'کاوون' مجله

د عکس سرچینه،
دا د کاوون مجلې د ۹۶ او ۹۷یمې ګڼې یو ځای چاپ دی، چې پکې سیاسي، ټولنیزې او هنري لیکنې راغلې.
د کاوون مجلې دا دوه یو ځايي ګڼې د اروښاد استاد محمد صدیق پسرلي یاد ته ځانګړې شوې دي.
- په دې ګڼې کې يې لاندې لیکنې راغلې:
- (شور بازار) کې د (تمرین) تر سرلیک لاندې لیکنه؛
- زما استاد پسرلی؛
- د آیت الله خامنه اي اقتصادي امپراتوري؛
- بې مسوولیته آزادی، په حکومت کې حکومتونه؛
- یو څو ځوانان د روشنګرۍ لیدلي خوبونه رښتیا کوی؛
- ویښیار پاچا؛
- چې دا نور شاعران کاندي هسې نه کا، او نور...
کاوون پېنځلس ورځنۍ سیاسي- ټولنیزه خپرونه ده، چې د امتیاز څښتن يې اسد الله دانش دی او په پښتو او دري لیکنې پکې خپرېږي.
د کاوون مجلې هره ګڼه په کابل، ننګرهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې له کتابتونونو ترلاسه کېدای شي.















