طالبان: د پاسپورتونو په چاپ کې بدلون نه دی راغلی
د عکس سرچینه، ECONSULATE.GOV.AF
په افغانستان کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ له پرونه بېرته پیل شوې ده. د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د تېر کال په جولای میاشت کې دا بهیر درولی و او لامل یې دا ښودلی و، چې د پاسپورتو په چاپ کې د ځینو تخنیکي بدلونو راوستل غواړي.
د پاسپورت ریاست ویاند، نورالله پتمن، زموږ همکار، ابرهیم امیري، ته د دغه بهیر د بیاپیلېدنې په اړه وویل، له انلاین لارې په ټول افغانستان کې د پاسپورتونو د وېش بهیر رسماً پیل شوی دی.
ښاغلی پتمن وايي، له انلاین لارې ټول افغانستان کې افغان مراجعین کولای شي له انلاین لارې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه وکړي او په خپل نوبت اړوند امریت کې پاتې چارې په اسانۍ سره ترسره کړي.
نوموړی وايي، د کابل په مرکزي ریاست کې دوی ظرفیت لوړ کړی، بشري ځواک هم زیات کړی دی او دغه راز تخنیکي وسایل اکمال او تجهیز شوي دي.
ښاغلي پتمن زیاته کړه، د پاسپورتونو په بڼه یا چاپ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او په وینا یې دوی کافي انداز چاپ شوي پاسپورتونه لري چې هماغه پخواني پاسپورتونه ویشي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د پاسپورت رياست د وړم کال وروستیو کې اعلان وکړ چې کابل کې به د پاسپورټ لپاره غوښتنليکونه يوازې په انلاين بڼه منل کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته