افغانستان کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او ژوبل کړي

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي- کابل
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي د تېرې شپې ورښتونو کې یوازې د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې لږ تر لږه ۱۳ تنو خپل ژوند بایللی او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان په ډېرو سیمو کې تېره شپه باران او واوره ورېدلي، سېلابونه هم را وتلي او شمالي ولایتونو ته د مهمې لارې سالنګ په ګډون ځینې لویې لارې د ټرافیکو د تګ راتګ لپاره شوي دي. د سې شنبې پر ورځ د افغانستان دولتي ټلویزون خبر ورکړ چې "سالنګ یوازې د سپرلۍ وړونکو وړو موټرو لپاره پرانیستل شوی."

دا د هغو ورښتونو لړۍ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې روانه ده. په ختیځ ولایت ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر بدلون قریشي بي بي سي ته وویل چې تېره شپه د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شړکنده باراونونو له امله راوتلو سېلابونو سخته ویجاړي پېښه کړې ده" د درې کورونو چتونو نړېدیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

هغه دغه راز بي بي سي ته وویل چې د ښېوې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د سېلاب له امله د اسداباد جلال اباد ترمنځ لویه لاره هم تړل شوې ده.

د ننګرهار او کابل تر منځ عمومي لار هم د تنګي غارو په سیمه کې د غر ښوویېدنې له امله له څو ورځو راهیسې بنده ده.

د ننګرهار ولایتي ادارې په یوه جلا ویناپاڼه کې ویلي د تېرې شپې ورښتونو له امله ګڼ شمېر کورونه نړېدلي او د پېښو سیمو ته د امبولانسونو او ژغورنې ډلګۍ د اسانه تګ راتګ لپاره دې خلک له اړتیا پرته جلال ابار ښار ته له تګه ډډه وکړي. ورسره د بار وړونکو موټرو له چلوونکو غوښتل شوي چې د امبولانسونو او د مرستندویه موټرو پر وړاندې خنډ نه شي.

په سوېل ختیځو سیمو کې هم بارانونو پراخ زیان اړولی او د یو شمېر کورونو اوعامه ځایونو د زیانمنېدو رپوټونه ورکړل شوي. د خوست د ولایتي ادارې ویاند مستغفر ګربز وایي، د دغه ولایت د مرکز متون اړوند په ګينګينۍکلي کې "د دېوال نړېدو له امله درې ښځې شهیدانې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي."

هغه زیاته کړې، ټپي ماشومان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.

په لوېدیځ ولایت بادغیس کې بیا د سېلابونو له امله لږ تر لږه اته تنه مړه شوي او دوه نور ژوبل شوي دي. ځايي چارواکو په څنګلوري ولایت هرات کې هم د یو شمېر کسانو د ژغورل کېدو رپوټونه ورکړي دي. په یوه ویناپاڼه کې ولایتي ادارې ويلي "د هېواد هوایي ځواکونو د هرات په ادرسکن ولسوالۍ او د هلمند په موسی‌قلعه ولسوالۍ کې ۳۶ هغه کسان چې په سېلاب کې بند پاتې و، ژغورلي او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي."

د طالبانو حکومت کې د ټول ګټو وزارت وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس بی بی سي ته وویل د ورښتونو او سېلابونو له امله د سالنګ په ګډون یو شمېر لویې لارې بندې شوي دي.

د طالبانو حکومت د هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په ۳۲ ولایتونو کې د پراخو ورښتونو او سیلابونو شونتیا شته دی.