کرېکټ: افغانستان شري لنکا ته په ۶۰ منډو ماته ورکړه
د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او شري لنکا تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې شري لنکا ته په ۶۰ منډو ماته ورکړه.
دغه سيالي چې د شري لنکا په پاليکلي کړېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، افغانستان د پچې له ګټلو سره د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه چې شري لنکا ونشوی کړی پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې په ۲۳۴ منډو وسوځېده.
د افغانستان لپاره ابراهيم ځدارڼ تر ټولو ډېرې ۱۰۶ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ رحمان الله ګوربز ۵۳، رحمت شاه ۵۲، نجيب الله ځدراڼ ۴۲ او ګلبدين نايب ۲۲ منډې وکړې.
د شري لنکا لپاره ويندو هسرنګا دوې، کسون رجيت، رېنجيا لکشن، لهيرو کومارا او مهېشتکشنا هر يوه يو یو لوبغاړی وسوځاوه.
په توپ اچونه کې د افغانستان فضل الحق فاروقي څلور، ګلبدين نايب درې، يمن احمدزي دوه او راشد خان يولوبغاړی وسوځاوه
د دغو لوبو د چمتووالي لپاره افغان لوبډلې په متحده عرب اماراتو کې تمريناتي لوبې هم ترسره کړې.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لوري رحمن الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن او فضل الحق فاروقي لوبېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د ۲۰۲۳ نړيوال جام سياليو ته د لارموندنې په موخه دغه لوبې خورا مهمې دي. د افغانستان کرېکټ بورډ احرائيوي رئيس نصيب خان وايي افغان لوبډله بايد په دې سياليو کې وځلېږي او د ده په وينا موږ په خپلو لوبغاړو باور لرو او هيله من يم چې دوی به وځلېږي.
افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالی کې تر اوسه څلور لوبلړۍ کړې چې له ۱۲ سیالیو یې ۱۰ ګټلې دي او اوس په جدول کې په اووم نمبر ځای لري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته