'افغانستان کې د کورونا وبا له امله بېوزلي ۱۳٪ لوړه شوې'
د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام یا UNDP په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه ویلي چې د دغه هېواد اقتصادي وده ۹سلنه راکمه شوې او په ملي ناخالصو تولیداتو کې یې هم کمی راغلی.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، د کورونا وېروس د خپرېدو په پایله کې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.
UNDP حکومت او مرستندویه بنسټونه ته څو پراختیایي پروګرامونه وړاندیز کړي او ویلي یې دي چې د منفي اغېزو د راکمولو او وضعیت د ښه والي لپاره له افغان حکومت او خلکو سره مرستو ته ژمن دي.
ددغه سازمان د رپوټ له مخې، د کورونا وېروس له امله په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه له ۵۵ سلنې څخه ۶۸ سلنې ته پورته شوې او ددغه هېواد اقتصاد هم لوی زیان اوښتی دی.
ددغه رپوټ یوې چمتو کوونکې شبنم سهیم خبریالانو ته وویل، د افغانستان اقتصاد په داسې وضعیت کې نه دی چې د کورونا وېروس له امله له رامنځ ته شوي کړکېچ سره مبارزه وکړي:
"نه یوازې د سیاستوالو د نظر پر بنسټ، بلکې زموږ د راټولو شویو معلوماتو پر اساس د افغانستان اقتصاد ددې وړ نه دی چې له روان کړکېچ سره مبارزه وکړي؛ ځکه چې محدودې سرچینې په واک کې لري، دولت د اړتیا وړ عواید نه لري چې پر کړکېچ برلاسی شي؛ له همدې کبله نړیوالو مرستو ته اړتیا لري."
د ملګرو ملتونو د پراختیا دغه سازمان د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ځینې تګلارې وړاندیز کړې دي.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازی عبدالله الدرداري وايي:
"موږ دغه راز د بیا نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د دولت او خصوصي سکټور قانوني چوکاټ کې کار کوو، له اقتصادي اړخه د مېرمنو پیاوړې کول او حکومتولۍ او بنسټونو د پیاوړتیا برخه کې ډېر مهم لومړیتوبونه شته، موږ به د سولې پر ټینګښت او دوامداره پرمختګ تمرکز وکړو او لس داسې لارې به وړاندیزکړو چې په راتلونکو شپږو کلونو کې به زموږ د لارې نخچه وي."
ښاغلي الدرداري وویل، افغان حکومت له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو، د مالیې له راټولونې او له فساد سره د مبارزې برخه کې تر یوه بریده اقتصادي کړکېچ کنټرولولی شي.
خو هغه په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې اندېښنه وښوده او ویې ویل چې فساد د هر پروګرام پر وړاندې یو خنډ دی.
هغه زیاته کړه، افغان حکومت ژمنه کړې چې له فساد سره به جدي مبارزه کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته