د غزني د خوګیاڼو د نیول کېدو په هکله ضد او نقیض رپوټونه
د عکس سرچینه، .
د غزني چارواکي وايي، د خوګياڼو ولسوالۍ په قلعه سرخ سیمه کې پر یوه پوسته د وسلوالو طالبانو په برید کې ۴ پولیس وژل شوي او ۹ ټپیان دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري بي بي سي ته وویل، دا مرګ ژوبله د طالبانو په توغندیز برید کې پولیسو ته اوښتې ده.
خو د غزني د ولایتي شورا غړی او منشي حسن رضا وايي،، چې په دې برید کې ۹ پولیس وژل شوي او د نورو درک نشته.
د نوموړي په خبره، ولسوالي دا مهال د وسلوالو طالبانو په لاس کې ده.
دا ولسوالي د غزني ښار ۱۵ کیلومتره لوېدیز ته پرته ده
خو د وسلوالو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې وایي د غزني په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یې هغه مرکز نیولی چې افغان حکومت د ولسوالۍ نوم ور کړی و.
نوموړی وایي، پر دغه ولسوالۍ د برید پر مهال یې ۱۲ پولیس وژلي دي.
ذبیح الله مجاهد دا هم وايي، چې خوګیاڼو ولسوالي لا د مخه دوی نیولې، خو حکومت په قلعه قاضي کې یو مرکز ته د ولسوالۍ نوم ور کړی و او دوی ونیو.
ویل کېږي د طالبانو د بریدونو په زیاتېدلو سره افغان امنیتي ځواکونو د تاکتیکي شاتګ په نوم له خوګیاڼو شاتګ کړی و او وروسته یې یوه بله ولسوالي جوړه کړه.
نږدې دوه اونۍ وړاندې وسلوالو طالبانو د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې په موټربم برید سره لږترلږه ۲۵ افغان امنیتي ځواکونه او پنځه ولسي وګړې ووژل او ۲۰ نور پوځيان یې ټپیان کړل.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته