جو بایډن: د القاعده مشر ایمن الظواهري مو کابل کې وژلی دی
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سي ای اې په ډرون برید کې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو اعلان وکړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو کابل کې ایمن الظواهري ته په پناه ورکولو واشنګټن سره له لاسلیک کړې هوکړه لیک سرغړونه کړې ده.
انټوني بلېنکن ویلي، د دې هوکړې له مخې، له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه ووتل.
نوموړي پر ټویټر لیکلي: "موږ له افغانستانه د ترهګرۍ راولاړېدونکو ګواښونو پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړ. نړۍ د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له مړینې وروسته په امن کې ده. د امریکا متحده ایالتونه به د هغو کسانو پر وړاندې خپل کار ته دوام ورکړي، چې زموږ هېواد، خلکو او ټلوالې ته ګواښ پېښوي".
د یادې هوکړې له مخې چې دوحه کې لاسلیک شوې ده، طالبانو ژمنه کړې چې د لوېدیځ پر وړاندې فعالیتونو لپاره به بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ته افغانستان کې د اوسېدو او پناه ورکولو اجازه نه ورکوي.
جو بایډن وویل، ایمن الظواهري د ترهګرۍ ضد عملیاتو په لړ کې وژل شوی دی. ده دا اعلان په یوه تلویزیوني وینا کې وکړ چې له سپینې ماڼۍ په ژوندۍ بڼه خپرېده.
ښاغلي بایډن الظواهري د زرګونو امریکایانو قاتل وباله او ویې ویل چې په وژلو سره یې عدالت تامین شوی دی.
بایډن وویل "زموږ استخباراتو د روان کال لومړیو کې د الظواهري د ځای ځایګي پته ولګوله - هغه د خپلې کورنۍ له نږدې غړو سره یو ځای کېدو لپاره کابل ته تللی و. د هغه د ځای په اړه پر روښانه او قانع کوونکي شواهدو له غور وروسته مې د جګړې له ډګره د تل لپاره د هغه د محوه کولو د دقیق ګوزار اجازه ورکړه."
د ښاغلي بایډن په وینا دغه برید کې بل چا او ان د الظواهري د کورنۍ غړو ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
چارواکو ویلي الظواهري د یوه کور برنډه کې و چې بې پلوټه الوتکو پرې د دوو توغندو برید وکړ.
د امریکا ولسمشر دا هم روښانه نه کړه چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر د حضور په اړه دا استخباراتي مالومات چا او څنګه ورکړي وو.
د امریکا ولسمشر خپله وینا کې د طالبانو هېڅ یادونه ونه کړه او دا یې هم ونه ویل چې ایا طالبان کابل کې د الظواهري پر شتون خبر وو، که څنګه.
طالبانو تر اوسه کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې د دوی حکومت منلې وه چې د امریکا ډرون الوتکو یکشنبه د کابل ښار شېرپور سیمه کې پر یوه کور برید کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې دا برید د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه ده او د تېرو ناکامو تجربو تکرارول دي.
هغه لیکلي چې دا ډول بریدونه د افغانستان او امریکا د ګټو په زیان دي او شته فرصتونو ته هم تاوان رسوي.
طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې چې القاعده شبکې او نورو ترهګرو سازمانونو ته به افغانستان کې د حضور او له دغه هېواده چا ته د ګواښ پېښولو اجازه نه ورکوي.
د امریکا ولسمشر وویل له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو پر مهال "د امریکا خلکو سره ژمنه کړې وه چې موږ به افغانستان او بل هر ځای د ترهګرۍ ضد کارنده عملیاتو ته دوام ورکوو او دقیقا همداسې مو وکړل."
هغه زیاته کړه د القاعدې مشر به "بیا هېڅکله افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل نه کړي، ځکه هغه ولاړ او موږ به دا ډاډمنوو چې بل څه پېښ نه شي."
ښاغلي بایډن دا هم ویلي چې د ده اداره به د القاعده له اړخه د پېښو ګواښونو "څارلو او هغو ته رسېدو ته ادامه ورکوي، پروا نه لري که دا ګواښونه له هر ځای وي."
الظواهري څوک دی
د عکس سرچینه، Reuters
ایمن الظواهري د ۲۰۱۱ کال می میاشت د پاکستان ایبټ اباد کې د امریکا په ځانګړو عملیاتو کې د القاعده شبکې د بنسټګر او مخکنی مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر شو.
هغه مهال چې اسامه ژوندی و نو الظواهري یې تر ټولو نږدې کس او ښی لاس ګنل کېده.
ډېر هغه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د ۹مې بریدونو متفکر مغز ګڼي.
امریکا د هغه پر سر د ۲۵ میلیون ډالرو جایزه ټاکلې وه.
هغه په وروستي ځل د ۲۰۰۱ کال اکتوبر کې د افغانستان په سویل ختیځ خوست کې لیدل شوی و او پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف له برید وروسته یې د ځای ځایګي په اړه مالومات نه وو.
الظواهري د ۱۹۵۱ کال د جون پر ۱۹مه د مصر پلازمېنه قاهره کې د ډاکترانو او علماو د منځنۍ کچې کورنۍ کې زېږېدلی او پخپله هم د سترګو جراح دی.
د هغه نیکه رابع الظواهري د الازهر امام اعظم او یو کاکا یې د عرب لیګ یا عربي ټولنې لومړنی سرمنشي و.
طالبانو سره بیعت
د عکس سرچینه، Getty Images/.
واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې په وار وار افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور د پیاوړتیا او طالبانو سره یې د اړیکو د دوام ادعا مطرح شوې، خو طالبانو بیا بیا رد کړې ده.
ملګرو ملتونو د روان کال د مې میاشتو وروستیو کې ویلي و چې القاعده له طالبانو سره ټينګې اړیکي لري او مشر یې ايمن الظواهري د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخونزاده سره بیعت تازه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او ارزونې کمېټې هغه مهال یوه رپوټ کې ټېنګار کړی و چې د القاعده مشر د افغانستان په ختیځو سیمو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه اوسېږي او نور مشران یې هم افغانستان کې دي.
ملګرو ملتونو ويلي وو القاعده افغانستان کې وروستي بدلون او د طالبانو بیا واک ته رسېدو ته خوشاله ده، له طالبانو سره "ټېنګ اړیکي پالي" او په سیمه او افغانستان کې حضور لري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته