د اسټرالیا تر ټولو ویاړلی ژوندی سرتېری په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی
د عکس سرچینه، Getty Images
د استرالیا تر ټولو ویاړلی ژوندی سرتېری بېن رابرټس سمېت، نيول شوی او ټاکل شوې چې په افغانستان کې د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي.
د راپورونو له مخې، رابرټس سمېت چې په ۲۰۱۳ کال کې د اسټرالیا له دفاعي ځواکونو وتلی، د سېډني په هوايي ډګر کې نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ د پنځو قتلونو په تور چې د جګړې جرمونه بلل کېږي، محاکمه شي.
په ۲۰۲۳ کال کې په یوه پرېکړه کې، محکمه دې پایلې ته رسېدلې وه چې د ځانګړو ځواکونو دغه پخوانی سرتېری او د "وېکټوریا کراس" مډال لرونکی، د څو بې وسلې افغانانو په وژلو کې ښکېل و.
خو دغه ۴۷ کلن سرتېري ټول تورونه رد کړي او دا تورونه یې "ډېر ناوړه" او "مغرضانه" بللي دي.
په ۲۰۲۰ کال کې، په یوه مهمه پلټنه کې چې د "برېرټن راپور" په نامه یادېږي، په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د ۳۹ کسانو د ناقانونه وژنې "باوري شواهد" وړاندې شول او سپارښتنه یې وکړه چې د ۱۹ اوسنيو او پخوانيو سرتېرو په اړه دې پلټنه وشي.
د رابرټس سمېت غيرنظامي محکمه په تاریخ کې لومړنۍ قضیه وه چې په کې یوې محکمې د اسټرالیايي ځواکونو له خوا د جګړې د جرمونو ادعاوې وڅېړلې.
نوموړي د خپلې دفاع په ترڅ کې ویلي وو چې دا ادعا شوي وژنې د پوځي نښتو د قانوني چوکاټ دننه ترسره شوې او یا هېڅکله نه دي پېښې شوې، خو تېر کال یې د استیناف غوښتنه رد شوه.
د اسټرالیا فدرالي پولیسو هم په یوه خبري غونډه کې تائید کړې چې یو ۴۷ کلن پخوانی سرتېری نیول شوی او ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ پر بې وسلې بندیانو د ډزو او وژلو په تور محاکمه شي.
کله چې په ۲۰۱۸ کال کې په لومړي ځل د ناین ورځپاڼې د دې ادعاوو راپورونه خپاره کړل، رابرټس سمېت یو ملي اتل ګڼل کېده. هغه ته د اسټرالیا تر ټولو لوړ پوځي ویاړ ورکړل شوی و، ځکه چې هغه په یوازې ځان د طالبانو هغه جنګیالي مات کړي وو چې د هغه د ځانګړو ځواکونو پر ټولي یې برید کړی و.
د خپل نوم د سپینولو لپاره، نوموړي حقوقي مبارزه پیل کړه چې اووه کاله یې دوام وکړ او میلیونونه ډالر لګښت یې درلود.
خو د فدرالي محکمې یوه قاضي وموندله، د احتمالاتو پر بنسټ رابرټس سمېت لږ تر لږه په څلورو قتلونو کې برخه اخیستې وه، او دا پرېکړه په استیناف کې هم تائید شوه.
قاضي انتوني بېسنکو وموندله چې رابرټس سمېت دوه ځله د بې وسلې کسانو د وژل کېدو امر کړی و ترڅو نوي سرتېري له "وينې سره بلد" کړي او همدارنګه د يوه لاس تړلي بزګر په مرګ کې ښکېل وو چې هغه یې له لوړې څوکې لاندې غورځولی و، د دې تر څنګ د يوه نيول شوي طالب جنګيالي په مرګ کې هم ښکېل و، مصنوعي پښه یې د غنيمت په توګه ترې وړې وه او وروسته د سرتېرو له خوا د څښاک د لوښې په توګه کارول شوې وه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته