ور ته حالت سره مخ دي.

په ایران کې له جګړې مخکې هم اقتصاد خراب و او د خوراکي توکو بیې پکې په یوه کال کې۶۰ سلنه لوړې شوې وې.

ستاره وايي:

"موږ حتا عادي خواړه هم نشو اخیستلی ځکه وس یې نه لرو... ایران له کلونه راهیسې تر نړیوالو اقتصادي بندیزونو لاندې دی او دې حالت له مونږه د پیسود سپما کولو فرصت اخیستی و. اوس داسې هېڅوک نه دي پاتې چې پور ترې واخلو، ځکه هېڅوک پیسې نه لري."

په ایران کې اقتصادي ستونزو په ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو کې لوی لاریونونه راوپارول او ستاره باوري ده که حالت همداسې دوام وکړي، نو نورې مظاهرې به هم وشي.

هغې وویل:

"نه پوهېږم چې له دومره بېکارۍ سره به څه وکړو. حکومت هېڅ ډول مرسته نه کوي. زما په اند که دا جګړه بې پایلې پای ته ورسېږي، نو اصلي جګړه یانې اقتصادي جګړه به بیا پیلیږي."

ستاره په ایران کې د رژیم د بدلون هیله لري.

موږ په ایران کې د شپږو ښارونو له خلکو سره خبرې وکړې. په دوی کې دوکانداران، ټېکسي چلوونکي، دولتي کارکوونکي او نور شامل وو. ټولو د اقتصادي فشار د زیاتېدو خبره وکړه اوله دوی څخه ډېرو هیله درلوده چې دا جګړه به حکومت ختم کړي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د جګړې له پیل مخکې هم د ایرانیانو لپاره د لومړنیو خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړېدې.

"تینا" چې له تهرانه بهر په یوه روغتون کې نرسه ده، د درملو د کمښت په اړه اندېښمنه ده.

هغه وايي: "تر اوسه د درملو کمښت ډېر نه دی خو احساسېږي. مهمه دا ده چې جګړه روغتونونو ته و نه رسېږي. که جګړه دوام وکړي او زېربناوې خرابې شي او درمل را و نه رسېږي، نو له جدي ستونزو سره به مخ شو."

هغې د جګړې ډېرې وېروونکې صحنې لیدلي دي.

"ځینې مړي په داسې حالت راوړل کېدل چې د پېژندلو وړ نه وو… د ځینو به لاسونه نه وو، ځینو به پښې نه لرلې، دا حالت ډېر وېرونکی و. یوه میندواره ښځه، چې د بمبارۍ قربانۍ شوې وه، روغتون ته یې په داسې حالت کې راوړه، چې د لیدو وړ نه و. اوس مې هېڅ له ذهنه نه وځي. د هغې کور له یو پوځي مرکز سره نژدې و او ویجاړ شوی و. کله چې روغتون ته راوړل شوه، نه مور ژوندۍ وه او نه یې ماشوم."

تینا وايي، یاد حالت هغې ته د خپلې مور کیسې ور یاده کړه، هغه مهال چې هغه د ایران - عراق د جګړې پر مهال میندواره وه.

نوموړې زیاتوي: "باور مې نه راځي چې تاریخ دې دومره ژر بیا تکرار شي."

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امنیتي ځواکونه د تهران په مرکزي سړکونو کې ځای پر ځای شوي

په ایران کې د حکومت پر ضد خبري کول ډېر خطرناک دي. ځکه امنیتي ځواکونه په کوڅو کې ګرځي، او منتقد خلک نیسي، شکنجه کوي او حتا وژني.

"بهنام"، چې مخکې سیاسي بندي و، وايي حکومت کولای شي بیا هم خلک ووژني. هغه لا هم پټ ژوند کوي ځکه په تېرو لاریونونو کې ټپي شوی و.

نوموړی وویل: "هغوی موږ په کوڅه کې ونیولو، ډزې یې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز یې وکاراوه. کله چې له داسې حالت سره مخ شي چې ژوند دې څومره ژر له خطر سره مخ کېدای شي، نو وروسته ژوند در ته ډېر ارزښت هم نه لري."

هغه د خپلې کورنۍ د غړو د ځورونې کیسې هم یادې کړې:

"موږ داسې خلک پېژنو چې ژوند یې یوازې له دې امله خراب شو چې د کورنۍ کوم غړي یې سیاسي فعالیت کاوه. زه به تر هغه خوندي نه شم، تر څو موږ ازاد نه شو. باور لرم چې هغه ورځ به راځي."

په ایران کې پر جګړې له ېو میاشتې زیات وخت تېر شوی . تر څنګ یې د امریکا د ولسمشر له ګواښونو او د ایراني حکومت د مقاومت له ډېرېدو سره، داسې ښکاري چې د بهنام د خوښۍ ورځ لا هم لیرې ده.