د ایران مذهبي مشر جګړه کې د افغان وسلوالو رول وستایه
د عکس سرچینه، Getty Images
د تسنیم خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ایران مذهبي مشر ایت الله سید علي خامنه يي د فاطمیون لېوا د وژل شویو غړیو له کورنیو سره په لیدنه کې د دې وسلوالو رول وستایه.
د دې رپوټ له مخې ایت الله سید علي خامنه يي وویل: "افغان وروڼه شهیدان تر نورو امتیاز لري، ځکه چې په ډېره بې وزلۍ کې شهیدان شول".
نوموړي مشهد کې د افغان وسلوالو له کورنیو سره لیدنه کې دا خبرې کړې.
ښاغلی خامه يي دا هم وايي، چې امریکا د اسیا لوېدیځ کې ماته خوړلې او د دې لامل هم هغه کسان دي چې دې جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
"اوس امریکا د اسیا لوېدیځ کې ماته خوړلې، لبنان، سوریه او عراق کې او د دې ماتې عامل هم ستاسو همدا بچیان دي".
نوموړي دا هم وویل، چې د ترلاسه کړو رپوټونو له مخې وايي، چې د فاطمیون لېوا افغان وسلوال تر نورو ډېر مقاومت او پایښت لري.
فاطمیون لېوا پر ۱۳۹۴ کال د ایران او عراق د حګړې د مهال د ابوذر لېوا او افغانستان کې د ایران د سپاه په واک کې مجاهدینو جوړه شوه.
کیهان ورځپاڼه د فاطمیون لېوا جوړېدل په داو طلب ډول بولي چې د سپاه محمد په نوم بلل شوې ده.
دا ډله د ایران او عراق جګړه کې جنګېدلی او په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغان طالبانو پر ضد د جګړې لپاره افغانستان ته سنته شوې، خو وروسته له منځه لاړه.
د عکس سرچینه، Tasnim
د منځني ختیخ د مطالعاتو مرکز د کیهان ورځپاڼې له مخې وايي، د نوي افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ملاتړو د تعقیب له وېرې دا ډله له منځه لاړه.
د دې ډلې وسلوال وروسته د ایران مشهد کې سره ټول شول او د علي رضا توسلي په مشرۍ د سوریې پلازمېنه دمشق کې "د بي بي زینب زیارت د دفاع" لپاره ولېږل شول.
دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی خامنه يي د فاطمیون لېوا د وژل شویو وسلوالو له کورنیو سره ویني.
نوموړي د تېر کال نوروز کې هم ورته لیدنه درلوده: بنده له پخوا د افغانستان هزاره وروڼه ستایل، ځکه چې له نږدې مې لیدلي و، طالبان یې زموږ سره نږدې و او له پخوا ور سره اشنا وم. ډېرې افغانستانۍ کورنۍ ایران ته راغلې او انقلاب او سپېڅلې دفاع کې یې زموږ ملاتړ وکړ.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته