محب طالبانو ته: سوله وکړئ که نه جګړه به وبایلئ
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړ ته خبرداری ورکړی چې "د سولې له بهیر سره یوځای شئ، که نه پر وړاندې به مو جګړه روانه وساتو."
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، په ټاکنو کې چې هر څوک ګټونکی سوله به یې لومړیتوب وي.
ښاغلي محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې کولې وویل، که طالبان سوله نه کوي نو دوی بیا چمتو دي چې پر وړاندې یې ودریږي.
نوموړي پر طالبانو او د دوی پر ملاتړو غږ وکړ چې د افغان ولس پیغام دې واوري که دوی سوله نه کوي، نو جګړې ته به دوام ورکړي چې د دې جګړې د ګټلو جوګه هم دي.
ښاغلي محب زیاته:
"طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته له همدې ځایه د افغان ولس یو پیغام لرم، له موږ سره د سولې په بهیر کې یو ځای شئ، که نه پر وړاندې به مو جګړه جاري وساتو. لکه څنګه چې زما همکارې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز تېره اوونۍ په همدې ځای کې وویل، زه هم وایم چې په دې جګړه کې بریا زموږ ده."
د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي زیاته کړه چې د سولې په اړه بل ګام د افغانانو ترمنځ دی او همدرانګه یې پر اوربند، جمهوري نظام او تېرو اتلسو کلونو د بریا پر ساتلو ټینګار وکړ او دا یې د افغانانو غوښتنه وبلله.
حمد الله محب، د سولې په بهیر کې افغان مېرمنې مستحقې وبللې چې په وینا یې د سول د هوکړې پر شرایطو د بحث لپاره له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۵۰۰۰ مېرمنو ګډون کړی و.
نوموړي د افغانستان وروستیو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې وویل، که د ټاکنو ګټونکی هر څوک وي سوله به د افغان دولت لومړیتوب وي.
ښاغلي محب زیاته کړه، په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانانو خپل ژوند په خطر کې واچاوه او رایه یې وکاروله چې دا رایه اچونه د ولسواکۍ او ملي حاکمیت لپاره رایه وه.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ (تله شپږمه) ترسره شوې، چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، څه باندې دوه میلیونه رایه اچوونکو ګډون پکې کړی و.
دغو ټاکنو ته شاوخوا نهه میلیونه رایه اچوونکو نوملیکنه کړې وه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته