افغانستان: د طالبانو حکومت له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د روسیې سوداګرۍ خونې چارواکي وايي افغانستان کې د طالبانو حکومت ترې غوښتي چې په کلني ډول د نفتي توکو د پېریدو کچه دوه میلیونه ټنو ته رسول غواړي.

د افغانستان دولتي خبري اژانس 'باختر' د روسیې د سوداګرۍ خونې د مشر رستم خبیبولین له خولې ویلي " افغانستان ورته وړاندیز کړی چې د اوږدې مودې لپاره هر کال له روسیې څخه ۲ میلیونه ټنه نفتي توکي وپېري." دغه روسيي چارواکي ویلي په دې سوداګریزه معامله کې به نیمه برخه مایع ګاز او پاتې نور به پټرول او ډیزل وي.

د روسیې د سوداګرۍ خونې مشر هیله څرګنده کړې چې دغه تړون به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې له ځينو لویو شرکتونو سره لاسلیک شي.

د رپوټونو له مخې له روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات په تېر کال کې شل سلنه زیات شوي دي. د انرګوسټار ټرېډینګ په نوم شرکت د خپرو کړو معلوماتو له مخې، یوازې همدا کال کې بېلاروس افغانستان ته ۴۰۰ زره ټنه تېل صادر کړي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۳۸ میلیون ډالرو ته رسېدلې چې له دې شمېرې یې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۵۰ زره ټنه تېل افغانستان ته وارد شوي دي.

افغانستان په دې وروستیو کې له روسیې او منځنۍ اسیا سره خپله سوداګري پراخه کړې ده.

له نړیوالو محدودیتونو سره مخ د طالبانو حکومت چې یوازې روسیه یې په رسمیت پېژني، هڅه یې دا ده چې د اقتصاد غوړېدا لپاره روسیې سره له خپلو اړیکو لا ډېره ګټه واخلي.

په دې وروستیو کې مسکو کې د طالبانو حکومت سفیرګل حسن حسن له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي که ځینې بندیزونه، په ځانګړې توګه بانکي محدودیتونه لرې شي، افغانستان به وکولی شي خپل واردات زیات کړي.

د هغه له خولی ویل شوي وو چې افغانستان کولی شي روسیې ته وچه او تازه مېوه، سابه، طبي بوټي، غالۍ او کاني توکي صادر کړي چې دا کار به "د کابل او مسکو دوه اړخیزه سوداګري پراخه کړي او دواړو هېوادونو اقتصاد ته به ګټه ورسوي."