ګرېفېتس: طالبان د ښځو بشردوستانه کار لپاره نوي اصول جوړوي
د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت یو شمېر وزیرانو د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ته ویلي، پلان کې لري چې ښځو ته د بشري مرستو رسولو ځینو فعالیتونو کې د کار اجازې د ورکړې په اړه یو نوی لارښود جوړ کړي.
بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېتس بي بي سي ته ویلي، که څه هم تر اوسه تېره میاشت افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز صادر شوی فرمان نه دی لغوه شوی، خو کابل کې یې د کتنو پر مهال د طالبانو له بېلابېلو وزیرانو "هڅوونکی ځواب" ترلاسه کړی دی.
افغانې ښځې د بشري مرستو رسولو کې مهم رول لري او اندېښنه دا ده چې د دوی پر کار بندیز بېړني ژوند ژغورونکو فعالیتونه خطر سره مخامخوي.
ښاغلي ګرېفېتس کابل کې راته وویل "مهمه ده په یاد ولرو چې افغانستان تر دې دمه د نړۍ په کچه د بشري مرستو تر ټولو ستر پرورګرام دی."
د اړمنو شمېر هېښوونکی دی. مرستندویه ادارې به روان ۲۸ میلیونه فغانانو ته د رسېدو هڅه وکړي، چې د دغه هېواد تر نیمايي ډېر وګړي کېږي.
په دوی کې شپږ میلیونه داسې دي، چې ښاغلی ګرېفېټس وايي د لوږې په درشل ولاړ دي.
بلخوا افغانستان روان کال د تېرو څو لسیزو تر ټولو سوړ ژمی تجربه کوي.
تېرو دوو اوونیو کې له ۱۲۶ ډېر کسان سړې هوا پورې له اړوندو عواملو مړه شوي.
د عکس سرچینه، Getty Images
په ژمي کې د مرستو رسولو چاره پخپله یوه ننګونه ده.
د کابل شمال ته پروان ولایت کې مو د یوې غونډۍ چې واورو پوښلې، لمن کې پروت خیټن کور ته سر ورښکاره کړ.
ژمي کې د ورپېښو ستونزو جدي والی د دوی له شکایته لګېدلی شي.
د دې کورنۍ غمجنې مور قمر ګل راته وویل چې تر اوسه "یوه مرستندویه اداره هم نه دی راغلې. نه په تېر حکومت کې څوک راغلي، او نه هم د طالبانو حکومت کې."
روانه اوونۍ په داسې حال کې چې د حکومت پوځي چورلکو د هېواد لرې پرتو سیمو ته چې د واورو او توپانونو له کبله یې نور هېواد سره لارې تړلې، د مرستو رسولو هڅې کولې، ښاغلی ګرېفېټس کابل کې له طالب مشرانو سره اېنجیوګانو کې د ښځو پر کار د دغه نوي بندیز په اړه په پرله پسې لیدنو بوخت و.
له ښاغلي ګرېفېتس راته دلته د خپل ماموریت پای کې وویل "که ښځې بشردوستانه فعالیتونو کې کار ونه کړ، هغو ښځو ته رسېدی او شمېر یې مالومولی نه شو، چې اړتیا ده غږ یې واورېدل شي. د نړۍ لروبر په ټولو بشري فعالیتونو کې، ښځې او نجونې تر ټولو زیانمنونکې دي."
ښاغلی ګرېفېتس، چې د افغانستان په ګډون، ستونزمن وضعیت او سختو شرایطو کې د مرستې رسولو څو لسیزې تجربه لري، د خپل ماموریت د پایلو په اړه محتاط خو روښانه دریځ لري.
نوموړی د طالبانو د هغو وزیرانو په اړه چې ده ورسره لیدلي، وايي "فکر کوم دوی غوږ ږدي. دوی راته وویل چې مناسب وخت کې به نوي لارښودونه صادر کړي، چې تمه لرم د ښځو د رول پیاوړتیا کې به راسره مرسته وکړي."
ښاغلی ګرېفېتس د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د مرستیالې "امینه محمد" د تېرې اوونۍ په سفر پسې سلاسي وروسته افغانستان ته راغلی.
هغه کابل کې راته ویلي وو چې ځینې ناستې او خبرې ډېرې سختې وې.
د ښاغلي ګرېفېتس په وینا تر اوسه د روغتیا او ټولنیزو زدکړو په څېر مهم برخو کې د ښځو کار ته شین څراغ ښودل شوی.
خو دا روښانه ده چې د طالبانو ډیر محافظه کار مشران بېرته ګرځېدو ته لېوال نه دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخوند ټینګار کوي چې "دمګړۍ سړي راسره د ژغورنې هڅو کې کار کوي او د ښځو همکارۍ ته اړتیا نه لرو."
هغه راسره خپل دفتر کې د خبرو پر مهال ملګري ملتونه او نورې مرستندویه ادارې تورنې کړې چې ګوندې د دوی د دیني باورونو خلاف څرګندونې کوي.
ښاغلي ګرېفېتس یې راته ځواب کې وویل "په خواشینۍ سره (په دې تړاو) موافق نه یم. موږ د افغانستان د فرهنګ او نورمونو درناوی کوو، هغسې چې د نورو هېوادونو چې کار پکې لرو، کوو."
د عکس سرچینه، social Media
ښاغلي ګرېفېتس دلته دا هم وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې د بشري مرستو ته لاسرسی عمومآ پام وړ ښه شوی.
هغه سیمې چې پخوا د طالبانو د بریدونو او یا د امریکا په مشرۍ ځواکونو د پوځ عملیاتو له وېرې له لاسرسي بهر وې، اوس ورته په اسانه تګ راتګ کېږي.
طالبان له مګرو ملتونو دا هم غواړي چې د دوی هڅې او لاسته راوړنې دې له پامه نه غورځوي.
په دې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي له ښاغلي ګرېفېتس لیدنه کې ټینګار وکړ چې د کمښتونو او شکایتونو پر ځای د دوی لاسته راوړنې او فرصتونه" شریک کړي.
ګڼو مرستندویه ادارو چې ډېره تکیه یې پر خپلو افغان ښځینه کارکوونکو وه، دمګړۍ خپل فعالیتونه درولي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته