د نجونو پر منځنیو ښوونځیو بندیز؛ نړیوال بانک په افغانستان کې د څلورو پروژو چارې وځنډولې
نړیوال بانک مسوولین وايي، په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت له لوري د نجونو پر متوسطه ښونځيو د بندیز غځېدو له کبله په دې هېواد کې د څلورو پروژو کارونه درولي دي.
د بانک مسوولینو په وینا دا د ۶۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو ارزښت پروژې دي، چې اوس یې چارې په ټپه درول شوې.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د نړیوال بانک مسوولینو له قوله ویل شوي، د تعلیم، روغتیا او کرهنې برخې دې پروژو ته پانګه د افغانستان د بیا رغاونې صندوق 'اې ار ټي ایف ' له هغو پیسو ورکول کېده، چې دا وروستیو کې خوشې شوې وې او د ملګرو ملتونو ادارو لخوا به کارول کېدې.
د رویټرز رپوټ کې د نړیوال بانک مسوولینو له قوله د نجونو پر زدکړو د بندیز دوام له کبله ژوره اندېښنه ښوول شوې او د بانک لارښوود یادونه شوې، چې له مخې یې باید د اې ار ټي ایف مالي ملاتړ لرونکو ټولو پروژو کې باید افغان ښځې او نجونې خدمتونو ته مساوي لاسرسی ولري.
د بانک مسوولینو له قوله ویل شوي:
''له همدې کبله به دا پروژې د مرستندویانو د تایید لپاره یوازې هغه وخت وړاندې شي چې نړیوال بانک او نړیوالې ملګرې ادارې یې وضعیت سم درک کړي او ډاډ تر لاسه کړي، چې د دې پروژو هدفونه ترلاسه کېدای شي. ''
د روانې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه د نړیوال بانک اجرايي پلاوي د افغانستان بیارغاونې مرستو له صندوقه د څه باندې یو میلیارد ډالرو داسې کارول تایید کړل، چې پر طالبانو له لګېدلو بندیزونو به نه اغېزمن کېږي او د ملګرو ملتونو او مرستندویانو له لوري به د افغانستان زدکړو، روغتیا او کرهنې برخو کې کارول کېږي.
افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولکي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی، چې روانه اونۍ د هلکانو لپاره د ښوونځیو له پرانیستل کېدو وروسته یو ځل بیا وغځول شو.
د طالبانو دې بندیز پر وړاندې چې نجونه یې له زده کړو بې برخې کړې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم غبرګون ښودلی دي.
د یادونې ده، چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو تړلې پاتې کېدو پرېکړې له کبله امریکايي چارواکو تېره اونۍ له طالبانو سره په قطر کې پلان شوې غونډه لغوه کړه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته