د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ خوست ولایت کې د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان له ختیځ خوست ولایت څخه راپورونه وايي د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تېره شپه یو ځل بيا نښتې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د سرچینو له خولې ادعا کړې چې جګړه "پاکستاني پوځ پيل کړې" او د طالبانو حکومت یې ځواب ورکړی دی. دوی وايي، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني لوري د تڼیو ولسوالۍ اړوند پر "ملکي خلکو" د توپونو مرمۍ وتوغولې.

باختر خبري اژانس همدا ډول ادعا کړې چې په دې نښته کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.

پاکستان تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي او په خپلواکه توګه د دې ادعاو پخلی نشي کېدلی.

پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او په کې د طالبانو حکومت غړي ادعا کوي چې د پاکستان پوسته یې نيولې ده.

په افغانستان کې د خبري اژانسونو او ځايي رسنیو له مخې په سوېل ختیځ کې د طالبانو حکومت د ۲۰۳ قول اردو چارواکو ويلي تراوسه د پاکستاني لوري يوه پوسته په نښه شوې ده او د څو تنو د مرګژوبلې ادعا یې کړې ده.

که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختر راهيسې په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

دا تازه نښتې په داسې حال کې شوې چې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د چين په منځګړيتوب د دغه هېواد په ارومچي ښار کې خبرې پيل شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اپرېل پر درېیمه یوه خبري غونډه کې ويلي وو چې "د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي." خو لا هم له دغو خبرو کومه پايله نه ده راوتلې.

په دې وروستيو مياشتو کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پوځ تر منځ نښتې او تاوتریخوالی زيات شوی چې دواړو خواو ته ولسي وګړو ته هم په کې ګڼ زيان اوښتی دی.

تېره ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په بریدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر خپور کړ. دوی وايي د فبرورۍ پر ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۲ تنه نور ټپیان دي. د ځاني زيان تر څنګ د کورونو نړېدو او مالي زيان يادونه هم شوې ده.

په همدې مهال د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د روانو عملیاتو په جریان کې ۷۹۶ افغان طالب جنګیالي او وسله وال وژلي او له ۱۰۴۳ ډېر یې ټپیان کړي دي.

پر اېکس خپاره شوي بيان کې نوموړي ادعا کړې چې، د اورپکو ۲۸۶ پوستې ویجاړې شوې او ۴۴ یې نيول شوې دي.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې پر نهمه نېټه پر کابل هوايي برید وکړ. له دې برید وروسته د دواړو لوریو ترمنځ ترینګلتیا بیسارې پراخه شوه. که څه هم هغه مهال د قطر په منځګړيتوب اوربند اعلان شو او څو ځله د بېلابېلو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو هڅې وشوې خو له هغه راهيسې وخت ناوخته نښتې او د پاکستان هوايي بریدونه دوام لري.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپاله ډلې پر پاکستان بریدونه کوي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.