ملګري ملتونه: طالبان دې د خبریالانو پر وړاندې ځپونکي ګامونه ودروي
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په دغه هېواد کې له طالبانو غوښتي، د رسنیو ټول نيول شوي کار کوونکي خوشي کړي.
یوناما دغه غوښتنه وروسته له هغه کړې چې دا وروستیو کې ځینې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي طالبانو نېولي دي.
خو طالبان په ښکاره د خبریالانو د نیولو په اړه له څه ویلو ډډه کوي.
افغانستان کې د طالبانو له واک نیولو سره د وینا آزادۍ پر وړاندې راپورته شویو خنډونو په نړیواله کچه ژورې اندېښنې رامنځ ته کړې دي.
یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې طالبان باید د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ځپونکي او له تاوتریخوالي ډک ګامونه ودروي.
له دې مخکې هم نړیوالو له طالبانو غوښتي و چې د وینا ازادۍ او رسنیو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي خو یوناما وايي، لا هم افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند کېږي.
د ملګرو ملتونو تر څنګ، د خبریالانو د خوندیتاب ګمېټه (CPJ Asia) هم وايي، چې طالب چارواکي باید د رومان کریمي د نیولو او وهلو او همدارنګه د نوموړي د موټر چلوونکي سمیع الله د نیولو په اړه ژر تر ژر څېړنې وکړي.
دغې کمېټې افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د یوې خصوصي راډیو څېښتن جمال الدین دلدار او پخوانی خبریال میرزا حسني هم ژر خوشې کړي.
د رپوټونو پر بنسټ افغانستان کې د خبریالانو ترڅنګ هغه کسان چې د طالبانو پر حکومتولۍ او چارواکو نیوکې کوي، هم ځورول کېږي.
د عکس سرچینه، Social media
د خواله رسنیو فعال عماد دوران له نژدې یوې میاشتې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د لیکنو او بحثونو په سر نیول شوی دی.
د ښاغلي دوران کورنۍ بي بي سي ته ویلي، عماد هیڅ کوم جرم نه لري خو د طالبانو استخباراتو نیول دی.
طالبان په دې اړه له خبرو ډډه کوي.
د وینا آزادۍ د تیر حکومت له لویو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېده خو د طالبانو له واکمنېدو سره دا لاسته راوړڼه له ننګونو سره مخامخ ده.
له تېر اګسټ راهېسي د رپوټونو له مخې ګڼ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نيول شوي او د خبریالانو لپاره کاري چاپیریال سخت شوی دی.
د طالبانو حکومت نژدې میاشت وړاندې پر ښځینه خبریالانو ځانګړي بندیزونه هم لګولي او ویلي دي چې پر سکرین ښکاره کېدونکي ټولې خبریالانې باید ماسکونه وتړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته