"د امریکا، افغان پوځ او طالبانو جنګي جرمونه به څېړو"
د عکس سرچینه، AFP
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
په افغانستان کې د جنګي او انسانی ضد جرمونو د څېړلو په اړه د رسمي غوښتن لیک په مناسبت د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بن سودا په تازه څرګندونو کې ویلي د عدالت منګولو ته د شکمنو کسانو د سپارلو لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
دې دا څرګندونې تېره ورځ له محکمې د رسمي اجازې د غوښتلو پر مهال وکړې.
نوموړې د نومبر پر څلورمه هم د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي له قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د رسمي پلټنې اجازه ور کړي.
د انساني حقونو څارډله وايي، د څارنوالې غوښتنلیک دا وښوده چې افغانستان کې د هغو جنګي جرمونو پلټنه نه شوې او نه کېږي چې طالبان او بهرني ځواکونه پر تورن دي.
دا وايي د هغو شواهد له مخې چې دي تر لاسه کړي که اجازه ور کړل شي د نړیوالې جنايي محکمې له قاضیانو به وغواړم چې هغه کسان جلب کړي او یایې د نیولو امر وکړي چې تر ټولو ډیر مسوول دي:
"دې ته دې نه کتل کیږي چې دغه کسان چې د افغانستان په تړاو یې ناوړه جرمونه کړي څوک دي".
مېرمن بن سودا وايي د هغو جرمونو څېړنه به وکړي چې په افغان جګړه کې ښکیلو خواوو کړي دي.
"هغه جنګي او بشریت ضد جرمونه به څېړو چې طالبانو او د هغوی ملاتړې شبکې حقانې ډلې کړي ، هغه جنګي جرمونه به څېړو چې افغان ځواکونو په تېره ملي امنیت او پولیسو کړي".
د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړې په خبره، هغه جنګي جرمونه به هم څېړي چې امریکايي ځواکونو په تېره سی ای اې په افغانستان کې د ننه په پټو زندانونو او د افغانستان په تړاو په نورو هېوادونو کې کړي دي.
د هغې د څرګندونو له مخې هغه جرمونه به څېړې چې د ۲۰۰۳ د مۍ میاشتې له لومړۍ نیټې را په دیخوا شوي ، خو هغه جرمونه هم له نظر نه شی غورځولی چې د ۲۰۰۲ کال د جولای میاشتې له لومړۍ را وروسته شوي دي.
افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د روم تړون او د جرمونو نړېوالې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی.
نوموړې د جګړې له قربانیانو هم غوښتي چې په څېړنو کې له دوی سره مرسته وکړي.
مېرمن بن سودا وايي قربانیانو او یا د هغوی استازو ته د خپلو څېړنو په اړه خبر ورکوي او دوی د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې تر ۳۱ نیټې خپل شکایتونه د نړیوالې محکمې قاضیانو ته سپارلی شي.
په افغانستان کې په روانه جګړه کې د جنګي جرمونو رپوټونه ورکړل شوي او ملکي وګړو ته د سر درانه زیانونه اوښتي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د معلوماتو له مخې تېر کال د ملکي وګړو د مرګې ژوبلې ډیره برخه د دولت ضد وسله والو پر غاړه وه.
د یوناما د شمیرو له مخې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یو شپیته سلنه د وسله والو چې ډیره برخه یې طالبان دي، ۲۴ سلنه د دولت پلوو ځواکونو پر غاړه ده ، او لس سلنه یې د ښکیلو له خواوو په جګړه کې وژل شوي دي.
د انساني حقونو څارډله څه وايي؟
د عکس سرچینه، .
د انساني حقونو څارډله د بن سودا په څرګندونو پسې په یوه رپوټ کې وايي، له دریو لسیزو ډېر وخت کېږي چې افغانستان د بدو او بوږنوونکو پېښو نندارتون دی.
که څه هم افغان حکومت وخت ناوخت څېړنې کړې، خو بې پرې نه دي او پلټونکو ته د خپلواکو پلټنو چانس نشته.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې د شکنجې لسګونه پېښې شوې، خو یواځې یوه څېړل شوې ده.
ځینې هغه کسان چې ناوړه چلند یې له خلکو سره کړی، لا هم په واک کې پاتې دي.
د دې ادارې په خبره، د څارنوالې غوښتنلیک دا وښوده چې افغانستان کې د هغو جنګي جرمونو پلټنه نه شوې او نه کېږي چې طالبان او بهرني ځواکونه پر تورن دي.
دا غوښتنلیک له دې پلوه هم لومړنی دی چې د امریکايي ځواکونو او سي ای اې د ناوړه چارو پلټل غواړي.
دا اداره وايي، چې دوی او نورې ادارې داسې سندونه لري چې پر ۲۰۰۱ لومړي کال پر افغانستان د امریکا په یرغل او د طالبانو له پرځېدو وروسته له بندیانو سره ناوړه چلند ښيي.
د انساني حقونو څار ډلې پر ۲۰۰۴ کال ډېر داې سندونه وموندل چې ښيي امریکايي ځواکونه بندیان شکنجه کوي او نور ډول ډول ناوړه چلند ور سره کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته