متقي وايي پاکستان سره " تر دې دمه ګټورې خبرې شوي"

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي" د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو شینګ، د دوو ‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو بدلونونو او د چین اورمچي ښار کې د روانو مذاکراتو د بهیر په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه." دغه وزارت د ښاغلي متقي له خولې لیکلي " تر دې دمه ګټورې خبرې شوې دي او هیله ده چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي."

ویناپاڼه کاږي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر "د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د مثبتې ارزونې ترڅنګ له خپل چینايي سیال او د هغه له کاري ډلې په اورمچي کې د مذاکراتو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه وکړه او همداراز یې د سعودي عربستان پاچاهۍ، ترکیې جمهوریت، قطر دولت او د متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅې وستایلې."

د دغه اعلامیې پر بنسټ په کابل کې د چین سفیر هم د اورمچي د مذاکراتو په اړه وروستي معلومات د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره "شریک کړل او ویې ویل چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دغه بهیر یې په بې‌طرفۍ او همکارۍ پیل کړی دی. هغه زیاته کړه چې د سیمې د جیوپولیټیک وضعیت په درک سره، تمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې بهیر، نېک نیت او د تاوتریخوالي نشتون دوام ومومي."

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت

پاکستاني له لوري تر اوسه د دغو خبرو په تړاو څه نه دي ویلي او نه هم دا روښانه شوې چې د مذاکراتي ډلو د بحث وړ مهم ټکي څه دي.

په تېرو ناستو کې د طالبانو حکومت مرکچي پلاوي غړو ویلي وو چې له پاکستاني اړخ سره یې اختلافي ټکي " د ترهګرۍ تعریف او د " ډیورنډ کرښې په ګډون ځینې هغه ټکي وو چې دواړه غاړې پرې نه سلا کېدلې."

د طالبانو حکومت چارواکو په وار وار ویلي، پاکستان کې جګړه د هغه هېواد کورنۍ مسله ده او دا چې دوی د هغوی مخالفینو ته دوی د "ترهګرو" کلیمه نه شي کارولی.

پاکستان خپلو مخالفو وسله والو طالبانو ته " فتنه الخوارج" نوم کاروي چې په مذهبي کچه له دینه وتلو خلکو ته کارول کېږي.

په اوسنۍ ناسته کې پلاوي ته نژدې سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، دوی یوازې پر امنیتي اړخ خبرې نه کوي، غواړي له پاکستان سره د کډوالو، اقتصادي راکړې ورکړې او ټرانزیټ په ګډون پر ټولو مسلو خبرې وشي. د دغه سرچینې په وینا "یوازې امنیتي او د اوربند موضوع د دواړو ترمنځ‌ شته ستونزه نه شي حلولی."

سرچینو ترمخه د افغانستان د طالبانو حکومت پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب‌الله وثیق اوعبدالحی قانت، د استخباراتو ریاست استازی یحیی تکل، د کورنیو چارو او د دفاع وزارتونوعارف‌الله او روح‌الله عمر شامل دي.

دا د طالبانو له لوري د هغې لوړې کچې پلاوی نه دی چې دوحه او استانبول کې پاکستان سره خبرو ته ناست وو. هغه مهال دوحه کې د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او په استانبول کې د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت الله نجیب په ګډون لوړ پوړي طالب مشران پلاوي کې وو.

پاکستان کې هم سرچینې وايي، مرکچي پلاوي کې د تېر په څېر د پوځ لوړ پوړي چاروکي نه دي ځای شوي.