هندي پلټونکو د لوېدلې الوتکې غږ ثبتوونکې آله موندلې
د عکس سرچینه، Getty Images
په هند کې د ایر اینډیا شرکت د لوېدلې الوتکې پلټونکې ډلې د الوتکې کوپېټ غږ ثبتونکې سیسټم ترلاسه او بېرته رغولی چې ددې مرګونې پېښې د څرنګوالي د معلولو په برخه کې ستر پرمختګ ګڼل کېږي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایر اینډيا یوه بوینګ ا۷۸۷-۸ الوتکه د هند له احمداباد ښار ه له الوتنې لږه شېبه وروسته راولوېده چې له امله یې ۲۷۰ کسان مړه شول چې ډېر شمېر يې په الوتکه کې سپاره کسان وو.
سيويار یا غږ ثبتوونکې اله چې د الوتکې د تور بکس د ثبت یو ډول دی، په الوتکه کې ټول شته غږونه او مکالمې لکه د پيلوټانو خبرې، د خبرداري زنګونه او نور داخلي غږونه ثبتوي.
تور بکس څه دی؟
الوتکې معمولا یو تور بکس لري، چې دوه کوچنۍ او خورا کلکې برېښنايي د ثبت الې یا ریکارډرونه په کې وي. یو يې د الوتنې تخنیکي معلومات لکه لوړوالی او چټکتیا ثبتوي او بل يې د کابین دننه غږونه ثبتوي چې د پيلوټانو خبرې واوري او له هر ډول غېر عادي غږونو خبر شي.
ددې ثبتوونکو څېزونو نوم که څه هم تور بکس دی، خو په اصل کې دا دوه روښانه د نارنجي رنګ لرونکې وسایل دي، چې یو ته يې سيويار او بل ته يې ایفډيار وايي چې دواړه د الوتکې د تور بکس په نامه یادېږي.
په الوتکو کې تور بکس خورا کلک جوړښت لري چې تر ډېره د الوتکو له لوېدو وروسته هم دا بکس روغ پاتې کېږي او همدا بکس بیا د پېښې پلټونکو ادارو سره مرسته کوي چې د پېښې د رامنځ ته کېدو څرنګوالی معلوم او روښانه کړي.
د هند د هوايي چلند، د پېښو د څېړنې اداره ددې الوتکې د لوېدو د لاملونو معلوملو ډلې رهبري کوي چې په څېړنو کې د امریکا او برېټانیا مرسته هم له ځان سره لري.
دغې ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، دوی خپلې څېړنې پیل کړي او په ورته وخت کې د امریکا د ټرانسپورټي خوندیتوب ملي اداره هم د نړیوالو تړونونو له مخې خپلې پلټنې کوي.
پر دې سربېره، د پېښې د څېړنې لپاره د هند د حکومت لخوا یوه بله باصلاحیته کمېټه هم شوې چې د پېښې د رامنځ ته کېدو د څرنګوالي د څېړنو او پلټونو ښه څارنه او ارزونه وکړي. ټاکل شوې دغه ډله خپله لومړۍ غونډه نن دوشنبه وکړي.
د هند ال اینډیا راډیو د خبر له مخې، دغه کمېټه به خپل لومړی راپور د راتلونکوو درې مېاشتو په موده کې حکومت ته وړاندې کړي چې په دې راپور کې به د راتلونکې لپاره ځينې تازه وړاندیزونه او جوړښتونه هم وي چې د ورته پېښو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د عکس سرچینه، Getty Images
له یوې خوا پلټنې روانې دي؛ خو بله خوا په پېښه کې د قرباني شویو کورنۍ د خپلو نږدې کسانو د جسدونو ترلاسه کولو انتظار غمجن او خپه کړي دي.
د ایر اینډیا دې الوتکې تېره پنجشنبه د احمداباد ښار د سردار ولبهبایي پاټېل له نړیوال هوايي ډګره الوتنه وکړه؛ خو له الوت څخه یې لا شل ثانې يې نه وې تېرې چې د یوه ملکي روغتون د ډاکټرانو پر استوګنځي راولوېده.
په دې پېښه کې په الوتکه کې د سپرو ۲۴۲ کسانو له ډلې یوازې یو کس ژوندی وتلی دی. چارواکي اوس هڅه کوي، معلومه کړي چې په الوتکه کې د ناستو کسانو سربېره؛ څومره نور پر ځمکه یا د ملکي روغتون استوګن وژل شوي دي.
همدارنګه، هڅه کېږي چې د ډيایناې د معاینې له لارې د قرباني شویو کسانو پېژندنه وشي، خو ویل کېږي چې دا پروسه هم خورا ورو روانه ده.
د احمداباد ملکی روغتون ډاکټرانو نن دوشنبه ویلي، د ډيایناې له لارې له ۹۰ ډېر جسدونه پېژندل شوي چې له ډلې یې ۴۷ جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. خو د ډېر شمېر نورو هغو کورنیو لپاره لا هم دا سخت او دردوونکی انتظار دی چې د خپلو نږدې کسانو د جسدونو پېژندل کېدو ته شېبې شمېري.
چارواکو بي بي سي ته ویلي، د جسدونو د پېژندنې بهیر ځکه ټکنی او ورو دی چې په پېښه کې ډېر شمېر جسدونه سوځېدلي چې پېژندل یې سخت شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته