خوست کې ماین چاودنې جنازې ته روان ولسي وګړي وژلي
د عکس سرچینه، NASRAT RAHIMI
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، سوېل ختیځ خوست ولایت علیشېر ولسوالۍ کې د "طالبانو" یوه ماین چاودنې لږترلږه لس ولسي وګړي وژلي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چاودنه د سې شنبې په ګهیځ شاوخوا پنځه بجې د علیشېر ولسوالۍ په "بخانه" سیمه کې شوې ده.
خوست کې د پولیسو ویاند عادل حیدر وايي، سهار وختي یو سراچه موټر د ښار پر لور روان و، چې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو او په کې سپاره ټول کسان وژل ووژل شول.
عادل حیدر وايي، پېښه کې پنځه سړي، دوه ښځې او درې ماشومان وژل شوي دي.
د علیشېر ولسوال مجیب الرحمن سلیم زوی وايي، پېښه د کوزې ابوخانې اړوند سیمه کې رامنځته شوې. د سیمې خلک وايي، وژل شوي کسان د بابرک ټانې کوچیان وو چې ښار ته پر لاره وو.
د سیمې یو اوسېدونکی جاوېد چې د سهار لمانځه پرمهال له کوره راوتلی و، وايي دوه موټر روان وو چې پر یوه یې چاودنه وشوه:
"د ماشومانو جسدونه مې ولیدل، خو ورنژدې نه شوم، ځکه خپله د زړه بېماري لرم او دومره زور را کې نه و چې په وینو لت پت جسدونه ووینم."
همدغه عیني شاهد وايي، وژل شوي خلک لوګر ته د خپلوانو جنازې لپاره روان وو چې خپله په جنازو بدل شول.
تر اوسه د یادې پېښې په اړه وسلوالو ډلو څه نه دي ویلي.
بل خوا، نن سهار د مزارشریف الکوزي څلورلارې ته څېرمه د دویمې حوزې تر څنګ د ترافیکو له موټر سره پر یوه بایسکل ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي چاودلي، چې شپږ نظامي او ۱۳ عام وګړي یې ټپیان کړي.
د بلخ ملکي روغتون امر ډاکتر شفیق شایق وایي، تر دې دمه روغتون ته ۲۲ ټپیان وروړل شوي چې شپږ یې نظامیان او نور عام کسان دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته