ملي امنیت: د لوګر مدني فعالان له موږ سره دي
د عکس سرچینه، ملي امنیت
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د لوګر او پکتیا د دوو مدني فعالانو-موسا محمودي او احسان حمیدي- له ورکېدو پنځه ورځې وروسته ملي امنیت وايي، چې دا کسان له دې ادارې سره دي. دې دوو کسانو له رسنیو سره خبرو کې ویلي وو چې د لوګر په ځینې ښوونځیو کې سلګونه زدکوونکي له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.
اوس د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، د دې رپوټ له خپرېدو وروسته دا مدني فعالان جدي امنیتي ګواښ سره مخ و، ځکه یې خوندي ځای ته لېږدولي دي.
د افغانستان ملي امنیت په دغه اعلامیه کې ادعا کړې چې د جنسي ځورونو په هکله د موسا محمودي څېړنې بې سنده، بې ثبوته او بې شواهدو وې.
"د دې رپوټ دا بې بنسټه او بې مدرکه څرګندونو د څو ښوونځیو څو ماشومان له جدي امنیتي ګواښ سره مخ کړي دي."
د عکس سرچینه، Getty Images
د ملي امنیت اعلامیه له هغه وروسته ده، چې د بښنې نړیوال سازمان د دوشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې تور ولګاوه چې د افغانستان ملي امنیت ادارې هغه دوه کسان نیولي دي چې په لوګر کې یې پر کم عمره هلکانو د جنسي تېريو له پېښو پرده پورته کړې وه. یاد سازمان په سملاسي توګه د دې دواړو کسانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دې کسانو پر هلکانو د جنسي ځورونې تر سلو ډېرې ویډیوګانې افشا کړې وې او ګارډین ورځپاڼه ادعا کوي چې یو شمېر هغه هلکان چې جنسي تېری پرې شوی و، وروسته وژل شوي هم دي.
د بښنې نړیوال سارمان د سویلي اسیا د برخې یوه کمپاینره سمیرا حمیدي هغه ورځ وایي، داسې وېره شته چې دا کسان ښایي د ملي امنیت ادارې په بند کې شکنجه شي، یا نور بد چلن ورسره وشي.
نوموړې ویلي، د ملي امنیت ادارې ته پکار ده چې د دې دوه فعالانو د نیولو پر ځای د دوی ستاینه وکړي، د قضیې پلټنه وکړي او اصلي مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.
په لوګر ولایت کې پر لسګونو کم عمره هلکانو د جنسي ځورونې قضیه څه موده وړاندې رسنیو کې را پورته شوه، خو افغان حکومت په دې تړاو شوې ادعاوې رد کړې دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته