د افغان پارلماني ټاکنو رای پاڼې د چاپ لپاره بهر ته استول شوې
د عکس سرچینه، AFP
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د را روانو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره یې د رایه ورکولو پاڼې د چاپ لپاره بهر ته استولې دي.
د چارواکو په وینا د رایو ورکولو پاڼې په ټاکنو کې د درغلي د مخنیوی په موخه په بهر کې چاپ ته لیږل شوې دي.
ټاکل شوی چی پارلمانی ټاکنی د میزان په ۲۸ نیټه ترسره شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات په وینا رای پاڼې به تر یوې میاشتې ټولې چاپ شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شمېرو له مخې څه باندې نهه میلیونه کسانو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره نوملیکنه کړې ده چې په همدې شمېر به رای پاڼې هم چاپ شي.
د رایو ورکولو پاڼې لګښت د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یا یو اېن ډي پي او یو اېس ای ډي له خوا ورکول کیږي.
بل پلو د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي له تېرو لسو ورځو راهیسې یې په ځینو ولایتونو کې چارې له خنډونو سره مخ شوې دي، ځکه په یو شمېر ولایتونو کې د دوی دفترونه تړل شوي چې چارې یې ټکنۍ کړې دي.
د دې کمېسون په چارو کې ځنډ او خنډ له هغه وروسته دی چې تر ۳۵ نوماندان د نوماندۍ له نوملړ و اېستل شول او په غبرګون کې دا ډول ځینې نوماندانو مختلفو سیمو کې د دې کمېسون د دفترونو مخ ته اعتراض وکړ.
خو ښاغلی سادات وايي له دوی سره ژمنه شوې چې دغه خنډونه به تر راتلونکو یو دوه ورځو له مخې لرې کړای شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته