یو اېن اېچ سي ار په خیبر پښتونخوا کې په خپله خوښه د ستنېدونکو افغان کډوالو د ثبت مرکزونه تړلي
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي د یو لړ ستونزو او د تورخم پر لارې د ستنېدونکوافغان کډوالو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله یې د پاکستان ځینو سیمو کې خپل هغه مرکزونه چې په خپله خوښه ستنېدونکو کډوالو ته د مهاجرت اسناد ورکوی تړلي دي.
یو اېن اېچ سي ار د دې علت د ستنېدونکو کډوالو پرمخ د تورخم لارې پرانیستل کېدو سره جمرود، تورخم او د خیبر نورو سیمو کې د ستنېدونکو کډوالو مرکزونو کې د کډوالو د شمېر زیاتېدل ښودلي دي.
یواېن اېچ سی ار وايي د کډوالۍ د اسنادو ورکولو د مرکزونو بیا پرانیستلو نېټه به وروسته اعلانېږي.
په پاکستان کې یو شمېر هغه افغانان چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي وايي، "د خېبر پښتونخوا په زاخېلو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې لخوا جوړ شوي مرکز کې د کډوالۍ د اسنادو ترلاسه کولو ته له څو ورځو منتظر وو.
د کډوالو یوه استازي سعید خان کوچي بي بي سي ته وویل چې له تېرو څو ورځو سلګونه ستنېدوکې کورنۍ د دې مرکز مخې ته راټولې شوي خو یوازې د سې شنبه په ورځ ورته وویل شول چې دا مرکز تر نامعلومې نېټې تړل شوی دی.
دا کډوال وايي که د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له مرکزه د کډوالۍ اسناد ترلاسه نه کړي په جمرود کې یې افغانستان ته د اوښتو لپاره نوملیکنه نه کېږي او نه پرېښودل کېږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
په اسلام اباد کې یواېن اېچ سي ار بي بي سی ته تایید کړه چې په داو طلبه توګه ستنېدونکو افغانانو لپاره د دوی مرکزونه په لنډمهالي ډول بند دي.
دې ادارې ویاند قیصر اپریدي وايي، "د دې علت په جمرود او تورخم کې د لوی شمېر ستنېدونکو کډوالو راټولېدل او بل علت یې افغانستان پاکستان کې سیلابونه دي".
خو ده تمه ښکاره کړه چې ډېر ژر به په خپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو د ثبت د یواېن اېچ سي ار دا مرکزونه بېرته پرانېستل شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته