باړه کې د وسله والو لخوا د ښوونځي د نیولو هڅه

د عکس سرچینه، Security sources

د عکس تشریح، د ډرون په مټ اخیستل شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې په احتمالي ډول وسله وال کسان د یوه ښوونځي ترڅنګ له ریکشا سره ولاړ دي.
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان خیبر پښتونخوا کې امنیتي سرچينې ادعا کوي چې د خیبر ولسوالۍ (ضلع) باړه کې یې ۱۰ وسله وال وژلي دي.

د راپورونو له مخې دا کسان هغه مهال ووژل شول چې د باړې اکاخېل سیمه کې امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو تحریک د بیرغ پورته کولو هڅه وکړه. په خپلواکه توګه د تلفاتو دا شمېر نه دی تایید شوی.

امنیتي سرچینو ځايي خبري رسنیو سره د عملیاتو یوه داسې وېډیو شریکه کړې چې په کې یوې ریکشا سره چاودنه ښودل شوې، هلته له موجودو خلکو ځینې ولېږي او ځینې تښتي، خو په ټولنیزو پاڼو یوې بلې خپرې شوې ویډیو کې د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) وسله وال په دې ښوونځي د خپل تحریک د بیرغ پورته کېدو په حال کې لیدل کېږي. په خپلواکه توګه د دواړو ویډیوګانو تایید نه دی شوی.

په خیبر کې پولیس وايي پر وسله والو دا برید یې د ډرون په وسیله کړی دی.

امنیتي سرچیني تاییدوي چې د خواجه میر په نوم ښوونځي "ټي‌ټي‌پي" خپل بیرغ پورته کړی و. د همدې پېښې ویډیو هم په ټولنیزو شبکو خپره شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

په باړه کې یو پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي سره خبرو کې ادعا وکړه چې "۱۰ خوارج دې عملیاتو کې وژل شوي" پاکستان د "ټي‌ټي‌پي" غړو ته " د خوارجو" نوم کاروي.

ده وویل له دې پېښې وروسته سیمه کې د وسله والو لټون پیل شوی دی.

د باړې سیمه چې ایالتي مرکز پېښور نه یوازې څو کیلومتره لرې ده، وړاندې هم ددې ځای نه د وسله والو د فعالیتونو ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې ځینو کې وسله‌والو سره د سپکو وسلو ترڅنګ راکټونه هم لیدل شوي.

تېر کال د باړې همدې اکاخېل سیمه کې یوې جوړې شوې ویډیو کې ښودل شوي وو چې د کرېکټ یو لوبې ته د وسله والو یو قوماندان وینا کوي. دې ویډيو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.