ولې د اسلامي هېوادونو لپاره یووالی دومره ستونزمن دی؟

 د سعودي ولیعهد له ولسمشر اردوغان سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سعودي ولیعهد له ولسمشر اردوغان سره
    • Author, رجنیش کمار
    • دنده, بي بي سي هندي
  • د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې

د ۱۹۷۴ کال په فبرورۍ کې، د اسلامي هېوادونو د سازمان (OIC) دویمه سرمشریزه د پاکستان په لاهور کې وشوه. د سعودي عربستان د هغه وخت پاچا فیصل بن عبدالعزیز آل سعود هم په دې سرمشریزه کې ګډون درلود.

د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې ته په وینا کې، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو وویل، "موږ یو بې وزلی هېواد یو، موږ محدودې سرچینې لرو، موږ دومره پیسې نه لرو چې د اقتصادي بنسټونو په جوړولو کې ونډه واخلو، په دې حالت کې به موږ اقتصادي همکاري ونه شو کولی."

هغه دا هم وویل " الله شاهد دی، زه تاسو ټولو ته ډاډ درکوم چې موږ به د اسلام لپاره د وینې له ورکولو ډډه ونه کړو. د پاکستان خلک او د پاکستان سرتیري د الله سرتیري دي. هرکله چې په راتلونکي کې شخړه وي، پاکستانیان به د مرستې لپاره ودریږي."

په هغه وخت کې چې ذوالفقار علي بوټو د اسلام لپاره د وینې تویولو ژمنه کوله، په ایران کې اسلامي انقلاب نه و راغلی او نه هم صدام حسین پر ایران برید کړی و.

په هغه وخت کې، مصر، اردن، متحده عربي امارات، بحرین، مراکش او سودان اسرائیل په رسمیت نه پیژندل او دیپلوماتیکي اړیکې یې ورسره نه درلودې. سعودي عربستان په یمن برید نه و کړی، او نه هم سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو له قطر سره اړیکې پرې کړې وې.

که څه هم بنګله دیش هغه وخت له پاکستان جلا شوی و، خو ذوالفقار علي بوټو لاهم د اسلامي هېوادونو د یووالي لپاره هیله من و.

دا دی، نږدې ۵۱ کاله وروسته، پاکستان یو ځل بیا ویلي غواړي، اسلامي هېوادونه د اسرائیلو پر وړاندې سره یو موټي شي.

سره له دې چې پاکستان اټومي ځواک شو، په ډیرو اسلامي هېوادونو کې حکومتونه یو پر بل پسې بدل شول، په عراق، لیبیا او سوریه کې د لویدیځ ضد حکومتونه نور نشته، او اوس داسې ښکاري چې په ایران کې هم ورته کار کېږي، که څه هم پاکستان پخپله یو وخت په افغانستان کې د امریکا له پوځ سره مرسته کوله او دلوېدیځو هېوادونو له لوري د جګړې ملاتړ یې وکړ.

د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلاف

  ترکیه لومړنی اسلامي هېواد و چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژندل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ترکیه لومړنی اسلامي هېواد و چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژندل.

اسرائیلو د جون پر ۱۲مه پر ایران بریدونه پیل کړل، چې وروسته ایران د غچ وارونه وکړل، او د دواړو خواوو بریدونه لا هم روان دي.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې اغېزې په ټوله لوېدیځه اسیا کې احساس کیږي. ډېر یې دا وضعیت د 'اسلام پر وړاندې د جګړې' په توګه هم انځوروي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف تېره اونۍ په ملي شورا کې له ټولو اسلامي هېوادونو د اسرائیلو پر وړاندې د یووالي غوښتنه وکړه.

په داسې حالت کې، پوښتنه راپورته کېږي: ایا اسلامي هېوادونه به وکولی شي یو موټی شي؟ بله پوښتنه دا ده چې ولې پاکستان په پرلپسې ډول د اسلامي هېوادونو د یووالي په اړه خبرې کوي؟

پاکستان له دې څه تر لاسه کوي چې وايي په ټوله نړۍ کې اسلامي هېوادونه باید سره یو شي او د اسرائیلو پر وړاندې ځواب ووایی خو اوسنی حالت دا دی چې اسلامي هېوادونه د متقابلو شخړو او اختلافاتو په کړۍ کلابند دي.

د سعودي عربستان او ایران ترمنځ کړکېچ لا پای ته نه دی رسیدلی.

زوالفقارعلی بھٹو نے کہا کہ ’ ہم اسلام کے لیے خون کا ایک ایک قطرہ دینے سے دریغ نہیں کریں گے‘

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زوالفقار علي بوټو د اسلامي همکاریو سازمان ته د وینا پر وخت

د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه د سني او شیعه ډلو ترمنځ د سعودي پاچاهۍ او په ایران کې د اسلامي انقلاب ترمنځ ده. اذربایجان چې د وګړو لوی شمیر یې شیعه مسلمانان دي خو له اسرائیلو سره نږدې اړیکې لري پداسې حال کې چې له شیعه اکثریت ایران سره اسرائیل په کړکېچ کې کېوتي دي.

له بلې خوا، کله چې امریکا پر عراق یرغل وکړ او صدام حسین یې اعدام ته برابر کړ، ایران د امریکا مخالفت نه کاوه.

په هماغه کال چې په ایران کې اسلامي انقلاب وشو، مصر اسرائیل په رسمیت وپېژندل او پریکړه یې وکړه چې ورسره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي. اردن هم په ۱۹۹۴ کال کې اسرائیل په رسمیت وپېژندل.

په ۲۰۲۰ کال کې، متحده عربي اماراتو، بحرین، مراکش او سودان هم له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته ټینګې کړې.

د ترکیې دوه ګونې لارې

  د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه يي سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه يي سره

ترکیې په هغه وخت کې له اسرائیلو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو له امله په متحده عربي اماراتو او بحرین نیوکه کوله، په داسې حال کې چې ترکیې په خپله له اسرائیلو سره ډیپلوماټیکې اړیکې درلودې.

ترکیه او اسرائیل له ۱۹۴۹ کال راهیسې ډیپلوماټیکې اړیکې لري. ترکیه لومړنی مسلمان اکثریت لرونکی هیواد و چې اسرائیل یې په رسمیت وپیژندل.

په ۲۰۰۵ کال کې، ولسمشر اردوغان هم د سوداګرو د یوې لویې ډلې سره په دوه ورځني سفر اسرائیلو ته سفر وکړ.

د هغه سفر پر مهال، هغه د اسرائیلو د هغه وخت له لومړي وزیر ایریل شارون سره ولیدل او ویې ویل چې د ایران اټومي پروګرام نه یوازې د اسرائیلو لپاره، د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

په داسې حالت کې، پوښتنه راپورته کیږي: ایا اسلامي هیوادونه به د اسرائیلو پر وړاندې خپل ټول، اختلاف، توپیرونه او تضادونه هېر کړي؟

بي بي سي همدا پوښتنه په سعودي عربستان کې د هند له پخواني سفیر تلمیذ احمده وکړه. هغه د ایران او اسرائیلو ترمنځ رقابت ستراتیژیکه سیالي بولي.

"دا یوه پخوانۍ شخړه ده چې د سیمه ییزې مشرولۍ ارزښت ته رسېدا هم پکې شامله ده. دې ته اسلامي رنګ ورکول بې معنا دي. له پاکستان سره د ترکیې اړیکې د اسلام له امله نه دي. له ایران سره د پاکستان اړیکې هم د اسلام پر بنسټ نه دي. په هرڅه کې د اسلام راښکېلول د هیچا لپاره مناسب کار نه دي."

ایا د فلسطین مسله اسلامي ده؟

 په ۲۰۰۵ کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خورشید قصوري استنبول کې د اسرئیلو د بهرنیو چارو له وزیر سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۰۵ کال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خورشید قصوري استنبول کې د اسرئیلو د بهرنیو چارو له وزیر سره

تلمیذ احمد وايي چې 'د امریکا پوځ په هر عربي هېواد کې شته. په ټول خلیج کې ۷۰،۰۰۰ امریکایي سرتیري ځای پر ځای شوي دي. دوی د خوندیتوب 'بهرني حقونه' لري، په دې معنا چې د هغو هیوادونو قوانین پرې نه پلي کیږي.'

د هغه په وینا "امریکا په دغو هېوادونو کې پوځي اډې لري او پر دغو اډو بشپړ امریکایی واک چلیږي. هیڅ عربي هېواد نشي کولی چې هلته د امریکا د څه کولو مخه ونیسي. په څرګنده توګه، اسرائیلي ډرونونه د اردن له لارې راځي. دا د اردن مسؤلیت و چې دا ډرونونه ودروي."

تلمیذ احمد وویل چې "ډېر ډرونونه په خپله په اردن کې غورځیږي. د تل ابیب او تهران ترمنځ دوه زره کیلومتره واټن دی، مګر جګړه پر ډرونونو ترسره کیږي."

د تلمیذ احمد په وینا، ایران له عراق سره نشي پرتله کیدلی ځکه چې د عراق جګړه په بشپړه توګه د امریکا جګړه وه.

هغه زیاتوي چې "له ۱۹۶۷ کال مخکې د فلسطین او اسرائیلو مسله د عربي هېوادونو مسله وه، خو له ۱۹۶۷ کال د عرب-اسرائیل جګړه کې د اسرائیلو له بریا وروسته، دا مسله یوازې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ پاتې شوه. څوک چې یې حلولی شي، نو هغه اسرائیل او فلسطینیان دي."

تلمیذ احمد له دې سره موافق دی چې د ایران-اسرائیل جګړې له امله د پاکستان اهمیت زیات شوی دی.

"لویدیځ غواړي چې پاکستان په هیڅ ډول له ایران سره مرسته ونه کړي، په داسې حال کې چې ایران غواړي پاکستان دې ورسره ودریږي. د سړې جګړې پرمهال، پاکستان د امریکا په اړخ کې و او اوس له ایران سره تګ دومره اسانه نه دی."

د پاکستان فیلډ مارشل عاصم منیر د جون پر ۱۸مه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ولیدل او په اوسني وضعیت کې، دا غونډه د ایران-اسرائیل جګړې سره تړلې ده.

د هند پخواني ډیپلومات کې سي پر خواله رسنۍ ایکس لیکلي چې "دا غونډه دوه معناګانې لري. یا ټرمپ غواړي پوه شي چې که امریکا د ایران پر وړاندې په جګړه کې برخه واخلي نو د پاکستان پوځ به څه ډول غبرګون وښيي، یا ټرمپ لا دمخه پریکړه کړې چې هغه به د ایران اټومي پروګرام له منځه یوسي او د دې لپاره د پاکستان مرستې ته اړتیا لري."

مایکل کوګلمن، یو شنونکی چې د سویلي اسیا جیوپولټیکي چارې له نږدې څاري،هغه لیکلي چې "که چیرې اوسنی ایراني حکومت په راتلونکي کې په واک کې پاتې شي، د پاکستان او ایران اړیکې به پیاوړې شي، او د سعودي او ایراني اړیکو د ښه کولو لپاره به مثبت چاپیریال هم رامینځته شي."

د اسلامي هېوادونو سوړ غبرګون

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

محمد مدثر قمر، چې د ډیلي په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د لوېدیځې اسیا د مرکز مرستیال پروفیسور دی، وايي چې د لفظي ملاتړ او حقیقي ملاتړ ترمنځ لوی توپیر شته.

د هغه په وینا، 'امریکا په قطر کې هوايي اډه لري، او که اسراییل له دې اډې کار واخلي، هیڅوک یې مخه نشي نیولی. قطر هم په داسې موقف کې نه دی چې د هر څه د پیښیدو مخه ونیسي. د چین د هڅو له امله د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو واټن یو څه کم شوی، مګر د ایران ویره لاهم په دې سیمه کې پاتې ده."

هغه زیاتوي چې "د عربي نړۍ اسلامي هېوادونه له اسرائیلو او ایران دواړو وېره لري. د خلیج اسلامي هېوادونه نه غواړي چې ایران ډیر ځواکمن شي، او نه هم اسرائیل داسې غواړي. په دواړو حالتونو کې، دوی له ستونزو سره مخ دي."

محمد مدثر قمر وايي چې "د خلیج هېوادونه د امریکا ستراتیژیک ملګري دي او دوی لاهم په امریکا باور لري، خو دوی نشي کولی په ایران باور وکړي. دا روښانه ده چې د ایران دریځ له ۱۹۷۹ راهیسې تر ۲۰۲۵ پورې د پام وړ کمزوری شوی، مګر دا لاهم په سیمه کې یو پیاوړی هېواد دی.

هغه ادعا کوي چې 'سعودي عربستان لا خو په دې دریځ کې نه دی چې له ایران سره مخامخ جګړه وکړي."

محمد مدثر قمر زیاته کړه چې "امریکا د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې پر عراق یرغل وکړ، خو ایران د برید پر وړاندې اعتراض ونه کړ. د صدام حسین سره د ایران اړیکې ښې نه وې اوان کله چې امریکا صدام اعدام کړ، ایران یې مخالفت ونه کړ."

محمد مدثر قمر وايي "ایران تل صدام حسین ګواښ ګڼلی و. خو امریکا صدام د دې لپاره اعدام نه کړ چې هغه د ایران ته ګواښ و، بلکې ځکه یې اعدام کړ چې د امریکا خپل اهداف وو."

د هغه په وینا، "ایران تل په عراق کې د شیعه مذهبو ملاتړ کړی دی. په دې وخت کې، ایران په بشپړه توګه منزوي شوی دی. دا ممکنه ده چې ایران به اوس په مستقیم ډول له امریکا سره مخ شي. که داسې څه پېښ شي، نو دا نښته کولی شي برخلیک ټاکونکې ثابته شي."

هغه نور وايي چې "د اسلامي هېوادونو ترمنځ توپیرونه او اختلاف دومره ژور دي چې دوی تر نن ورځې نه دي توانیدلي چې دغه څه له منځه یوسي. د اسلامي همکارۍ سازمان او عرب لیګ په څیر سازمانونه شته، خو د دوی ونډه یوازې سمبولیکه ده."

کله چې اردوغان په ۲۰۰۳ کې د ترکیې لومړی وزیر شو، امریکا په عراق د برید لپاره چمتووالی نیولی و.

اردوغان صدام حسین ته نږدې نه و. هغه دا پریکړه هم کړې وه چې امریکا ته اجازه ورکړي چې د عراق د برید لپاره د ترکیې خاوره وکاروي.

د اردوغان هیله پوره نه شوه ځکه چې وړاندیز د ترکیې په پارلمان کې یوازې د دریو رایو له لارې رد شو، که څه هم د هغه ګوند په پارلمان کې دوه پر دریمه برخه اکثریت درلود. د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بوش اداره د دې پریکړې په اړه ډیره غوسه وه.

سره له دې چې، اردوغان امریکا ته د ترکیې د هوايي حریم کارولو اجازه ورکړه.

له یوې خوا، اردوغان د مسلمانانو د مشرتابه د ځای ناستي او د هغوی د ګټو په اړه خبرې کولې، له بلې خوا یې پر عراق د امریکا د یرغل ملاتړ هم کاوه. دا دوه خبرې په بشپړه توګه متضادې وې.

که ایران یې وبایلي نو څه به وشي؟

  د ترکیې ولسمشر د احمد الشرع هرکلی کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې ولسمشر د احمد الشرع هرکلی کوي

پر ایران د اسرائیل له برید وروسته، ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په ښکاره ډول وغږېد، له هغه یوازې څو میاشتې وروسته، چې په سوریه کې ایران پلوه حکومت د ترکیې په مرسته کمزوری او وپرځول شو.

په یوه ډول، ایران په سوریه کې د ترکیې له خوا له ماتې سره مخ شو.

د خواله رسنیو پر ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه اوږده لیکنه کې، ولسمشر اردوغان د اسراییلو په اړه لیکلي چې "اسرائیلو د لوېدیځ له بشپړ ملاتړ سره پر ایران برید کړی دی. اسرائیلو غزه ویجاړه کړې او د سیمې هر هېواد یې ترهګر بللی. په حقیقت کې، اسرائیل پخپله نه پوهیږي چې څه کوي."

 د جون ۱۵ مه تهران

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د جون ۱۵ مه تهران

هغه لیکلي چې "ښایي وروسته خپله تېروتنه درک کړي، خو موږ ویره لرو چې تر هغه وخته به ډېر ناوخته وي."

ولسمشر اردوغان لیکلي چې 'د فلسطین پر خلکو او د دوی پر ځمکه د اسرائیلو برید یوازې د میلیونونو خلکو خبره نه ده، او اوس چې اسرائیلو پر ایران او د هغې پر خلکو برید کړی، دا برید یوازې د ایران خبره نه ده. "کله چې دا برید ترکیې ته ورسیږي، نو د هغې پوښښ به نور هم پراخ شي."

د ترکیې ولسمشر پر خواله رسنۍ یوه پوسټ کې لیکلي چې "په دې سیمه کې د حقایقو له پوهیدو پرته هر ډول پریکړه د راتلونکي لپاره ویجاړونکې ثابتیدلی شي. اسرائیل څومره ظلمونه کوي، څومره وینه تویوي، د انسانیت پر وړاندې څومره جرمونه کوي، هومره به خپل شتون له خطر سره مخ کړي. په پای کې به په دې ظلمونو پښیمانه شي."

د ترکیې او ایران ګټې له اوږدې مودې راهیسې په لویدیځه اسیا کې په ټکر کې دي.

په ورته ډول، د خلیج اسلامي هېوادونو ترمنځ ژور اختلافات شته. په داسې حالت کې، دا ستونزمن ښکاري چې یوازې د مذهب پر بنسټ د اسرائیلو پر وړاندې یو موټی شي. هغه هم کله چې متحده ایالات له اسرائیلو سره ودریږي.

که ایران دا جګړه وبایلي نو څه به پیښ شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې، د هندو ورځپاڼې د نړیوالې برخې مشر سټینلي جوني لیکي: "که ایران دا جګړه وبایلي، په لویدیځه آسیا کې به د اسراییلو نفوذ نور هم زیات شي. بشار الاسد له سوریې ایستل شوی دی. د ایران ملاتړ لرونکي وسله والې ډلې لا دمخه کمزورې شوې دي. اسرائیلو غزه ویجاړه کړې ده. اوس به هغه څه وکړي چې په لویدیځه غاړه کې یې غواړي."

د سټینلي جوني په وینا، "که ایران کمزوری شي، نو لویدیځه اسیا کې به د روسیې پاتې نفوذ هم کم شي، او چین به اړ شي چې د خلیج هېوادونو، چې د امریکا متحدین دي، په تېلو ډیر تکیه وکړي."