پمپیو: د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره کې بدلون نه دی راغلی
د عکس سرچینه، AFP
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیېو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړی، چې د سوېلي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ تګلاره کې بدلون نه دی راغلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواو په ټیلیفوني خبرو کې منلې، چې په وینا یې اوس د دې وخت دی چې د خبرو له لارې د افغان جګړې د ختمولو لپاره هڅې ګړندۍ شي.
د خبرپاڼې په وینا، ښاغلي پمپېو ویلي، امریکا دې ته هم ژمنه ده، چې د اړوندو شرطونو پر بنسټ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.
دا خبر پر داسې مهال ورکړ شوی، چې افغان حکومت څو ورځې وړاندې له پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سره کتنه کې د افغانستان په تړاو د ولسمشر ټرمپ د لانجمنو څرګندونو په اړه له واشنګټنه سپیناوی غوښتی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو هغه ته ډاډ ورکړی چې د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړنلاره نه ده بدله شوې.
خبرپاڼه زیاتوي ښاغلي پمپیو ډاډ څرکند کړی چې د امریکا کړنلاره هماغه ده له څه ډول چې له وړاندې ټاکل شوې او هغه دا چې امریکا د وضعیت په پام کې نیولو سره له افغانستان سره د مرستې لپاره ژمنتیا لري.
خبرپاڼه زیاتوي په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو په دې هوکړه وکړه او وې ویل چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې د خبرو له لارې د افغانستان د جکړې د پاې ته رسولو لپاره روانې هڅې ګړندۍ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي ښاغلي پمپیو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل، د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ او د سولې لپاره د امریکا زلمی خلیلزاد کابل ته د دې لپاره ورغلي چې د سولې لپاره د راتلونکي پړاو په تفصیل خبرې وکړي.
د عکس سرچینه، ARG
په دې ټلیفوني خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپانې له مخې افغان ولسمشر ډاډ ښودلې چې "له امریکا سره په ګډه به په سولهيیز، با ثباته او د داسې یوه افغانستان لپاره کار وکړي چې د ترهګرۍ مرکز نه وي".
د افغان ولسمشر دفتر د دې ټلیفوني خبرو په تړاو څه نه دي ویلي خو ښاغلي غني پرون یوې غونډې ته په وینا کې وویل" سوله د افغانستان لومړيتوب دی خو داسې سوله چې تل پاتې وي".
"زمونږ اصلي خبره سوله ده، تل پایه سوله، با عزته سوله. اوس وخت د دې دی چې زموږ ټول ګاونډیان دې پایلې ته ورسېږي چې یو با ثباته افغانستان، یو روښانه افغانستان، یو باعزته افغانستان د دوی په ګټه دی؛ با عزته سوله راتلونکې ده انشاالله"
په دې ټلېفوني خبرو کې د افغانستان په اړه د امریکا د کړنلارې پر ځای پاتې کېدو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ټینګار ښایې هغو اندېښنو ته ځواب وي چې د افغانستان د جګړې په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندولو او د افغانستان په مسله کې د پاکستان ته د مهم رول د ورکولو له امله رامنځ ته شوي دي.
ښاغلي ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره په ګډه خبرې غونډه کې ویلي و چې، پاکستان به له افغانستان څخه د امریکا په وتلو کې مرسته کوي.
ټرمپ ویلي که وغواړي نو د افغانستان جکړه ګټلی شي، خو ښایي لس میلیونه افغانان ووژل شي او افغانستان د ځمکې له نقشې لری شي خو ده ویلي نه غواړي داسې کار وکړي.
دې څرګندولو په افغانستان کې په ولسي او رسمي کچه سخت غبرګونونه پارولي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته