هلمند کې جګړه شپږمې ورځې ته وغځېده
د عکس سرچینه، EPA
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
هلمند کې د جګړې اور لا هم سوړ شوی نه دی او نن 'جمعه 'د جګړې شپږمه ورځ حکومتي ځواکونو هڅه کوله د مرکز لښکرګاه پر ۶۰۱ لویه لاره د وسلوال طالبانو ولکه ختمه او دغه لار پرانیزي.
د ناوې او نادعلي ولسوالیو ځینو برخو کې لاهم جګړه روانه ده او د جګړې دواړه غاړې یو پر بل ګوزارونه کوي.
یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، تېره شپه د هلمند امنیه قومندان خلیل الرحمان جواد، ناوې ته روان و چې په لار کې يې د ګاډو پر کاروان ماین چاودلی او بېرته مرکز ته ستون شوی دی.
د هلمند د والي رسنیز دفتر وایي، تېره شپه د عملیاتو پر مهال د ناوې لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوی ولسوال د خپلو دووساتونکو سره وژل شوی دی.
د عکس سرچینه، AFP
بل لور ته د هلمند والي محمد یاسین خان وایي، د وسلوالو ډله ییز بریدونه یې په شا تمبولي او د لاسه وتلو سیمو لپاره یې په څو برخو کي ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړي دي.
د هلمند والي همدا راز وویل، دغه شپږ ورځنۍ جګړه کې د دوی ۳۰ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یاسین خان په خبره د لښکرګاه ښار کلابند نه دی او ۶۰۱ لويه لاره، چې کندهار له دغه ښار سره نښلوي، د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د هلمند والي د هغو کورنیو د ژغورولو په اړه، چي د جګړې له کبله خپلو سیمو کې ایسار پاتې دي وویل، د دوی ځواکونه و توانېدل چې لار پرانیزي، څو هغوی خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.
د عکس سرچینه، Msf
بل لور ته تر دې دمه د ۳۵ زره بې ځایه شویو څخه پنځه سلنه کسانو بېړنۍ مرستې تر لاسه کړې دي.
د هلمند د کډوالو ادارې مشر سید محمد رامین وایي، هڅه یې دا ده هغو کورنیو ته چې د اوسېدو لپاره ځای نه لري او بېړنيو مرستو ته اړ دي د نړیوالو مرستندويه ادارو په مرسته نغدي مرسته ورکړي.
د اړمنو کورنیو مالومول، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري سختیږي، ځکه ګڼ نور کسان هم د دې مرستو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
هغه مهال ، چې بریتانوي ځواکونه هلمند کې وو، تر ټولو دروند سرزیان یې د دغه ولایت نادعلي او مارجه کې لیدلی او اوس په همدې سیمه کې افغان ځواکونه او طالبان سره مخامخ دي او داسي ښکاري چې سختې ورځې به تر مخ وي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته